
ناول :
لیکوال فرانسیس پالین
ژباړن : عطا محمد میاخېل
شپږم سمندري سفر :
په تېر پسې :
غوښتل مې، چې هندوستان یو سفر ولرم، تر څو هند ووینم، بالاخره سړي او مالونه مې را واخیستل او په سترو ښارونو کې مې پېر او پلور کاوه
ډېر هېوادونه او ډېر خلک مې ولیدل، د وچې له لارې لاړه، ځکه چې د سمندر لاره ډېره خطرناکه وه، کله چې د سړک پای ته ورسېدم، د سیند له خولې سره نیږدې یوه ستره خزانه وه، په هغه ځای کې مې یوه کښتۍ پیدا کړه، چې ختیځ او سویل ته د تګ له پاره چمتو وه . فکر مې وکړ، چې باید یو بل سمندري سفر پیل کړم .
یو ډېر اوږد سمندري او خطرناک سمندري سفر وو، باد زموږ کښتۍ له سمې لارې بله خوا بوتله او سمندر په ډېرې چټکتیا زموږ کښتۍ ټېل وهله، کښتۍ چلوونکي زموږ په وړاندې یو غر ولیده.
هغه چیغې کړې :
موږ مړه کېږو !
د ژوند پای دی !
آیا کولای شئ، چې غر وونیئ ؟
هلته یوه کنده ده، سیند به زموږ کښتۍ هغه ځای ته یوسي، زه نه شم کولای، چې کښتۍ ودروم او له کندې څخه د وتلو لاره هم نه شته، کله چې یو څوک هلته لاړ شي، نو خامخا مړ کېږي !
سمندري سړیو ډېره هڅه وکړه، چې کښتۍ په بېړه له دې اوبو څخه بهر کړي، مګر نه ! هغوی هېڅ کار ترسره نه شو کړای، اوبه په ډېرې چټکتیا کښتۍ هغه کندې ته بوتله، غر شېبه په شېبه موږ ته را لنډېده، ناڅاپه اوبو زموږ کښتۍ کندې یوړه او وروسته یې په کنده کې دننه کړه .
کښتۍ د تیږو په دېوالونو ولګېده او ماته شوه، په هر ځای کې اوبه، انسانان او لرګي تر سترګو کېدل . هغوی چیغې وهلې : مرسته ! له موږ سره مرسته وکړئ !
اوبو په ناڅاپي ډول زموږ کښتۍ یوه سوري ته دننه کړه . ما هڅه وکړه، مګر هېڅ مې هم ونه شو کړای، اوبه ډېر تېزې وې، هر څه د تیارو په لور روان ول .
فکر مې وکړ، چې زه مړ شوم .
مګر نه وم مړ شوی
غږ مې وکړ: دوستانو ! چېرته یاستئ ؟
غوږ مې ونیوه، هیچا ځواب را نه کړ، مګر کولای مې شول، چې د اوبو غږ واورم، هلته یو ډېر زورور باد وو، ماته یې د کندې په لور فشار را کاوه، اوبه نه وې، چې زه یې دننه خواته بیولی وای، بلکې یوه اندازه لرګي ول، په هغه ځای کې نه شپه وه او نه هم ورځ، مګر په تیاره سوریو کې زما سفر ډېر اوږد وو. هڅه مې کوله او ډېر وېرېدلی وم، چې خوب یوړم .
له یوې اوږدې مودې وروسته، را ویښ شوم او فکر مې وکړ، چې اوبه له یوې خوا غره ته ننوتلې دي باید له بلې خوا ووځي، زه باید له اوبو سره بهر شم، کېدای شي هلته څوک وي .
د یوې اوږدې مودې له پاره د اوبو له جریان سره تلم او یو وار بیا خوب یوړم . د اوبو په غږ را ویښ شوم، خپلې سترګې مې پرانیستې او خپله شاو خوا مې وکتله . شاه مې د ځمکې خواته وه، د کښتۍ له یوې تختې سره د ستر سیند په خوا کې وم، خلکو زما ننداره کوله، د هغوی شور و زوږ راته .
پوښتنه مې وکړه : زه چېرته یم ؟
هغوی هېڅ ونه ویل .
بیا مې وپوښتل : تاسو څوک یاستئ ؟ کولای شئ، چې له ماسره مرسته وکړئ ؟
هغوی ځواب راکړ، مګر زه پوه نه شوم، ځکه چې هغوی په عربي ژبه نه غږېدل، یو سړی ډېر کم په عربي پوهېده، په ډېرې مهربانۍ خبرې وکړې : ( تاسو د ستر سندیپ پاچا په هېواد کې یاستئ ) . خوشاله شوم، ځکه چې د نوموړي ستر پاچا او د هېواد په اړه یې ما یو څه اورېدلي وو .
هغه کس، چې په عربي ژبه یې خبرې کولې وویل : ته مو له دې سمندرګي څخه را ونیولې او خپل کورته مو راوستلې، پوهېږو، چې دا اوبه له غرونو څخه راځي او په دې هم پوهېږو، چې څوک نه شي کولای دلته پلی راشي، ځکه چې هغه غرونه ډېر خطرناک دي، نو ته څنګه دلته یې ؟
ومې ویل : د مهربانۍ له مخې کولای شئ ماته اوبه او ډوډۍ را کړئ ؟
نور بیا .....