اکرم او سارا/ شپږم څپرکی

 
د اکرم مور په داسی حال کی چې زوی يی غوښتل، خدای په امانی ورسره وکړی، يوشفتالو ګلی دستمال چې څه پکی غوټه وه، اکرم ته ونيو،  داسی يی وويل: زويه! په دی دستمال کی می درته يو يوڅو روغانی ټړلی دی، وايی خله تر څو تريوی ابادی پوری رسيږی په درد به دی وخوری، ، د اکرم مور، زوی غيږی ته را کش کړ، ټينګ يی ونيو او په ژړا ژړا کی يی وويل: زويه ستا ډوډۍ دی ګرمه او اوبه دی يخی وی، لوی خدای دی مل او ملګری شه، ژر دی ليک راو وليږه کنه سترګی به می درپسی ړندی شی، وروسته د اکرم ترور، اکرم په غيږ کی ټينګ کړ، پر دواړه غومبورو يی ښکل کړ، بيا يی په اوږکی وواهه اوداسی يی وويل: ځه بچيه په مخه دی ددنيا ښی او ښادی شه.
 د اکرم ترور او موراکرم  دری ځله تر قران شريف لاندي تير کړ، اکرم سره ددی چې کو ښښ يی کاوه ترڅو ځان کنترول کړی، خو نه توانيده، ستونی يی د ژړا ډک و، د خبرو توان يی نه درلود، اوښکو يی پر مخ لاری ايستلی وی، د خدای په امانی په نيت يی لاس پورته کړ او ټولو ته يی وښوراوه او نور د پلار او دترور دخاوند سره د کوره بهر شو، همدا چې د اکرم قدمونه ددروازی د چهارچوب نه بهر شوه، موريی يی يوه کوزه اوبه پسی چپه کړی، او بيا يی مور او ترور دحولی په دروازه کی ودريدلی ترڅو د اکرم د هر قدم سره د خدای په امانی وکړی.
اکرم لا د کوره څو ګامه وړاندی نه و تللی چې د کلی د مشرانو او سپين ږيرو، ځوانان او دکلی د ملا اما سره چې د اکرم سره د خدای په امانی په نيت په لاره کی انتظار وو. مخامخ شو. ټول د اکرم په تللو خپه وو، هر يوه پخپل وار اکرم ته غاړی ورکړی او هغه ته يی د ښه سفر هيله وکړه.  اکرم  د ملا صاحب او دکلی د سپين ږيرو لاسونه ښکل کړه. د کلی ملا امام اکرم په اوږ کی وواهه او داسی يی ورته وويل: اکرم جانه، ته خو زما د جومات څراغ وی، تا غوندی ځوانان خو په کلی کی ډير کم ميندل کيږی، زياته يی کړه، ستا مور او پلار د خدای پاک ښه بنده ګان دی چې خدای پاک هغوی ته ستا په څير خدمتګاره او متدين اولاد ورکړیدی، زياته يی کړه، زلميه، ځه په مخه دی ښه، هر چيری چېيی خدای پاک دی ستا ساتنه وکړی. اکرم د کلی ټولو راټولو سوو کسانو ته مخامخ ودريد،  په ژړه غونی اواز يی وويل: دخدای په امان، ددوعا می مه هيروی.
اکرم د ترور د خاوند سره هم د خدای په امانی وکړه او په داسی حال کی چېيوازی پلار يی ورسره ملګری و د ولسوالۍ لاره يی ونيوله.
پلار او اکرم په چټکو ګامونو د ولسوالۍ په لور روان وو، دواړه خاموشه وو، يوه هم خبری نه کولی، پلار يی خو يی غوښتل چې ځان د زوی د هر قدم سره ملګری کړی خو دوخت غوښتنه بل ډول وه، دواړه بايد سره بيل شويوای، د کلی نه ليری د هديری خواته راورسيدل، دواړه ودريدل، لاسو نه يی اسمان ته لپه کړل، يوه اوږده دوعا يی وکړه، يوه شيبه يی يو او بل تهپه ځير، ځير وکتل، يوه هم د خدای په امانی او جدايی توان نه لاره، پلار يی بيله دی چې څه ووايی دواړه لاسونه يی د اکرم پر مخ راکش کړل، اکرم په ژړانده اواز وويل: پلاره! په ما باور وکړه ستا دا بده ورځ به هيڅکله هم  له ياده ونه باسم. پلار زوي غيږته راکش کړ، دواړه غاړی تر غاړی شول، تر يوه اوږده سکون او خاموشه توپان وروسته اکرم د پلار لاسونه ښکل کړل او په داسی حال کی چې ددواړو پر مخ د اوښکو سيلاب لاره ايستل، يو دبل نه يی په پټه خوله خدای په امانی وکړه. اکرم د ولسوالۍ لاره خپله کړه او پلار يی هديری ته وروګرځيد تر څو يوه شيبه خپل د خدای بخښلی پلار سره د زړه خواله وکړی.
د اکرم پلار، د خپل پلار د قبر خواته کښيناست، ولی سترګو يی د اکرم قدمونه څارل چېيو په بل پسی د کلی نه ليری کيدل، د اکرم پلار تر هغه د اکرم قدمونو ته کتل تر څو د سترګو يی پناه شو، بيا يیيوه اوږده دوعا ولوستل، لاسونه يی لپه کړل او بيا يی خپل خدای بخښلی پلار، د کلی ټولو مړوته دوعا وکړه او بيرته په ماتو بندو کلی ته ستون شو.
اکرم په چټکو ګامونو د ولسوالۍ په لور حرکت وکړ، هڅه يی کوله ترڅو  لومړی بس ته ځان ورسوی، د لومړی غونډۍ سرته پورته شو، نا ببره ودريد، مخ يی د کلی په لورواړاوه، کلی ته يی يو ځغلنده نظر وکړ، خيالونه يی د کلی په خاورينو کوڅو کی په منډه منډه وګرځيدل، همزولی، ښوونځي، سپين ږيری او مشران يی د خيالونو په ښکلی نظر کی راوګرځيدل. کلی خاموشه و فضا يی زړه وړونکی وه، اکرم ته د کلی جدايی ډيره سخته وه، ولی چاره نه وه، داتصميم يی کلونه پخوا نيولی و. اکرم په همدی خيالو کی ډوب و، زړه يی د کلی نه،  نه تی، نا ببره متوجه شو، چې زړه يی د کلی نه ځی، ژور اسويلی يی وايست، د خدای په امانی لپاره يی لاس د کلی په لور وخوځاوه، بيا يی دواړه لاسونه اسمان ته لپه کړل او ويی ويل: ته دی تل اباد يی، ته زما د خاپوړو کلی، ته زما د بابا کلی، ته زما زيبا کلی، زه به تا هيڅکله هم هيرنشم کړای، بيا يی په چټکو ګامونو د ولسوالۍ په لور حرکت وکړ.
اکرم په ډير ښه وخت کی دولسوالۍ ښارګوټی ته راورسيد، د هډی په لور يی حرکت وکړ، لا هلته نه و، رسيدلی چې د کلينر اواز چی ويل يی: هلۍ، هلۍ، تلوار وکړی، يوازی دوه سيتونه خالی دی، موټر حرکت کوی، هلۍ هلۍ. يی و غوږته راورسيد، ګامونه يی نورهم ګړندی کړه. ځان يی سرويس ته ورساوه، موټر ته وخوت او په اخر سيت کی يی ځای ونيو.
کلينر يو ځل بيا په زوره، زوره ناری کړه، هلۍ، هلۍ ، اوس يوازی يو کس ته اړتيا ده، موټر حرکت کوی، هلۍ، هلۍ، ځان راو رسوی.
په دی وخت کی يو زلمی چې ديوه بوډا لاس يی په غاړه کی اچولیو، ځان يی موټر ته راورساوه، دکلينر نه يی د مرستی غوښتنه وکړه، کلينر په سپين سترګی سره وويل:  ددوو نفرو لپاره ځای نشته، يوازی يو سيت خالی دی.
مسافر زلمی چې ناروغه پلار يی د موټر تر تم ځای پوری په ډير مشکل رارسولی و، ودريد، په فکر کی لاړ، داسی معلوميده چې د ډير ليری فاصلی نه راغلی دی او پلار يی هم ډير ناروغه دی. پسله يوه سکوت نه يی وويل: خير دی وروره، پلارته می ځای ورکړه، زه به ځان يو ځای راځوړند کړم.
کلينر په سپين سترګی سره انکار وکړ، او مسافر زلمی بيا په سوچ کی لاړ، په دی وخت کی د اکرم نظر په بابا ولګيد خپله غوټه يی خپل د څنګ ملګری ته ورکړه او پخپله د بوډا بابا  مرستی ته ولاړشو. د بوډا بابا يو لاس له مخکی نه د هغه د زوی په غاړه کی و،  بل لاس يی اکرم پخپله غاړه کی واچاوه او د بابا پر زوی يی غږ وکړ: هله مرسته وکړه چی پورته يی کړو، دسترګو په رپ کی يی بوډا بابا پخپل سيت کی کښناوه، د هغه زوی ته يی وويل: وروره په خواکی يی کښينه، خپله د موټر منځ کی کښيناست او خپله غوټه يی ترځان لاندی کړه. د موټر سوارلی ټول د اکرم ودی حرکت ته حيران پاته وه، هر يوه ورته شاباش وايه او ټولو ويل افرين دی پر مور او پلار شه.
موټر وان د موټر جلو ته کښيناست، پسله څو سلپه بالاخره موټر چالان شو، ډريورپه داسی حال کی چېد حرکت امادګی يی نيول، پر سوارليو غږ وکړ:  يوه د خير دوعا وکړی او ددوعا سره سم د موټر ټايرونه د کابل په لورحرکت وکړ.
سرک بی حده خراب و، موټر په سرعت تګ نه شو کولای،  په ورو، ورو روان واو لاره يی لنډوله. د اکرم دا لومړی ځل و چې په اوږده مسافری وتلی و. په مينه مينه يی د خپل وطن پراخی دښتی، ورشوګانی او شنه باغونه له نظره تيرول او خونديی ترينه اخيسته. د اکرم لپاره هرڅه نوی او په زړه پوری وه.  د اکرم سترګی د وطن په پراخو ورشوګانو کی ښخی وی خو فکر به يی کله کله د کابل د پوهنتون په چمنونو کی او کله به بيرته د کلی په لورستنيده، ماشومتوب، د کلی خاورينی کوڅی، د کلی واړه او زاړه به يی له نظره تيرشول، دی سوچونو ډير دوام نه کاوه، د موټر تکان به هرځلی د اکرم خيالونه خراب کړه، هغه به يی د کلی نه او کله کله هم د کابل نه بيرته ولويو دښتو او وران سړک ته را وګرځاوه، او دهغه فکر او سترګی به يی سره ملګری کړل. اکرم به شاوخوا نظر وکړ، سترګی به يی د ناروغ بابا پر لور راواړولی، زړه به يی پی وخوږيد، نيکه به يی ورپه زړه شو اوبيا به يی په زړه کی ورته دوعا وکړه، بابا خدای دی روغ کړه. اکرم مخ د بوډا بابا دزوی لورته راواړاوه، اوداسی پوښتنه يی وکړه:
وروره! دا دی څه کيږی؟
ځوان ځواب ورکړ: پلار می دی او ډير ناروغ دی.
اکرم: څه تکليف لری؟
د بابا زوی خپل د پلار دناروغی کيسه داسی شروع کړه: وروره، زه خويی په تکليف نه پوهيږم، خو ډيره موده کيږی چې ناروغ دی، ټوخيږی، ځان يی درد کوی، خوب او خوراکی يی ورک دی، پر ډيرو زيارتو می وګرځاوه، ډير تاويزونه می ورته راوړل خو کاريی ونه کړ، بيا می د کلی ډاکټرته مراجعه وکړه، د بابا زوی يو سوړ اسويل وايست، زياته يی کړه: په هيچا کی انصاف نه دی پاته، که ووايم چې ترسل ځلی می زيات د کلی ډاکټر ته وړيدی، نو درواغ می نه دی ويلی، هر ځلی يی پلنډه پلنډه درمل راکړيدی او که ووايم چې د کلی ډاکټرخپل ددرملتون نيم درمليی په ما خرڅ کړيدی، خپل ټول شته می وهغه درملتون والا ته ورکړيدی، او ډير زياتی روپۍيی دا اوس هم  لا پوروړی يم،  نو دروغ می نه دی ويلی، دبابا د زوی ستونی د ژړا ډک شو، يوه شيبه خاموشه شو، ځان يی کنترول کړ او بيا يی داسی شروع وکړه:  بلا دی په روپو پسی سی، خو کاشکی می پلار روغ شویوای. د پلار حالت می ورځ تربلی خراب شو، څه موده مخکی می د ولسوالۍډاکټر ته يووړ، هغه هم يوه، دوی نسخی درمل راکړه، ګټه يی و نکړه، څه موده مخکی د ولسوالۍډاکټر راته وويل: ځوانه د پلار حالت دی خراب دی او شايد له دی نه هم پسی خراب شی، زما مشوره داده چې کابل ته يی يوسی، دکابل امکانات له موږه ښه دی او زه ډاډه يم چې هلته به ژر جوړشی. يوه ټوټه ځمکه می ورته ګرو کړه، اوس دايم کابل ته روان يم، بلد هم نه يم، نه پوهيږم چی لار اوګودر پيدا کولای شم او کنه، د بابا زوی يو سوړ اسويلی وايست او چپ شو.
اکرم د بابا د زوی ټوله کيسه د شروع نه تر ختم پوری واوريده او په دی خوښ و چې دی زلمی دخپل پلار خدمت کړيدی، خو په دی سخت غمګين و چې درملو هيڅ تاثير نه دی ښندلی.  اکرم وويل: وروره، دنړۍخوشبخته خلګ دخپل مور او پلار خدمت کوی، زه ډاډه يم چی خدای ج به تا هيڅکله هم خوار نکړی، روپۍ خو هر وخت پيدا کيږی، تا ډير ښه کارکړيدی چی د پلار په خاطر دی پټی ګرو کړيده.  اکرم زياته کړه: زه ډاډه يم چی دهغه لوری به ستا پلار پخپل پښو راروان شی ، ستا زحمتونه به بی ځايه نه وی.
اکرم وويل: ځان تنها مه احساسوه، زه هم کابل ته ځم،او ترهغه ځايه چی هره ستونزه وه، نو په ګډه به يی حلوو. 
د بابا زوی: وروره، خير يوسی، ما ستا همدری احساس کړه، که ته نه وای نو زه به اوس په دی موټر کی نه وای، کلينر خو ماته بيخی ځای نه راکاوه. اوس د بابا د زوی نوبت و چې د اکرم نه پوښتنه وکړی. داسی يی وويل: کابل ته خو ځي، خو ودی نه ويل چی تاسو کابل ته د څه لپاره ځی؟
اکرم: وروره! پوهنتون ته می امتحان ورکړيدی، نتايج ناوخته راغلل او زه اوس روان يم چی لاړشم او خپل پوهنتون ولولم.
د بابا زوی: ښه! ښه !! ښه !!! نو داسی خبره ده، خدای دی کاميابه لره وروره.
اکرم او دبابا زوی دواړه چپ شول، د بابا زوی نظر دپلار په لور واړاوه، لږی يی سره جوړ کړ او اکرم يو ځل بيا د خيالونو په ټال کی لاهو شو.  دمور اوښکی او د پلار نصيحتونه، ماشومتوب، زلميتوب، ښوونځي، کلی او کليوال يی د فلم د صحنی په ډول په فکر کی را وګرځيدل، اکرم د خيالونو په خوږو ټالو کی لاهو شویو چې موټر بيا يو جمپ وخوړ او اکرم يي د فکرد ټاله را وايست.
ورځ لنډيده، خو  کابل لا نه ښکاريده، داسی معلوميده چې کابل خورا ليری دی، اکرم نه پوهيده چې شپه به کابل ته ورسوی او يا داچی پر لاری به چيری، تم شی. موټر د وطن په ناپايه دښتو کی منزل واهه، لاره يی لنډوله، پسله ګړيو، ګړيو سفر نه به د کوم ښارګوټی له منځه تير شو، سوارليو به تبصره وکړه، دا فلانی ښارګوټی دی. د اکرم لپاره هر څه نوی وه، د هر ښارګوټی نوم به يی و فکرته سپاره.
د اکرم لپاره يوڅه ډير په زړه پوری وه: اکرم په کلی کی فکر کاوه چی د نورو ښارونو خلک به د جامو او کلتورپه لحاظ ددوی د کلی سره توپير لری، خواوس يی ليدل، چی افغانان ټول يو ډول لباس اغوندی او د ورته دودونو خاوندان دی. هر څه ورته شناخته ښکاريده او دی نکتی اکرم ته خوشحالی وربخښله.
نا وخته غرمه موټر ښار(کندهار) ته راورسيد، موټروان موټر د يوه هو ټل مخ ته ودراوه، سوارليو ته يی مخ راواړه او داسی يی وويل: وروڼو کښته شی، ډوډۍ وخوری او لمونځونه ادا کړی، خو تلوار وکړی چی ژر بيرته موتر ته راوګرځی، لاره ډيره خرابه ده، ورځ هم تللی ده، د ماښام وروسته غل او غدو هم پيدا کيږی، موږ بايد ځان په وخت و يوی ابادی ته ورسوو، او بيا د موټر نه کوز شو.
سوارلی هم يو، يو د موټر نه کوز شول، څوک  هوټل ته ننوتل خونوربيا اول د اوداسه او لمانځه په لور، روان شول.
اکرم اول لمونځ ادا کړ اوبيا د هوټل مخی ته  کښيناست او هو ټلی ته يی دشين چايی فرمايش ورکړ، سور شفتالو ګلی دستمال يی راخلاص کړ، د مور دلاس پخه کړی روغانی چی پکی د مور مينه وه،  را واخيستل اوپه مزه مزه يی  دچايی سره يی وخوړل، شکور يی واست، د هوټل روپۍيی ورکړی او دسفر ددوام لپاره يی ځان و موټر ته راو ورساوه. سوارلی يو په بل پسی موټر ته راوختل او موټر د کابل په لور حرکت وکړ.
لاره ډيره خرابه وه، موټروان هڅه کول ترڅو شپه وزابل ته ورسوی، خو هلی ځلی يی بی نتيجی وی. ماښام تياره ښارصفا ته ورسيدل. موټر ودريد، سوارليو د ماښام لمونځ ادا کړ. ډيرو سوارليو ګمان کاوه چی شپه به هم هلته وی، خو يوتعداد زلميانو غوښتل څو سفر ته دوام ورکړی، موټر وان غوښتل چی سفر ته دوام ورکړی او لږترلږه ځان و هدف ته نژدی کړی.
اکرم مخ سوارليو ته واړاوه او ويی ويل: وړونو عجله د شيطان کار دی، د هرڅومره هلو ځلو سره سره موږ بيا هم هدف ته نه شو رسيدلاي، نو بيا ولی ځان د احتمالی خطر سره مخامخ کړو. ښه خبره به داوی چې شپه دلته تيره کړو او سبا سهار په وخته حرکت وکړو.ټولو د اکرم خبره تاييد کړه، سوارلی د هوټل په لور وخوځيدل، ډريور هم موټر ديوه هوټل و مخ ته پارک کی.
سبا سهار د ملا داذان نه مخکی سوارلی يو په بل پسی د خوبه پاڅيدل، اودسونه يی وکړل، ځانونه يی موټر ته راو رسول، ټول سوارلی په يوه شيبه کی پوره شول او موټر د کابل په لور حرکت وکړ، يو ساعت وروسته د سهار رڼا پيدا شوه، موټروان موټر تم کړ. د لسو دقيقو په اوږدو کی سوارليو لمونځونه ادا کړل، موټر دوباره حرکت وکړ او خپل سفرتهيی ادامه ورکړه.
اکرم تراوسه يوازی يوه شپه په سفر کی تيره کړيوه، خو داسی ورته معلوميدل، لکه مياشتی چې يی کورنه وی ليدلی، مور او پلار يي سترګو ته ګرځيدل،مسافری ډيره سخته ورته معلوميده. اکرم ته د کلی هرڅه ياديدل، دکلی ونی، باغونه، د اوبو ډکی ويالی، همزولی، د جومات مازديګر، د کلا زاړه او خاورين ديوالونه، د کلی واړه او زاړه يی،يو،يو په ذهن کی ور ګرځيدل او اکرم يی  زوراوه خو اکرم تصميم نيولی و چې پوهنتون به لولی. هو! دا داکرم ډاډ و او له دی نه تيريده. اکرم خپل هواس راټول کړه، دخيالونو د ټاله را ووت او دځان سره يی وويل: زه بايد طبيب شم، و خپل ولس او کليوالوته دخدمت جوګه شم، دا وطن زما او زما په څير د زلميانو و زلمی قووت، ته اړ دی.
ورځ په منډه منډه تيره شوه، لمر په ډوبيدو شو، خو لاتر اوسه هم کابل نه معلوميده، اکرم خو په دی هم نه پوهيده، چی تر کابل پوری څومره لاره ده او دکومو ښارونه بايد تير شی، کله کله به يی د ملګرو نه پوښتنه کول، څه وخت به کابل ته ورسيږو. د اکرم د وروستی پوښتنی په ځواب کی يو چا وويل: تر کابل پوری لا يوساعت لاره پاته ده. اکرم خوشحاله شو او ډاډه شو چی اوس نو و کابل ته د رسيدو لپاره کومه موانع نشته.
يو ساعت لا نه و تير چې د ليری نه د کابل روښانه ګروپونه و ځليدل، اوسوارليو ته يی د رسيدو زيری ورکړ، هر سړی خپل د غوټی په جوړولو پيل وکړ، په يوه شيبه کی موټر د کوټی سنګی په تم ځای کی ودريد، موټر وان وويل ‎: وروڼو، فکر مو ونيسی چی څه مو دياده ونه وزی، هر چا تلوار کاوه چی ژر له موټرنه کوز شی او ځان ويوی ابادی ته ورسوی، سوارلی يو په بل پسی د موټر نه کوز شول او په يوه شيبه کی موټر کاملا خالی شو.