یو ګیلاس ستونزې

 
حکایت
 
استاد، یو ګیلاس له اوبو ډک کړ او جګ یې ونیوه چې ټولو زده کوونکو ته ښکاره شي. بیا یې پوښتنه وکړه:
ـ ستاسو له انده دا ګیلاس به څومره وزن ولري؟
 هرچا یوه، یوه خبره وکړه خو استاد وویل:
ـ زه هم نه پوهيږم چې ددې ګیلاس وزن به څومره وي، خو زه یوه بله پوښتنه لرم، هغه دا که چېرې زه دا ګیلاس څو شیبې همداسې ونیسم څه به را پېښ شي؟
زده کوونکو وویل هېڅ پېښه به رامنځته نه شي!
استاد وویل:
ـ ډېره ښه ده، که زه یو ساعت دا ګیلاس همداسې ونیسم بیا؟
یوه زده کوونکو وويل:
ـ لاس به دې په درد شي.
استاد یې په ځواب کې وویل:
ـ رښتیا چې همداسې کېږي خو که چېرې یوه ورځ دا ګیلاس همداس ونیسم بیا به څه وشي؟
بل زده کوونکي وویل:
ـ لاس دې کمزوری کېږي، بې حسه کېږي، په عضلو دې زور راځي، شاید فلیج شي، بیا نو ډاډه یم چې خبره به تر روغتونه ورسېږي.
استاد وویل:
ـ ډېره ښه ده، ماته څه کول پکار دي چې له دې ستونزې سره مخامخ نه شم؟
زده کوونکي وویل:
ـ ته باید ګیلاس په ځمکه کېږدې، ځکه دې نه ستونزه جوړېږي.
 استاد وویل:
ـ بالکل همداسې ده. ستونزې هم همداسې دي، که څو شیبې یې ذهن کې وساتې هېڅ پروا نه کوي خو ‌که ډېر وخت یې ذهن کې وساتئ او په هکله یې فکر وکړئ په درد به اخته شئ او که  لا ډير وخت یې په هکله فکر وکړئ ښکاره ده چې فلج به شئ او له هر ډول کاره به پاتې شئ. د ستونزو په هکله فکر کول سم کار دی خو کله چې د خوب ځای ته ورځئ بیا یې په ځمکه کېږدئ او د سبا ورځې لپاره ځان اماده کړئ!
 
( د مسعود لعلي له کتابه / مشکلات را شکلات کنید)
کابل
09/07/2015