
ناول :
لیکوال : فرانسیس پالین
ژباړن : عطا محمد میاخېل
پنځم سمندري سفر :
په تېر پسې :
آیا زه نه شم کولای، چې ښار ووینم ؟
له څو اوونیو وروسته، چې دا نا خوښه ژوند تېر شو، نو یوه مېوه مې پیدا کړه، کله چې مېوه لږ زړه شوه، نو یوه ډېره زیاته انرژي لرونکی څکاک ترې جوړېږي، ومې څکله، د ډېرې خوښۍ او تودوخې احساس مې کاوه، نارې مې کړې، ډېر ښه څکاک ! ډېر ښه ! آه! اوس نو د پیاوړتیا احساس کوم !
سپین ږیري زه ووهلم، هغه په غوسه وو، ځکه زما څکاک خوښ شوی وو، هغه هم غوښتل چې وې ازمایي، څکاک مې هغه ته ورکړ او هغه هم وڅکه .
د هغه هم خوښ شو وې څکه، کله چې هغه وڅکه، د هغه پښه زما له مخه وغورځېده، هغه مې ژر د ځمکې پرمخ وغورځاوه وې نه شو کولای، چې یو ځل بیا ما ونیسي، یوه غټه تیږه مې را واخیسته او هغه مې په سر پرې وویشت، له دې وروسته وتښتېدم، وروسته د سمندر ته لاړم، په هغه ځای کې یوه کښتۍ وه، سمندري سړي ماته راغلل او پوښتنه یې رانه وکړه : څوک یې ؟ ولې دلته راغلی یې ؟
ورته ومې ویل : باد او سمندر دې ټاپو ته راوستی یم، مګر د باد او سمندر دا کار په دې ځای کې له ژوند کولو څخه غوره دی .
هغوی وپوښتل : ولې دا خبره کوې ؟ په هغه ټاپو کې ډېرې ښې مېوې دي .
ځواب مې ورکړ : له یوه سپین ږیري سره مخامخ شوم، هغه پر ما کېناسته او مجبور وم چې هغه په شاه کړم، هغه هره ورځ زه وهلم، نیږدې وو، چې مړ شم، نن له هغه څخه را تښتېدلی یم . هغوی ماته په ځیر ځیر کتل او په لوړ غږ یې وویل : خدای (ج) پر تا مهربان وو، هغه شیخ البحر یا د سمندر سپین ږیری دی، تر اوسه هیڅوک په دې نه دي توانېدلي، چې له هغه څخه وتښتي، ډېر باتجربه سمندري سړي یې وژلي دي، موږ تل دلته په ډېر شمېر کې راځو، ځکه چې موږ له هغه څخه ډېر وېرېږو.
پوښتنه مې وکړه : تاسو ولې دلته راغلي یاستئ ؟
هغوی وویل : د نارګیلو د خرڅلاو له پاره دلته راغلي یو، چې هغه وپلورو او پیسې تر لاسه کړو، راځه تاته یې درښیو، یوه ستره خلطه د نارګیلو له پاره او یوه کوچنۍ خلطه د تیږو له پاره واخله، د تیږو خلطه مې په یوه لاس او د نارګیلو خلطه مې په بل لاس کې واخیسته او د سمندر په لوري مې ګامونه پورته کړل، هلته د نارګیلو ډېرو سترو ونو شتون درلوده، هغو ته مې وکتل، له ځان سره مې وویل : زه نه شم کولای، چې له دې ونو څخه پورته لاړ شم، په هغو ونو کې زما له پاره د پښې ایښودلو ځای نه شته، څه ډول نارګیل را واخلم ؟ هغوی خندا پیل کړه، ښه ډېر یې وخندل. ماته یې وویل : په هغه ځای کې د ونو د پاسه بیزوګان دي، د هغوی په لوري تیږې وارې کړه، غوسه کېږي او نارګیل ستا په لور در واروي. ما دا کار تر سره کړ، ډېره آسانه و، له نورو سړیو سره مې هره ورځ کار کاوه، ډېر سخت کار مې کاوه، ځکه چې پیسې مې غوښتې، چې یوه کښتۍ پرې واخلم او بصرې ته بېرته ور وګرځم .
موږ د ناریالو اضافي شیان پاک کړل او مېوې مو په ستره خلطه کې واچولې، له دې وروسته د هغوی د کښتۍ په لوري ور وګرځېدو او د کومورین او هغه ته نېږدې ټاپو په لور مو سمندري مزل پیل کړ د نارګیلو له پاره یې ښې پیسې ورکړې، موږ چې لرګیو او ځینې نورو شیانو ته اړتیا لرله واخیستل . بیا مې سمندري مزل پیل کړ، له څو شپو او ورځو وروسته بصرې ته ورسېدو او هغه ځای مې بغداد ته د تګ په موخه پرېښوده، ډېر شتمن وم، کله چې خپل ښار ( بغداد ) ته ورسېدم، څه نا څه پیسې ځینو کسانو ته ورکړې او ومې ویل : له دې وروسته هېڅ سمندري سفر ونه لرم، مګر له دې وروسته بل سفر هم وو او سبا به د هغه سفر په اړه تاسو ته کیسه وکړم .
نور بیا .....