
هیله:
مخ یې د اسمان په لور کړ ويې ویل: بیا هم باران را و اوروه! د بوډۍ ټال نه غواړم...
شیطان:
حتی په روژه کې به یې هم ښه ستره ګناه وکړه او بیا به یې شیطان لعنت ووایه، خو دا ځل یې ملګري ورته وویل وروره شیطان په ځنځیرو کې بند دی؛ ناحق ځان شریف شریف مه کوه، دومره مردارخورګۍ چې ته کوې او پړه يې په شیطان اچوې هان له شیطان نه باید بښنه وغواړې...
غل:
مور یې ټوله شپه ورته انتظار وه، خو زوی یې رانغی، غل وو...
نا ملګری:
ځکه مې پریښوده چې له دې دومره مودو وورسته یې نه وم پیژندلی، که خدای خبر قصداً یې نه پیژندلم؟ یا به یې نشوای پيژندلی...
زړه نا زړه توب:
ټول ولاړل او دی یواځې پاتې شو...