د سیند باد سمندري سفرونه / څوارلسمه برخه

 
لیکوال : فرانسیس پالین
پنځم سمندري سفر:
په تېر پسې :
   کله چې مې د خپل وروستي سفر په اړه فکر کاوه، نو یوازې ښه څیزونه مې په یاد ول او له بدو څیزونو څخه مې هېڅ شی هم په یاد پاتې نه وو.
  یوه ورځ مې یوه نوې او ښکلې کښتۍ ولیدله، کښتۍ مې واخیستله او په سمندري سفر لاړم، له سوداګرو سره په پنځم سمندري سفر لاړم، موږ له یوه ښاره بل ښار، له یوه ټاپو بل ټاپو او له یوه سمندره و بل سمندر ته مو سفر وکړ، موږ سوداګریز توکي اخیستل او خرڅول به مو او ځینې نوي ځایونو مو ولیدل . یوه ورځ، یوه ستر ټاپو ته لاړو، په هغه ځای کې نه انسان، نه ونې او نه سیند شتون درلوده، هیڅ شی نه وو، ځینې سوداګر د پلي مزل په موخه ټاپو ته لاړل، مګر زه په کښتۍ کې پاتې شوم، ملګرو مو د ټاپو پر مخ یو څه پیدا کړل، چې ډېر ستر او سپین وو، زه ډېر وېرېدلی وم او له کښتۍ څخه مې پر هغوی غږ وکړ، چې ژر تر ژره کښتۍ ته راشي، هغه یوه ستره هګۍ ده، مګر سوداګرو، ستر کاڼي را پورته کړل او هګۍ پرې ماتې کړه، هغوی د هغې په دننه کې یو الوتونکی پیدا کړ، الوتونکي په لوړ غږ ژړا پیل کړه، غږ د آسمان له پاسه راغی. بیا مې چیغې کړې را منډې کړئ، راشئ !
هغه د پاسني الوتونکي شور و زوږ دی، هغوی پوه شول، چې کوچنی الوتونکی ډار شوی دی، راغلل، چې له هغه سره مرسته وکړي، تاسو به ووژني، مګر سوداګرو کوچني الوتونکی له هګۍ څخه را واخیست او وې خوړ .
  چیغې مې کړې تاسو احمقان یاستۍ ! همدا اوس به پورتني الوتونکي موږ ووژني .
  دوه ستر مرغان، چې د الوتونکي مور وپلار ول، زموږ د سر پاسه یې الوتنه کوله او آسمان یې تیاره کړ، چیغې مې کړې، اوس نو موږ مړه یو، مګر هغو الوتونکو یو ځل بیا الوتنه وکړه . سوداګرو ته مې وویل : چټګ شئ، موږ باید ژر تر ژره له دې ځایه لاړ شو. سوداګرو د کښتۍ په لور منډې کړې، او کښتۍ چلوونکي په بیړه هغوی له سیند څخه کښتۍ ته را پورته کړل .
  ما فکر وکړ، چې کښتۍ چلوونکی یو زړور شخص دی، کېدای شي موږ وکولای شو له هغو غوسه ناکو الوتونکو څخه وتښتو. ما تېروتنه کړې وه !
  ستر الوتونکي مې ولیدل، چې زموږ په سر پورې ول، هر الوتونکي یوه تیږه را اخیستې وه، چې هره تیږه د یوه کور په کچه غټه او ستره وه، لومړي الوتونکي زموږ په سر پورې دورې وهلې او تیږه یې را وغورځوله، کښتۍ چلوونکي په بیړه حرکت وکړ او تیږه سیند ته وغورځېده، مګر تیږه ډېره ستره او درنده وه او د سیند اوبه د غره په شان پورته والوځولې. کښتۍ چلوونکي نه شو کولای، چې له نورو تیږو څخه یوه لوري ته لاړ شي او زما د کښتۍ د ژوند وروستۍ شېبې وې، تیږې یو شمېر سوداګر او سمندري سړي ووژل، زه سیند ته وغورځېدم او د خپلې کښتۍ یو لرګۍ مې پیدا کړ، باد او سیند له څلور شپو او ورځو څخه وروسته زه یوه ټاپو ته ورسولم .
  یو کوچنی سیند مې ولید، چې ډېرې پاکې اوبه او له مېوو ډکې ونې یې لرلې، چیغې مې کړې خدایه ! سل ځله شکر .
 ومې خوړل او ومې څکل، له دې وروسته مې ټوله شپه په دې موخه پل تګ وکړ، چې په هغه ځای کې کوم انسان پیدا کړم، بله ورځ سهار مې د سیند په غاړه په یوه سپین ږیري سړي سترګې ولګېدې، خړ وېښتان یې لرل، داسې ښکارېده، چې ناروغه دی .  
  فکر مې وکړ، چې هغه یو تجربه کار سمندري سړی دی، کېدای شي سیند  دې ټاپو ته راوړی وي، هغه کولای شول، چې له ماسره مرسته وکړي او ما کولای شول، چې له هغه سره مرسته وکړم . ما غوښتل، چې له سپین ږیري څخه پوښتنه وکړم، چې کولای شم له تاسره مرسته وکړم ؟ یوه ډېر تیز او غوسه ناک باد دلته راوستی یم، آیا هلته بل څوک هم شته ؟  
  هغه ماته وکتل او هېڅ یې ونه ویل . بیا مې پوښتنه وکړه، کولای شم له تاسره مرسته وکړم ؟ بیا یې هم څه ونه ویل، مګر هغه سیند ته کتل او له دې وروسته یې ماته وکتل . فکر مې وکړ، چې هغه په شاه کړم او د سیند غاړې ته یې یوسم . غوښتل مې چې له دې سړي سره مرسته وکړم، ځکه چې هغه ډېر سپین ږیری او ستړی وو، د سیند لوري ته تګ په موخه مې هغه په شاه کړ، له دې وروسته هغه په بیړه خپلې پښې له ما څخه را تاو کړې، د هغه پښې ډېرې ځواکمنې وې، هڅه مې کوله، چې هغه له ځانه لرې کړم، مګر هغه زه ووهلم، له دې وروسته هغه زه د خپلو پښو او لاسونو لاندې ونیولم، نیږدې وو، چې مړ شم،خپلې سترګې مې وتړلې، په پای کې کله مې چې خپلې سترګې بیا پرانیستې، سپین ږیري بیا ووهلم، زه یې پرله پسې څو ورځې د خپل زور زیاتي لاندې ونیولم، د شپې له خوا د ځمکې پرمخ ویده کېدم، مګر هغه به خپلې پښې له مانه را تاو کړې وې، د ورځې له مخې به ما یوازې له هغه سره مېوه خوړله او اوبه به مې ورسره څکلې، هغه تل هلته وو، مګر خبرې یې نه کولې، هره ورځ مې چیغې وهلې ! غواړم، چې مړ شم، نه شم کولای، چې په شرایطو کې ژوند وکړم، څنګه کولای شم، چې له دې سپین ږیري څخه وتښتم؟
نور بیا .....