د سیند باد سمندري سفرونه / دیارلسمه برخه

 
لیکوال : فرانسیس پالین
څلورم سمندري سفر :
په تېر پسې :
  هغه ته مې وویل :
هو زه یو شتمن سړی یم او مېرمنې ته هم اړتیا لرم . بالاخره واده مې وکړ، ښځه مې ښکلې او شتمنه وه، ما له هغې سره او هغې له ماسره ډېره زیاته مینه لرله او دغه راز دواړه خوشاله وو .
  یوه ورځ زما د یوه دوست مېرمن مړه شوه، زه مې دوست ته ورغلم، غوښتل مې، چې په دې خواشینې شېبه کې له هغه سره مرسته وکړم، نه یوازې خواشینی و، بلکې ناروغ هم و .
ما هغه ته وویل : الله (ج) هغه مهال له تانه راضي کېږي، چې ته ښه واوسې، کولای شې چې له هغې پرته ژوند سره ځان روږدی کړې. چیغې یې کړې : څه ؟ په دې ښار کې یو کس په خپلې مېرمنې پسې مري . نن له غرمې وروسته هغوی زما د مېرمنې مړی په یوه سوري کې اچوي او دغه راز ما هم په هغې پسې لېږي، زه به له هغې سره مړ شم .
ما وویل : دا یو ډېر بد فکر دی . له غرمې وروسته خلکو د هغې ښځې مړی له ښاره بهر یوړ، هغوې د غره له یوه سوري څخه یوه ستره تیږه را واخیسته، مړی یې هغه سوري ته واچاوه او له دې وروسته یې زما ملګری هم هغه ځای ور وغورځاوه، ستره تیږه بېرته په همغه ځای کېښوده او خلک له هغه ځایه لرې ودرېدل، ما فکر وکړ، چې هېڅوک سوري ته نه شي نیږدې کېدلای، ما نه شو کولای چې له خپل دوست سره خبرې وکړم او یا هم هغه وژغورم. له پاچا سره مې په دې اړه خبرې وکړې. هغه وویل : زه نه شم کولای، چې د هغوی دود و دستور بدل کړم. له دې وروسته زما ګرانه مېرمن ډېره ناروغه شوه او مړه شوه ! خلک راغلل او هغه د مړو سوري ته یوړه . ما وویل : تاسو نه شئ کولای چې ما له هغې سره یوسئ، زه د دې ښار نه یم، زه له دې موضوع څخه استثنا یم .
هغوی وویل : ته اوس د دې ځای یې او دلته ژوند کوې . هغوی په غره کې چې کوم سوری هغه ته یوړم او یوه ستره تیږه یې د هغه ځای له دروازې څخه را پورته کړه، له اوبو او ډوډۍ سره په سوري کې د اوه ورځو له پاره ښکته لاړم، هغوی تیږه، نور مې هېڅ شی نه لیده . چیغې مې کړې: خدایه مرسته را سره وکړه !
  په سوري کې یوه کوچنۍ رڼا وه، هغوی خلک له خپلو الماسو سره د غره په سوري کې ایښودل، نو له همدې امله د هغه ځای هره خوا ښایسته وه .
  یو کوچنی حیوان مې ولیده، هڅه مې وکړه، ترڅو هغه ونیسم، له بده مرغه، چې هغه وتښتېده . فکر مې وکړ، حیوان پوهېده، چې له کومه ځایه سوري ته ننوځي او بېرته ووځي، هغه کولای شو، چې ما ته له دې ځای څخه د وتلو لارې ته ورسوي . کوښښ مې وکړ، چې یو حیوان ونیسم او بیا مې هم هڅه وکړه، زرګونه ځله مې پرله پسې هڅه وکړه . په پای کې می یو ونیوه، حیوان زه د سوري وروستۍ برخې ته بوتلم، له غټې تیږې څخه، یوه ډېره لویه لار د تیږو په منځ کې وه . ما وکولای شول، چې د آسمان رنګ ووینم، مګر ډېره غټ وم او نه مې شو کولای، چې هغه پسې لاړم شم، ډېر ورځې مې وړې ـــ وړې تېږې یوې خوا کولې، بالاخره په ډېر مشکل له سوري څخه بهر شوم . سیند ته نیږدې، د غره په یوه لمنه کې وم، ما هغه ځای پېژانده، مګر د ښاره هیچا نه شو کولای، چې له غره څخه هغه ځای ته لاړ شي، هغه ځای ډېر خطرناک و .
زما تصور داو، چې باید لږ اوبه او خواړه پیدا کړم . د سیند په لوري وخوځېدم، هغه ته ځای ته نیږدې د مېوې یوه ونه ولاړه وه، ومې وخوړل او ومې څښل، له هغې وروسته کېناستم او فکر مې وکړ . دې پایلې ته ورسېدم، چې د یوې کښتۍ راتګ ته په تمه واوسم، یوه کښتۍ مې غوښتله له دې ښاره پرته هره خوا چې ځې لاړه دې شي، مګر تر ټولو لومړی باید د مړو سوري ته د الماسو د را اخیستلو له پاره لاړ شم، آیا کولای شم، چې یو ځل بیا له هغه ځای څخه د وتلو لار پیدا کړم ؟ یوه ډېره اوږده او تیاره لاره ده .
 د دې مسالې له پاره ډېره موده فکر وکړ . زه باید بېرته وګرځم، کولای شم بصرې د خپل سفر په لړ کې هغه الماس وپلورم، مخکې تر دې چې وډار شم باید لاړ شم، ډېره ستونزمنه خبره نه وه، سوري ته څو ځله ننوتم او په زرهاو الماس مې ترې را بهر کړل، ما هغه د مړو په جیبونو کې ځای په ځای کړل او له دې وروسته د کښتۍ په تمه پاتې شوم .
  یوه ورځ مې له لرې وکتل، چې یوه کښتۍ د اوبو له پاره سیند ته راغلې ده، د کښتۍ په لوري لاړم او خپله کیسه مې کښتۍ چلوونکي ته وکړه او ټولې خبرې مې ورته ونه کړې، نه مې غوښتل چې د نوي ښار خلک زما په اړه څه واوري، ما نه غوښتل، چې بېرته د سوري په لوري ور وګرځم، ما غوښتل یوه اندازه الماس کښتۍ چلوونکي ته ورکړم، مګر هغه وویل : موږ د بصرې اوسېدونکي یو، کله چې څوک له موږ څخه مرسته وغواړي، نو موږ هغوی خپلې کښتۍ ته راولو، هغه ته اوبه، خواړه او جامې ورکوو، موږ له هغه سره مرسته کوو، تر څو خپل ښارته ورسېږي، هېڅکله له هغه څخه د پیسو او یا هم د نورو څیزونو غوښتنه نه کوو، موږ یوازې له هغه سره د خدای (ج) د رضا له پاره مرسته کوو.
  په همدې وخت کې د بصرې په لوري سمندري سفر پای ته ورسېده او زه له هغه ځایه بغداد ته لاړم .
  ملګري او دوستان مې خوشاله ول، او د خپل ښار خلکو ته مې پیسې، خواړه او جامې ورکړې او ومې ویل : هېڅکله به بیا سمندري سفر ونه کړم او وروستی سفر مې وو .
باید ووایم، چې دا مې وروستی سفر نه و، د خپل بل سفر په اړه به سبا له تاسو سره خبرې کووم .
نور بیا .....