شتمني

 
حکایت
وايي : یوه سپینږیري مسافر د لارې په اوږدو کې ډېر قیمتي کاڼي پیدا کړ. یو ځای کې له بل مسافر سره مخ کېږي چې وږی تږی په دښته کې پروت دی.
 بوډا وږي ته ډوډۍ ور کړه، بیا یې د اوبو بتک پسې خپلې خورجینې ته لاس کړ، د اوبو له بتک سره قیمتي کاڼی هم راووت.
 وږي چې کاڼي ولیده نو په صفتونو یې پیل وکړ. بوډا وږي ته وویل:
ـ که ډېر دې خوښ شوي وي او ته پرې هوسا کېږي نو ته یې واخله.
له دې سره وږي کاڼي واخیست او له دې وېرې چې بوډا پښېمانه نه شي  د سترګو په رپ کې ورکېږي. وږی کور ته ځي.
له څه وخت وروسته بوډا بیا له وږي سره مخ کېږي، وږی ورته هغه قیمتي کاڼي بېرته ورکوي. بوډا حېرانېږي او د علت پوښتنه ترې کوي، وږی وايي:
ـ کله مې چې کاڼي خپلې کورنۍ ته ښکاره کړ نو ټولو ویل چې دا خورا نایابه کاڼی دی، باید په سمه توګه یې ساتنه وکړو، هسې نه چي خلک خبر شي او غله یې راځينې یوسي. ارامه ژوند مو ورسره نارامه شو، ټوله شپه مو په ويښه تېروله، د زامنو او ورونو تر منځ مې جګړې پیل شوې، له مور، پلار او مېرمنې سره مې هم شخړې وکړې.
چې سره مې په ګریوان کې کړ نو پوی شوم چې ټوله ستونزه موږ ته کاڼي زېږولې ده.
 زما کور کې د مینې او محبت ځای نفرت او کرکې نیولی دی زه دا ګاڼي نه غواړم. سوکالي په شتمني کې نه ده.
 
( د مسعود لعلي له کتابه /به دنیا امده ایم تا ان را تغیر دهیم)
06/07/2015
جلال اباد