ځواک

 
وايي: پخوا زمانو کې یو کس له ماشومتوبه غرونو کې تېږې ماتولې، دا یې کار او دنده وه، په خپل کار او کسب کې ډیره ستړی او ناخوښه و.
 یوه ورځ د یوه سوداګر د کور له مخې تېرېده، زړه یې کې وګرځېدل چې کاش دی هم سوداګر وای، خوښ او خوشاله ژوند یې درلودلای، خلکو کې ځواکمن وای.
 د خدای کړه دي، په یوې شېبې کې کارګر نه شتمن سوداګر جوړ شو، هستي، دارايي، مزدوران د هېڅ شي کمی نه و. هغه فکر کاوه چې د ښار تر ټولو ځواکمن انسان دی.
یوه ورځ یې د ښار حاکم ولیده چې د کور له مخې یې تېرېده، خلکو ورته درناوی کاو او ګڼه ساتونکي ورپسې روان وو. له ځانه سره یې وویل:
ـ کاش زه هم حاکم وای، چې خلکو راته درناوی او عزت را کړی وای او زه تر هرچا ځواکمن انسان وای.
 دعا یې قبوله شوه، یوه شېبه کې حاکم شو.یوه ورځ په روان تخت کې ناست و چې د لمر وړانګو وسېځه، لمر ته یې وکتل او ویې ویل:
ـ لمر تر ټولو ځواکمن دی، کاش لمر وای.
همداسې وشول کارګر نه لمر جوړ شو. یوه ورځ یې د وړانګو مخه تورو ورېځو ونیوله، له ځان سره یې وویل:
ـ ورېځو خو زما مخه ونیوه، له مانه ورېځې هم ځواکمنې دي.
څو شيبې وروسته ترې ورېځې جوړې شوې، خو تیز باد راغی او ورېځې یې خورې ورې کړې. بیا یې فکر وکړ چې له ورېځو باد ځواکمن دی، کاش باد وایی.
هماسې وشول، ورېځو نه باد جوړ شو، هرڅه یې په مخه کړل. یوه ورځ یوه غره ته ورسېده، ډيره هڅه یې وکړه چې غره او د غره کاڼې هم له ځانه سره یوسي خو بریالی نه شو.
بیا یې دعا یې وکړه چې غر شي، همداسې وشول، باد نه غر جوړ شو او په خپل ځای کلک ولاړ و.
 یوه ورځ یې یو دروند غږ واورېده، داسې یې احساس کړه لکه اوس چې ماتېږي، چې پاس یې وکتل، ګوري چې  یو کس څټک په لاس  په غره ګوزارونه کوي، یوې شېبې کې یې له غره تېږې بېلې کړې.
 
( د مسعود لعلي له کتابه / بهشت یا جهنم، انتخاب به شماست)
کابل
۱۲/۰۷/۲۰۱۵