د سیند باد سمندري سفرونه / دولسمه برخه

 
ناول :
لیکوال : فرانسیس پالین
څلورم سمندري سفر :
په تېر پسې :
   یوه ورځ سوداګر زموږ کورته راغلل، کله چې هغوی له ما څخه، ناپېژاندو هېوادونو او ټاپو ګانو ته زما د سمندري سفرونو په اړه پوښتنه وکړه، نو موږ یوازې ښې شېبې په یاد لرلې او بدې شېبې مو هېرې کړې وې . موږ وویل : راځئ چې یو ځل بیا د ختیځ په لوري سفر وکړو، په رښتیا، چې موږ ته به په زړه پورې وي او پیسې به هم وګټو .
  موږ د سویل او ختیځ شتمنو هېوادونو ته سفر وکړ، موږ له یوه ټاپو څخه بل ته او له یوه سمندر څخه بل سمندر او له یوه هېواد څخه  و بل ته سفر وکړ. موږ په هر ځای کې پېر او پلور کاوه .
  موږ په داسې حال کې چې له کوره لرې وو، خپله سفر ته موږ دوام ورکاوه، یوه شپه تېز او توند باد زموږ کښتۍ په یوه لوري کږه کړه، له غرو څخه ستر سمندر په یوه ټکان زه د اوبو منځ ته وغورځولم . فکر مې کاوه، چې دا پېښه به یوه ساعت دوام وکړي، مګر د کښتۍ لرګي زما شا خواته راغلل او ما خپلې مټې پر هغې ټینګې کړې، ما له نورو سوداګرو او سمندري سړیو سره مرسته وکړه ترڅو هغوی هم د کښتۍ لرګی کلک ونیسي او له ډوبېدو څخه وژغورل شي .
  بله ورځ سمندر موږ یوه ټاپوه ته وغورځول، موږ نیم ژوندي وو، موږ په همغه ډول په هغه ځای کې پاتې شولو، د دې له پاره چې موږ نه شو کولای، چې ځان وخوځوو، ډېر کمزوري او ستړي شوي وو، بالاخره د هغې ورځې په سبا، څو کسانو موږ پیدا کړو، هغوی ته مو وویل، چې تاسو ولې له حیواناتو سره ورته والی لرئ او هغه هم ډېر بد حیوانات، هغو موږ پاچا ته وروستو، پاچا هغوی ته څه وویل او موږ ته یې خواړه راوړل، خواړه مو ونه پېژندل، چې څه دي ؟ مګر نورو سوداګرو او سمندري سړیو، یو څه ترې وخوړل، ما ونه شو کولای چې هغه خواړه وخورم، هغو خوړو زما د ملګرو احساس بدل کړ، هغوی په چټکتیا د خوړو په خوړولو پیل وکړ. ما د هغو حیوان ډوله کسانو کیسه را په یاد کړه، کله چې هغوی د نورو هېوادونو وګړي نیول، نو همدا خواړه به یې پرې خوړل .
   ځینې څیزونه غملړلي پېښ شول، نور یې پیدا کړل، د هغوی خواړه یې واخیستل، نو دې خلکو یوازې غوښتل، چې وخوري، هغوی ډېر خوراک کاوه، پاچا او دهغه حیوان ډوله کسان د دې کسانو له خوړلو څخه خوښ ول .
  له کښتۍ څخه مې پر هغوی غږ وکړ، خپل لاسونه وساتئ، مګر مرسته مې ورسره نه شوه کولای، مګر هغوی یوازې کولای شول، چې د خوړو په اړه فکر وکړي .
  زما ملګرو ورځې ـــ ورځې خوارک کاوه، حیوان ډوله هغوی ته نیږدې ول او ډېرې خواړه به یې هغوی ته ورکول، زه کمزوری او ډنګر شوی وم، ځکه څه مې خوړلی نه شول، مګر حیوان ډوله کسان پرما غوسه نه ول، د دې له پاره، چې د خوړلو له پاره نور چاغ کسان لرل .
  فکر مې وکړ چې له خپلو ملګرو سره مرسته نه شم وکولای، مګر دا مې کولای شول، چې له دې خطرناک ځای څخه لاړ شم، ځکه چې نه غواړم دلته مړ شم .
  ملګرو مې هېڅکله له حیوان ډولو څخه نه لرې کېدل، مګر هیچا یوه کمزوري ته پام نه کاوه، بنا پر دې یوه ورځ مې له ونو څخه په یوه لوري وخوځېدم او هیچا ونه لیدم، له یوې مودې وروسته مې یوه اندازه مېوه پیدا کړه، په دې پوه شوم، چې دا سمه مېوه ده او له هغوی څخه ونه ډار شوم، خواړ مې ځواکمنوي او کولای مې شول، چې په تیزۍ سره خپله لاره لاړ شم، څو ورځې پرله پسې مې مېوې وخوړې او مزل مې وکړ . بالاخره څو کسان مې ولیدل، هغوی له ما څخه ډېر وډار شول، چې ما ووژني، مګر ما وویل : د خدای (ج) په نامه زما خبرو ته غوږ شئ ! خپل او د خپل هېواد نوم مې ورته واخیست او هغوی وویل: موږ هر کال له خپل هېواد څخه دې ټاپو ته راځو مګر له حیوان ډوله کسانو څخه ډارېږو، پوهېږو چې هغه سړي خوړونکي دي، هیڅوک نه شي کولای، چې هغوی له منځه یوسي، له موږ سره راځه . کله چې هغوی بېرته خپل ټاپو ته ور وګرځېدل، نویو ملګرو مې زه له ځان سره بوتلم، پاچا یې زما خبرو ته غوږ ونیوه، هغه ډېر مهربان وو او په خپله ماڼۍ کې یې ماته یوه ستره کوټه راکړه. له ما څخه یې زما د سفرونو او د بغداد د ستر ښار په اړه پوښتنې وکړې. ښار یې ډېر شتمن وو، خو یوه څه ډېر په زړه پورې وو، چې پاچا او خلکو به یې په خپلو آسونو له یوه ځای څخه و بل ځای ته تلل .
  هغه ډېر ښه آسونه ول، مګر کتې یې نه لرلې .
  یوه ورځ مې له پاچا څخه وپوښتل : ای ستر پاچا ستاسو آسونه ولې کتې نه لري ؟
هغه وپوښتل : کتې ؟ کتې څه دي ؟
  ما وویل : کتې په آس باندې تلونکي کس سره ډېره زیاته مرسته کولای شي، پاچا ته مې یوه ډېره ښه کته جوړه کړه او هغه مې د پاچا پر آس کېښوده .
 پاچا هغه وازمایله او ډېره یې خوښه شوله، له دې وروسته، په هغه ښار کې هر کس یوه کته غوښتله، یو ځل بیا ډېر شتمن او خوشاله شوم .
  زه د پاچا دوست او د هغه ښار یو ستر سړی شوم . یوه ورځ پاچا له ما سره خبرې کولې او وې ویل : اوس نو ته زما یوه ورور یې، ته کولای شې، چې همدلته و اوسېږې، ومې ویل : ماته ووایه زه تل ستا خبرو ته غوږ نیسم .
 زه غواړم، چې ته واده وکړې، په دې ښار کې ډېرې ښکلې او شتمنې نجونې اوسېږي .
زما د دوست یوه لور ده، خوښه دې ده، چې له هغې سره واده وکړې ؟  
نور بیا .....