
وايي: پخوا زمانو کې یو پاچا، یوه غټه دبره د لارې منځ کې واچوله او خپله پټ شو چې خلک څه کوي. شتمني او چارواکي پرته دې چې ډبرې ته متوجه شي تېرېدل. ځینو نورو کسانو به له پاچا او حکومت نه ښکایتونه پیل کړل او دا به یې بې نظمه پاچاهي یادوله. ډبره تر ډیره د لارې په منځ کې پرته وه، هېڅوک هم پیدا نه شول چې له لارې خنډ لرې کړي.
ماښام ناوخته پورې ډبره په لاره کې پرته وه چې یو کلیوال سړی چې پنډ یې په شا دی تېږې ته راورسېده، پڼد په ځمکه ږدي او ډبره له لارې لرې کوي، ګوري چې ډبرې لاندې یوه کوڅوړه پرته ده او کڅوړه له اشرفیو ډکه ده، کڅومه کې یو لیک هم پروت و چې پکې لیکل شوي وو.
ـ هر خنډ او مانع کولای شي ستاسو په ژوند کې د تغیر او بدلون لپاره لامل شي.
( د مسعود لعلي له کتابه / مشکلات را شکلات کنید)
کابل
۱۰/۰۷/۲۰۱۵