
منافق:
خپله یې هم ځان سره فکر کاوه چې کله په لمانځه دریږي نو دا پرښتې به یې په عمل نامه کې څه لیکي، چې دا لمونځ یې د ریښتیا وو او که د دروغو؟...
ډار:
غوښتل یې د طالبانو په اړه کیسه ولیکي وویریده خو څه شېبه وروسته یې سوچ په بله خوا کړ...
رواج:
دعا ته په راغلو ښځو کې یوه بلې ته ور په غوږ شوه او ویې ویل؛ بېچاره ډیره په ځوانۍ کې پاتې شوه، ښځې ځواب ورکړ: هو خدای پاک دې سړی له داسې درده ساتي او بیا به دا بیچاره له هغه لیوره سره څه کوي؟...
تقدیر:
ویل یې لا هم د پرواز وخت شته یو ساعت چې وړاندې هوايي میدان ته ورسیږو هم کفایت کوي، راځه که ګاز نشته په دې برق به منقل ولګوو، منقل یې هم برابر کړی وو خو د برق له وصلولو سره يې دواړه نیولي وو، خدای دې وبښي...
ورک ورور:
په دښته کې په سپیرو خاورو کې کېناست، د فاتحې دعا لوستل یې پیل کړل، ملګري يې هم ودرېدل او په حیرانۍ او خندا کې يې وویل: یاره دا څه کوې راځه پاڅه چې ځان ورسوو؛ هغه د دعا په منځ کې وویل: د ورور قبر مې چې تر اوسه پیدا نشو دا یې هم زیارت کیدای شي...
د ۲۰۱۴ د فبرورۍ لومړۍ، ډهلي – هندوستان