
ناول :
لیکوال : فرانسیس پالین
ژباړن : عطا محمد میاخېل
درېیم سمندري سفر :
په تېر پسې :
بالاخره مې یوه کښتۍ ولیده، او په هغې کې سپاره مسافرو زه ولیدم. راغلل او زه یې خپلې کښتۍ ته بوتلم، پرما ډېر مهربانه ول، له ما څخه یې وپوښتل : د کوم ځای یې ؟
ځواب مې ورکړ : د بصرې یم او غواړم، چې په بغداد کې خپل کورته لاړ شم، یو ځل بیا مې خپله کورنۍ او دوستان ووینم .
وې پوښتل : دلته د څه له پاره راغلی یې ؟ ته له خپل ښار او کور څخه ډېر لرې یې . ما هم د بیزو ډوله خلکو، دېوانو او مارانو کیسه کښتۍ چلوونکي او سمندري سړیو ته چې په کښتۍ کې ول وکړه . هغوی ته مې وویل : زه د دې له پاره مړ نه شوم، ځکه چې الله (ج) له ماسره ډېره زیاته مرسته وکړه .
کښتۍ چلوونکي وویل : موږ به خامخا تا بصرې ته بیایو، مګر له هغه مخکې باید بل ځای هم ووینې . سوداګر غواړي چې مالونه واخلي او خرڅ یې کړي، له هغې وروسته یوه ښه باد ته په تمه کېږو، تر څو د بصرې په لور سمندري مزل وکړو .
په دویمه دمه کې سمندري سړیو د سوداګرو مالونه له کښتۍ څخه ښکته کړل.
کښتۍ چلوونکي یوه کس ته وویل : د سیند باد مالونه ښکته کړه، موږ هغه دلته خرڅوو او پیسې یې په بغداد کې د هغه خپلو خپلوانو ته ورکوو .
ما وپوښتل : د سیند باد مالونه ؟ آیا هغو صندوقونو په خپل مخ باندې لیکونه لرل ؟ ما څو لیکونه لیکلي وو، هغه لیکونه به تل د مالونو پر صندوقونو باندې سریښ وو .
هغه وویل : سمه ده، مګر ته له هغو څخه په څه پوهېږې ؟ هغه د مړو سوداګرو مالونه دي، ځکه چې هغوی په ټاپو کې مړه شول .
ومې ویل : هغه نه دی مړ شوی، زه سیند باد یم. زه په ټاپو کې ویده شوی وم او یوه الوتونکي زه د الماسو درې ته یوړم، ښامارانو غوښتل، چې ما ووژني، مګر یوه الوتونکي زه د یوه غره لوړې څوکې یوړم او سوداګرو زه هلته پیدا کړم .
کښتۍ چلوونکي وویل : ماته ډېره ستونزمنه ده، څه وکړم ؟ کېدای شي ته به سیند باد نه یې او په دې بانه غواړې، چې هغه مالونه تر لاسه کړې .
ومې ویل : زه یوه ښه سړی یم، نه غواړم، چې نورو سوداګرو مالونه واخلم، هېڅ شی به تاته درنه کړم .
ځینې سوداګر د کښتۍ په چت باندې ناست ول او زما کیسې ته یې غوږ نیولی وو. یوه سړی راغی او کښتۍ چلوونکي سره یې خبرې وکړې .
هغه وویل : زه دا سړی پېژنم، ځکه چې زه همغه وخت د الماسو په غره کې وم، په یاد مې دي، چې یوه الوتونکي د غره د پاسه له سیند باد او یوې اندازې غوښې سره الوتنه کوله. موږ ډېر وېرېدلي وو. آیا هغه یو سړی و یا حیوان ؟ مګر هغه د ټاپو تر ټولو غوره الماسونه له ځانه سره لرل، هغه مهربان وو، یوه اندازه الماس یې ماته راکړل، له هغې وروسته زه له ټاپو څخه لاړم او هغه له نورو سوداګرو سره لاړه .
کښتۍ چلوونکي غوږ ونیوه او د هغه د خبرو په اړه یې ژور فکر وکړ، له هغې وروسته یې ماته وخندل او یوه بل سړي زما مالونه له کښتۍ څخه ښکته کړل، هغه مې وپلورل او نور څیزونه مې واخیستل، د بصرې په لور مو حرکت وکړ .
له درېیم سفر وروسته زه ډېر زیات بډای وم . خپلې کورنۍ، دوستانو او حتی نور خلکو ته به مې پیسې ورکولې.
هغوی ته مې وویل : زه غواړم په بغداد کې خوشاله ژوند وکړم، څلورم سفر به نه وي .
مګر زما له پاره څلورم سفر هم وو او د سبا به د هغه په هکله تاسو ووایم .
نور بیا .....