غزل

 
پیدابـــې نـــکړې پــــرنړۍ وایه چي څنګه به شي
لـــــه تــاخو ولاړله مورکۍ وایه چي څنګه به شي
 
وه زمــــــزمـه بـــــه یې پـــــــرشونډومدام دغه ټپه
خدایه زما زوی کړې دسیالۍ وایه چي څنګه به شي
 
ستا ماشومتوب وربانـــــدې ګران ولوتردې اندازې
وه درتــــه ایښې بې روپۍ وایـــه چي څنګه به شي
 
چـــي ستا ژړابـــه تــــرې دشپې خـــوبونه وتښتول
کــــړه بــــه یې بـــله ډېوګۍ وایه چي څنګه به شي
 
پلاربــــه وهلې تــــابـــــه کړئ ووورانئ خودې به
کړې ځنـــــې پټ په سنځلۍ وایه چي څنګه به شي
 
اوس دې کیسي دي سره ګډي عـــــــمری ځکه چي
تــــرشادې نستــــه دعاګۍ وایــــه چي څنګه به شي
 
ــــــــــــــــــــــــــــــــ
په درناوي
محمدعلی عمری
مسلم باغ