سور مؤمن

 
 گوره ډوبیدونکی لمر به تور ماښام ته څه وایي     =  دا له زرو جوړ پاچاه زنگي غلام ته څه وایي
بیا په بدمستئ کی د الله حرم ته ننوت       =     سور مؤمن د دې جومات زاړه امام ته څه وایي
زموږ شهید په جگو سترگوسری پانسۍ ته وخندل = گوره د تاریخ قاضي به دې فرجام ته څه وایي
وینو د نجیب د شپې په تورو ونو وشیندل    =    عطر د منصور، خدایه لا دې مقام ته څه وایي
دا وینی به نمر شي او د شپې لمن به ټوله کړي   =  بیا به تلونکي شپه د زلمي لمر خرام ته څه وایي
تږی ؤ عاشق ؤ بی پروایې په سر واړؤل      =      وپوښتئ کوترې دې خوني حمام ته څه وایي
نن یې له ډولۍ نه تکه توره ناوی کوزه شوه  = اوس به  دا د حورو زومان ټول اسلام ته څه وایي
بیا یې د حرم مارغه ته ږیره لومه لومه کړه        =       گوره د مکّی صیادان دغه دام ته څه وایي
تورپنجاب یې راوست دکابل په زړه یې کښیناوه=اوس به دجومات حرامي دی انجام ته څه وایي
 
د ملي قهرمان پخواني جمهور رئیس ډاکټر نجیب الله د شهادت په ویاړ، د قدرمن لوی شاعر
سلیمان لایق شعرخپروم.  خپرندوی هلمند آڅړ؛ کابل، ۲۲/۴/۱۳۹۴هجري/شمسي