روژه څه ته وایي ؟

 
د روژې تعریف :
  روژه په لغت کې امساک ( بندوالي ) ته وایي او د شریعت په اصطلاح کې روژه د خوراک، څکاک او جماع ( کوروالۍ ) له پرېښودلو څخه عبارت ده، له صبح صادق    (رښتیني سهار ) څخه تر لمر لوېدو پورې .
  دینې عالمان وایي، چې رمضان له رمض نه اخیستل شوی او رمض سوزېدو ته وایي، نو رمضان ته ځکه رمضان وایي، چې په دې سره د نېک عملونو په وسیله د مسلمانانو ګناهونه سوزېږي. ځینې نور بیا وایي، چې رمضان له ارماض نه اخیستل شوی، ارماض احراق ته وایي او احراق د سوزېدو په معنا دی .
  په یوه بل روایت کې داسې راغلي دي : رمضان د الله (ج) له نومونو څخه یو نوم دی .
  د اسلامي اجماع وایي، چې روژه فرض او له هغې منکر کافر دی .
د روژې ډولونه :
 روژه په درې ډوله ده : لومړی فرض، دویم واجب او درېیم نفل .
فرض روژه په دوه ډوله ده : لومړی معین، چې د رمضان د میاشتې روژه ده او دویم غیر معین، چې د کفاراتو او د رمضان د میاشتې قضایي روژه ده .
  واجب روژه هم په دوه ډوله ده: لومړی معین، لکه ټاکلی، دویم غیرمعین مطلق نذر .
نفلي روژه : هغې روژې ته وایي، چې کراهت یې ثابت نه وي .
  ځینې عالمان د روژې نور ډولونه هم په ګوته کړې دي لکه : سنت روژه، چې د عاشورا د نهمې او لسمې ورځې روژه نیول دي.
مستحب روژه : د هجري قمري کال په سپینو او رڼو ورځو لکه د میاشتې په دیارلسمه، څوارلسمه او پنځلسمه ورځ روژه نیول مستحب دي .
تنزیهي مکروه روژه : هغې روژې ته وایي، چې یوازې د عاشورا میاشتې په لسمه ورځ روژه ونیول شي او د غه د نوروز او مهرجان ( د هجري لمریز کال د میزان په لومړۍ ورځ ) چې دا د مهرجان په نامه یادېږي، روژه نیول مکروه دي .
مکروه تحریمي روژه : هغې روژې ته وایي، چې د اخترونو په لومړ یو او دغه راز د تشریق په ورځو کې ونیول شي .
د روژې سبب :  رمضان میاشتې حاضرېدل .
د روژې وخت : د صبح صادق ( رښتیني سهار ) له را ختلو څخه تر لمر لوېدو پورې .
د رښتیني سهار تعریف : رښتینی سهار هغې رڼا ته وایي، چې د شپې په پای کې د آسمان په کنارو کې خپره شوې وي .
   که چېرې یو کس په دې ګومان پېشلمی وکړي، چې ګنې رښتینی سهار نه دی راختلی او په داسې حال کې، چې رښتینی سهار راختلی وي او یا کوم کس په دې ګومان خپله روژه ماته کړي، چې ګنې ماښام شوی دی او په اصل کې د ماښام وخت نه وي داخل شوی، په دې دواړو حالتونو کې د روژې قضا شته، مګر کفاره یې نه شته .
 د روژې شرطونه :
روژه درې شرطونه لري :
لومړی د وجوب شرط : روژه نیونکی باید مسلمان، عاقل او بالغ ( رسېدلی ) وي .
دویم د وجوب د ادا شرط : روژه نیونکی به روغ  او کومه ناروغي به نه لري، چې د روژې نیولو مخه ونیسي او د غه راز هغه به مقیم وي .
درېیم د صحت د ادا شرط :  روژه نیونکی باید د روژې نیولو نیت وکړي او ښځینه روژه نیونکې باید له حیض او نفاس څخه پاکه وي. نیت دې ته وایي، چې روژه نیونکی به په دې باندې پوهېږي، چې روژه دی او په نیت کې سنت داده، چې روژه نیونکی دې د نیت کلمې به په ژبه وایي . د دین لوی عالم نجم الدین نسفی (رح) وایي : پېشلمي ته پاڅېدل هم د روژې نیولو د نیت یوه برخه ده .
د روژې حکم : د روژې حکم له ثواب څخه عبارت دی او د مسلمان له ذمې څخه د فریضې ساقطېدل  .
د روژې ګټې : روژه بې شمېره ګټې لري، خو په یو څوو باندې یې دلته رڼا اچوو:
لومړی : روژه د تقوا او پرهیزګارۍ وسیله ده او دې ته د الله (ج) په دې قول کې اشاره شوې ده  لعلکم تتقون ( سوره بقره ۱۸۳ ایت ) .
ژباړه : الله (ج) فرمایي : کېدای شي د روژې په نیولو سره په تاسو کې تقوا پیدا شي .
دویم : د روژې په نیولو سره نفساني شهوت کمېږي، کوم چې مسلمان د ګناه لوري ته بیایي.
درېیم : د روژې په نیولو سره په مسلمان کې د پرښتو صفت پیدا کېږي .
څلورم : د روژې په نیولو سره شتمن او بډای خلک د بېوزله او غریبو خلکو له حاله خبرېږي.
پنځم : کله چې د رمضان مبارکه لومړۍ شپه را ورسېږي، نو شیطانان او ناکاره پېریان په ځنځیرونو تړل کېږي، د جهنم دروازې تړل کېږي او یوه یې هم خلاصه نه وي، د جنت ټولې دروازې خلاصېږي او یوه هم بنده نه وي .
  سر بېره پر دې یو غږ کونکې ملایکه غږ کوي، چې ای په نېکیو پسې ځغاستونکو !
مخې راشئ، ای په بدیو پسې ځغاستونکو ! له بدیو نه لاس واخلئ . الله (ج) په دې میاشت کې ډېر له جهنم څخه خلاصوي ـــ دغه غږ هره شپه تکرارېږي .
د روژې فضیلتونه د نبوي احادیثو په رڼا کې :
  حضرت نبي کریم (ص) فرمایلي دي : روژه د اسلام له رکنونو څخه یو رکن دی او د ټولو عبادتونو دروازه ده .
 حضرت رسول الله (ص) په بل حدیث کې داسې فرمایلي دي : د رمضان میاشتې روژه نیول له زړه څخه کینه، حسد او شیطاني وسوسې لرې کوي .
 حضرت نبي کریم (ص) په بل ځای فرمایي : جبرائیل ( ع) د هغه چا له پاره د هلاکت بده دعا وکړه، کوم چې د رمضان میاشت پرې تېره شي او ده ته د الله (ج) له لوري بښنه ونه شي او نبي کریم (ص) پرې امین ووایه .
د رمضان  میاشتې تاریخي پېښې :
ـــ پر ابراهیم (ع) باندې صحیفې په رمضان کې نازل شوې دي .
ـــ پر حضرت موسی (ع) باندې تورات د رمضان د میاشتې په شپږمه نازل شوی دی .
ـــ پر حضرت عیسی (ع) باندې انجیل د رمضان په دولسمه نازل شوی دی .
ـــ قرآن عظیم الشان له لوح محفوظ څخه د دنیا آسمان ته د رمضان په څلورویشتمه شپه نازل شوی دی او بیا له اړتیا سره سم لږ لږ په ۲۳ کالونو کې را نازل شو .
ـــ د هجرت په دویم کال د رمضان په مبارکه میاشت کې د جمعې په ورځ د بدر غزا را منځته شوه .  
ماخذونه :
۱ ـــ فتاوی عالمګیري ( فتاوی هندیه ) لومړی ټوک ۱۹۴ مخ
۲ ـــ تفسیر قرطبي دویم ټوک ۲۸۶ مخ
۳ ـــ در المختار
۴ ـــ کنزالدقایق، لومړی ټوک ۱۰۲ مخ
۵ ـــ فتاوی هندیه، لومړی ټوک ۱۹۴ مخ
۶ ـــ بحر الرایق، دویم ټوک، ۴۵۰ مخ
۷ ـــ فتاوی عالمګیري، لومړی ټوک ۱۹۴ مخ
۸ ـــ فتاوی عالمګیري، لومړی ټوک ۱۹۵ مخ
۹ ـــ بحر الرایق، دویم ټوک، ۱۵۱ مخ
۱۰ ـــ تنبیة الغافلین
۱۱ ـــ ترمذي شریف