
ته پر ما ځکه ګران یې، چې انسان یې او د درنښت په قدر پو هیږې.
زه له تا سره ځکه مینه لرم، چې زما او ستا د وینو رنګ یو دی، او په یو
رنګ کې دوه رنګي نه ځائیږي.
مونږ باید له دوه رنګۍ ځکه ځانونه وساتو چې دوه رنګي اخلاقي اصول ماتوي.
زه تا ته هغه څه پیرزو کوم چې د انسانیت غوښتنه ده، خو ته هم ماته هغه څه
ډالۍ کړه، چې انسانیت پرې ژوندی دی.
ګله!!! ستا په پیرزو کې بخل نشته او زه بې له شکه ستا ډالۍ ته سترګې په لار یم!
او زه تاته ټول زړه ځکه درکوم چې، د وینو رنګ مو یو دی.
زما محبوبه! راځه چې د زړه په سترګو سره ووینو او زړونه سره یو پیوند کړو.