د خوشال بابا فکري بهیر د ۱۳۸ اوونیزې غونډې لنډ راپور

 

غونډه د معمول له مخې په ۲:۳۰ د قرآنکریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. او ورپسې د شیرشاه سمون لخوا د ژوند په اړه لنډ حدیث شریف وړاندې کړ، چې د ژوند ارزښت، د ژوند حقیقت، د ژوند مانا او مفهوم، د ژوند کولو هدف او نور اړین ټکي پکې رانغښتل شوي وو.
د غوندې په دویمه برخه کې محبوب الله د سیاست په اړه مهم تحلیل ګډونوالو ته وړاندې کړ. ده د سیاست تاریخچه، مفهوم، او د سیاست په یو شمیر نورو اړینو برخو رڼا واچوله. همدا ډول د سیاست له مخې هبر، رهبري، د رهبرۍ ځانګړتیاوې، د ټولنې سیاسي کلتور، سیاستوال، د سیاست ټولنیز کیدل او په سیاسي تیورۍ یې هم خبرې وکړې. د غونډې په اوږدو کې ښاغلي محبوب الله د نورې نړۍ سره د دریمې نړۍ او یو شمیر وروسته پاتې هیوادونو سیاستونو او سیاسي رژیمونو ته هم په مقایسوي توګه اشاره وکړه. ده په هیوادونو کې د کابینو په رامنځته کولو، د نظامونو په بدلون او د افغانستان په وروستیو ټاکنو او د نظام په بدلون هم لنډه رڼا واچوله، او د افغانستان کمزوري قومي او ګونډي ډیپلوماسي یې د افغانستان د سیاسي نظام د شاته پاتې والي سبب وباله. همدا ډول ده د هیوادونو په امنیتي او اقتصادي سیاستونو هم لنډ توضیحات ورکړل، امنیت او اقتصاد یې د هیوادونو د پرمختګ او ځواکمنتیا لپاره اړین شیان وګڼل.
دغونډې په دریمه برخه کې بیا فرید احمد قیومي د چاپیریال ساتنې په اړه ډیر په زړه پورې پریسنټیشن وړاندې کړ. ده چاپیریال ساتنه د نړۍ په کچه اړینه وبلله، او خوندي چاپیریال یې د انسانانو د ژوند او پرمختګ لپاره تر ټولو مهم وګڼله. همدا رنګه ده د خپلو خبرو په اوږدو کې د چاپیریال په تعرییف، جوړښت، ساتنې، ډولونو، چاپیریال ته پیښیدونکې خطرونو هم توضیحات ورکړل او انسانان یې د دیني ارشاداتو له مخې د خوندي چاپیریال په ساتنه اړ وبلل او د انسانانو رول یې د چاپیریال په ساتنه او ککړتیا کې تر ټولو اغیزمن وګڼلو.
د غونډې په بله برخه کې بیا ډاکتر صیب مجاب د ځانګړي وینا لپاره را وغوښتل شو او د انګیزې په اړه یې لنډه وینا وکړه. ده د انګیزې په مفهوم، د انګیزې په رامنځته کیدو، فکتورونو، او نورو اړخونو خبرې وکړې او تر خبرو وروسته ګډونوالو ګڼې پ،ښتنې مطرح کړې. د غونډې په پای کې عبدالله الهام نننۍ غوڼده مثبته و ارزوله او بالاهره غونډه د دعايي په ویلو سره پای ته ورسیده.

                              په درنښت