ته یو خوږ انسان یې!!


اې لویه خدایه! ستا خلقت بې څه ندی.
تا انسان ښکلی، خو ډېر خوږ پنځولی، نو ځکه ستا خوږ انسان پرما ګران دی او ستا له دې خوږ مخلوق سره مینه لرم.
ستا ټول انسانان چې بشریت پېژني، خواږه دي، خو ځینې بیا ډېر خواږه دي.
اې د خدای مخلوقه! ته زما مینه ومنه او ددې لویې هستي سره مینه وکړه.
هو! زه ستا سره مینه لرم او ستا مینه ما ته ځکه ګرانه ده چې ته یو خوږ انسان یې او خدای ج ښکلی پنځولی یې.