
فهرست
ژغـورنـه...
هڅاند لیکوال..................
د ژغـورنـې لار...
لومړۍ برخه
ستونزې او کړکیچونه
لومړی څپرکی
کړکیچ او ژغورنه...........................................................................
۱ــ ولې مونږ دغه موضوع انتخاب کړه...........................................
۲ــ د کړکېچ او ژغورنې علمي څیړنه.................................................
دويم څپرکی پر ستونزو لنډه کتنه
دريم څپرکی
کورني ګواښونه
۱ــ کمزوري حکومت والي.
۲ــ اداري فساد10
۳ــ د زورواکانو او جنګسالارانو پراخه واک.. 12
۴ــ بې ثباتي او د دولت وسله وال مخالفين. 12
۵ــ د دولت اقتصادي او نظامي کمزورتيا12
۶ــ د ملي روحيی نه شتون. 12
څلورم څپرکی
بهرني ګواښونه12
۱ــ نړيواله سيالي. 12
۲ــ مافيايي کړۍ 12
۳ــ نړيوال او سيمه ييز ځواکونه12
الف ــ پر افغانستان د ايران او امريکا د اړيکو اغیز. 12
ب ــ دوه مخي سياستونه12
ج ــ په منځنۍ اسيا کې نوي لوبه12
۴ــ د جګړې ايډيالوژيک او فرهنګي اړخونه12
۵ــ د جګړې نظامي او اقتصادي اړخونه12
دوه يمه برخه12
حل لارې. 12
د ستونزو د حل لارې. 12
لومـړی څپرکی
د واک د انتقال قانوني او سوله ييزې لارې 12
۱ــ د واک مشروع او قانوني انتقال. 12
۲ــ د ولسواکۍ ټينګښت 12
۳ــ د پياوړو سياسي ګوندونو او مدني بنسټونو رامنځته کول. 12
دويم څپرکی
ښه حکومتوالي. 12
۱ــ کار اهل کار ته سپارل. 12
۲ــ د قانون تطبيق. 12
۳ــ ولس ته حساب ورکول. 12
۵ــ اغيزمن کورنی سياست.. 12
دريم څپرکی
امنيت او ثبات.. 12
۱ــ د نظامي او استخباراتي بنسټونو ځواکمنتيا12
۲ــ د روغې جوړې ستراتيژي. 12
الف ـــ دوه اړخيز اوربند12
ب ــ د ديني علماوو او روحانيونو د نفوذ څخه استفاده12
ج ـــ په قضيه کې د ښکيلو اړخونو غوښتنې. 12
۳ــ د دولت بهرنی سياست.. 12
څلورم څپرکی
د متوازن پرمختګ مروج کول. 12
۱ــ علمي ډګر. 12
۲ــ بيا رغونه او د ژوند د کچې لوړوالی 12
پنځم څپرکی
ملي اقتصاد او اقتصادي جبر. 12
لومړۍ ــ اقتصادي جبر او دهغې پر وړاندې مبارزه12
دويم ــ د ملي اقتصاد پرپښو ودرول 12
۱ــ د پانګې را جلبول. 12
۲ــ نړيوالې مرستې 12
۳ــ د کورنيو توليداتو ملاتړ او هڅونه12
۴ــ د ځمکې لاندې منابعو څخه سمه ګټه اخيستنه12
۵ــ د برېښنا او کرنيزسيستم پياوړتيا 12
۶ــ مالداري 12
۷ــ د مالياتو کنترول. 12
۸ــ د عوايدو نوي منابع 12
شپژم څپرکی
ملت جوړونه12
لومړۍ ــ د ملت جوړونې په وړاندې شته خنډونه12
۱ـ قومي سياستونه 12
۲ــ ژبني مسائل. 12
۳ــ د عادلانه نظام نشتوالی 12
۴ــ بهرنۍ لاسوهنې 12
دويم ــ د ملت جوړونې لار. 12
۱ــ اسلام 12
۲ــ افغانيت.. 12
۳ــ تاريخي اړيکي. 12
۴ــ ګډې موخې 12
٥-ملي وياړنه او ملي وياړونه 12
۶ــ ګډ کلتور. 12
۷ــ اغيزمن نظام او پوهنه12
اووم څپرکی
ذهني شرائط. 12
لومړۍ ــ د ذهني چاپيريال په وړاندې ستونزې او د هغې د حل لارې 12
۱ــ ناپوهي او د سواد نشتوالی. 12
۲ــ بې باوري او د ټولنيز عدالت نشتوالی. 12
۳ ــ بې روزګاري او د اقتصادي ستونزو شتون. 12
۴ــ اوږد مهاله جګړې او مهاجرتونه12
پايله12
سرچينې. 12
ژغورنه
د ښه سړیتوب سره سره د لوړ خیال او ژور فکر درلودل او بیا په ورځیني ژوند کې د یوه مثبت ذهني چاپیریال د رامنځ ته کولو لپاره هڅې کول، دا ټول صفتونه به په ډېرو کمو مشرانو کې یو ځای شوي وي، ولې که په یوه ځوان کې دا ښیګڼې رایو ځای کیږي، نو بیا د ستایلو وړ دی. اول مې کتاب ښه په غور ولوست، د افغاني ټولنې داسې ستونزه او بیا د هغې د حل لاره مې پیدا نکړه چې پکې ذکر شوي نه وي، اصلا مهمه خبره دا ده چې د انتقاد بڼه لږ بدله شي یعنې ورسره یې د حل لاره هم باید په لاس ورکړو.
عبدالرؤف ننګیال په کړکیچ او ژغورنه کې دا اصل ډیر ښه په پام کې نیولی دی، بله مهمه خبره دا چې، د یو ښه ذهنیت جوړوونکي عوامل یې ډیر ښه په ګوته کړي. ډیر ارزښتمن کتاب دی، چاپ به یې یوه لویه تشه ډکه کړي او په ضمن کې له لیکوال څخه د نورو دا ډول پنځونو په هیله یو.
په درنښت
ډاکتر نور اکبر ( قرباني)
۱۳۹۳/ ۷/۳
هڅاند لیکوال
په ټولنه کې زمونږ هڅې هغه وخت رنګ راوړي چې اهداف لوړ او ټاکلي وي، د موخو د ترلاسه کیدا لپاره مو عملا په کار پیل کړی وي او بالاخره راتلونکې ته د لویو هیلو په سترګه وګوري.
ننګیال هم د لویو هیلو سړی دی، ژوند ته په لویه سترګه ګوري، راتلونکی نه یوازې په نوم ورته ګران دی، بلکې د خپل راتلونکي لپاره بې ساري هڅې او زیار ګالي او زه باوري یم چې مبارزه به یې ژر تر ژره رنګ راوړي.
زه د کتاب پر موضوعاتو ډیر بحث نه کوم، کله چې کتاب تاسې ولولۍ ، نو کتاب مو د ډیر فکر کولو په لور سوق کوي، کتاب د حقیقتونو هېنداره ده او زمونږ د ټولنې حقیقي انځور پکې وړاندې شوی، د تیرو دیارلسو کلونو ترخې تجربې، د افغان ملت د سرلوړۍ، یووالي او پر ځان بساینې لپاره ډیر ښکلي وړاندیزونه پکې درج شوي.
کړکیچ او ژغورنه یو داسې کتاب دی چې د نړیوالې ټولنې او د نظام د تیرو دیارلسو کلونو کړنې، لاسته راوړنې او تیروتنې له تاسو سره شریکوي او پدې برسیره په هغه څه بحث شوی چې زمونږ راتلونکی پرې ښېرازیږي او که چیرې موږ ټول څه نه څه دلیکوال په کتاب تکیه وکړو او دخپل راتلونکې لپاره یې تګلاره وګرځوو، نو زه یقین لرم چې افغانان به د سرلوړي ملت په توګه په نړۍ کې بیا راڅرګندیږي او افغان انسان ته به په نړۍ کې لوړ شخصیت ورپه برخه کیږي.
زه دانه وایم چې مونږ د شخصیت په لحاظ د چا نه کم یو او یا مونږ له ازله ټیټ پیداشوي يو، بلکې مونږ تر ټولو لوړ او اصیل یو، او تر ټولو لوړ معیار چې (د خدای ج منونکي بنده ګان) یو، پر وطن مئنان یو او د ازادۍ کلک مبارزین یو؛ خو هغه څه چې مونږ یې په تاریخ کې ټیټ راوستي ، هغه د ښکیلاکګرو ځواکونو او د نړۍ د استخباراتو شوم اهداف دي چې د افغان ملت د پوپنا او تباهۍ لپاره یې په کار اچولي.
دوی د تاریخ په هر دور کې هڅه کړي چې افغانان وځپي ، په خپلمنځي اختلافونو کې یې مصروف وساتي او بیا خپلې ناولي پالیسۍ دلته تطبیق کړي. ننګیال صیب! هم یو د هغو لیکوالانو له ډلې څخه دی چې د دښمن شومو اهدافو او سیاستونو ته ښه ځیر شوی، هغه یې ښه درک کړي او څیړلي دي او که ووایم چې د افغانستان، سیمې او نړۍ له سیاستونو یو اګاه انسان دی، نو زما دا قضاوت به بې ځایه نه وي.
زما خوږ ورور ننګیال صیب! یو ځوان دی، هغه هم یو داسې دروند ځوان چې هوډ او عمل لري او د افغان سرلوړي ملت نشه یې په رګونو غورځنګونه وهي. هڅاند لیکوال ځکه ورته وایم چې خپل راتلونکي ته د هڅو او مبارزو پر مټ ځان رسول اړین بولي او پر خیالي خوبونو تکیه بې ځایه او د وخت ضایع بولي.
پر کتاب لیکنه یو دروند کار دی، ځکه کتاب د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاستونو راڅرخي او ننني سیاستونه د پردې ترشا ډیر پیچلي دي . په کتاب کې د ملت جوړونې لارې، سولې او پخلاینې سیاست، اقتصادي ځان بساینه، ښه حکومتوالي، د بهرنیانو شومې موخې او نور.... موضوعات ډیر ښه څرګند شوي، تاسې درانه لوستونکي د کتاب لوستنې ته رابولم او هیله کوم چې کتاب ولولۍ او د هر عنوان په اړه یې ژور فکر وکړئ.
د لیکوال د مینې او درنښت هم زیاته مننه کوم چې خپله انساني مینه یې راوبښله، پر هڅو او مټو یې برکت شه، پر مینه او درنښت یې ویاړو.
په درنښت
نجیب احمد شیرزاد
، خوست، افغانستان1393/12/1
د ژغـورنـې لار
افغانستان د تاریخ په ډیر حساس پړاو کې قرار لري؛ کورني او بهرني ګواښونه او لاسوهنې هغه څه دي چې زمونږ نظام یې سخت ننګولی . ګاونډيو او د سیمې هیوادونو د افغانستان د پرمختګ او پیاوړتیا په وړاندې په لوی لاس خنډونه جوړ کړي او پدې لار کې یې خپل استخباراتي فعالیتونه اوج ته رسولي . نړیواله ټولنه هم په خپلو ژمنو کې ریښتیني پاتې نشوه، کومې بشري غمیزې چې د امریکې او د دوی د نړیوالو ملګرو له لوري افغانانو ته ورسیدې د زغم او بښلو وړ نه وې . په افغانستان کې د نوي ادارې په رامنځته کیدو سره امریکې او نړیوالې ټولنې لویه تیروتنه وکړه او د افغان ملت د ارادې خلاف یې پلان پرمخ یو وړ ، په کور د ننه کورني زور واکان او د تیرو لسیزو جنګي مجرمین د دوی د مرستې او ملاتړ په اساس لا پسې ځواکمن شول او ملت د دوی د زور ، ځواک او ګټو قرباني شو. همدا ډول کورنۍ زورواکي ، بې قانوني او د ټولنیز عدالت نشتوالی هغه څه وو چې نظام یې بې تعادله کړ. همدارنګه په هیواد کې د بهرنیانو خپلسري هم هغه څه وو چې زمونږ بې ګناه هیوادوال یې د تروریزم او القاعدې په نوم سخت وځپل؛ د دوی د خپلسریو په اساس په هیواد کې له یوې خوا هیوادوال مهاجرتونو ته اړ شول او له بلې خوا د دوی او مخالفینو د جګړه ییزو فعالیتونو په پایله کې لویه بشري غمیزه رامنځته شوه . د پي ار ټي ډلې او همدارنګه نوره بهرنۍ مرستندویه موسسې هغه څه وو چې د موازي حکومتونو مانا او مفهوم یې درلود او په هیواد کې یې په خپل سر هرڅه ترسره کول. جګړه په افغانستان کې د استخباراتي شبکو د سیالیو په اساس ډیر خونړي پړاو ته ورننوته او د جګړې ښکیلو اړخونو په جګړه کې د جګړې د حقوقو څخه په لوی لاس تیری وکړ . همدا ډول د کمزوري نظام شتون هم یو هغه عمده علت وو چې هیواد یې په سیاسي ، نظامي او اقتصادي فقر کې منخصر پاتې کړ او د نړیوالې ټولنې د بې شمیره مرستو څخه یې پر ځای ګټه پورته نکړه . په هر صورت مسائل ډیر زیات دي ، خو مونږ پدې لنډه لیکنه کې لومړۍ پر کړکېچ او ستونزو غږیږو او بیا د هیواد د ژغورنې لپاره حل لارې وړاندې کوو، هیله ده چې د لوستلو زغم یې ولرئ.
په درنښت
عبدالرؤف ننګیال (۱۳۹٣/۴/۷) شاه شهید، کابل، افغان
لومړۍ برخه
ستونزې او کړکېچونه
لومړی څپرکی کړکېچ او ژغورنه
۱ــ مونږ ولې دغه موضوع انتخاب کړه؟
مخکې له دې چې په کړکېچ او ژغورنه بحث وکړو او بیا د افغانستان حالات وڅیړو، نو لازمه مو وګڼله چې دغه موضوع روښانه کړو. د دې پوښتنې په ځواب کې چې، ولې مو دغه موضوع د څیړنې لپاره غوره کړه؟ ویلی شو چې: افغانستان، سیمه او نړۍ د ژورو بدلونونو، خونړیو ټکرونو او د پراختیايي سیاستونو شاهده ده. همدا رنګه اقتصادي منابع هغه څه دي چې هیوادونه یې د بهرنیو سیاستونو لومړني اهداف ګڼي.
د دویمې نړیوالې جګړې وروسته د نړۍ دوه قطبي کیدل، د سړې جګړې په تودې جګړې اوښتل، د شوروي اتحاد د پیاوړي ځواک ماتیدل، او په نړۍ کې د یوازیني لوی ځواک په توګه د امریکا شتون، د اسلامي نړۍ او اسلام پرضد د امریکا د جګړییزې ستراتیژۍ په کار اچول، په نړۍ کې د القاعدې شبکې شعوري ایجاد، په سیمه کې د یو شمیر هیوادونو بېرته په اټومي، نظامي او اقتصادي ځواکونو بدلیدل، په افغانستان کې د طالبانو افراطي حرکتونه، اوسنی داعش او همدې ته ورته نور فعالیتونه ، هغه لاملونه دي چې نړۍ یې تر اوسني حالت پورې را رسولي ده.
همدا دول د افغانستان اوسنی کړکېچ هم ډېر لاملونه لري چې په کتاب کې ورڅخه یادونه شوي. مونږ دغه موضوع د دې دپاره انتخاب کړه، ترڅو له یوې خوا په افغان جګړه کې د ښکېلو لورو شوم اهداف او معرضانه سیاستونه واضح شي او له بلې خوا د افغان کړکېچ کورني لاملونه په ګوته شي. په کتاب کې مونږ تر ډېره موضوعات په عام ډول څیړلي او هغه موضوعات چې وضاحت ته یې اړتیا درلوده، هغه مو په لنډ ډول په علمي لحاظ ارزولي. پدې اساس سره تاسو درنو لوستونکو ته بلنه درکوو چې کتاب تر پایه ولولئ او د کتابپه منځپانګه کې ډېر څه د سیمې، نړۍ او افغانستان په هکله تر لاسه کولای شئ.
۲ــ د کړکېچ او ژغورنې علمي څيړنه
کړکېچ او ژغورنه دوه بېلې کلمې دي. کړکېچ د بحران، ګډوډۍ، اړدوړ، د نورمال وضعیت د رکود او همدارنګه د سیاسي، اقتصادي، نظامي، فرهنګي او ټولنیزو حالاتونو د ځوړ او تشنج په مانا دی. ژغورنه بیا یوه داسې کلمه ده چې له امله یې نظام او ټولنه کولای شي چې په خپلو زخمونو باندې د مرهم پټۍ کېږدي. همدا ډول ژغورل د ساتنې، رغولو، نجات ورکولو او په نورو ماناوو سره استعمالیږي. څرنګه چې په هره ټولنه کې کړکیچونه رامنځته کیږي، خو لازمه داده ترڅو د کړکېچ څخه د راوتلو لارې چارې وپېژنو او عملا د بحران څخه د وتلو په فکر کې شو.
کړکېچونه بېلابېل ډولونه لري، لکه سیاسي کړکېچ، اقتصادي کړکېچ، ټولنیز کړکېچ، فرهنګي او نور....
سیاسي کړکېچ د ټولنې له سیاست او د نظام د سیاسونو سره تړلي وي. په هره ټولنه کې سیاسي کړکېچونه د سیاسیونو له منځ څخه راټوکیږي. سیاسیون همیشه د واک او قدرت د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي، د سیاسیونو د ځانغوښتنو او د قدرت سره د علاقې په اساس ډیری وختونه سیاسي ټکرونه هم رامنځته کیږي، سیاسي ټکرونه په ځینو ټولنو کې یوازې تر جبهې او اپوزیسیون پورې منخصر کیږي او په ځینو ټولنو کې بیا له ځانه سره خونړي نتایج لري؛ کودتا ګانې، شخړې، ګډوډۍ او ... د سیاسیونو د ټکرونو په نتیجه کې رامنځته کیږي. اقتصادي کړکېچونه هم د ټولنې محصول وي، د ټولنو وګړي بیلابیلې غوښتنې، اړتیاوې او اهداف لري، دولتونه کوښښ کوي چې خپلو ولسونوته لازمې کاري بوختیاوې، اقتصادي سرچینې، او په ژوند کې اسانتیاوې رامنځته کړي. ځینې دولتونه پیاوړی اقتصاد او اقتصادي سرچینې لري، اما یو شمیر دولتونه بیا کمزوری اقتصاد لري، خو اقتصادي وضعیت په ټولو حالاتو کې یو ډول نه وي، ځینې مهال پیاوړي او ځواکمن دولتونه هم د اقتصادي ستونزو سره مخامخ کیږي، کاري بوختیاوې کمیږي او د بې روزګارئ کچه پکې زیاتیږي. په هر صورت د زیات بحث څخه تېریږو، خو باید یادونه وکړو چې کړکېچونه په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه په بیلابیلو برخو کې رامنځته کیږي. نړیوال کړکیچونه نه یوازې یو هیواد بلکې زیات هیوادونه ګواښي، د نړیوالو کړکیچونو خطرونه بې اندازې زیات وي او په نړۍ سیوری غوړوي.