
دانې پر شنډې
مرغۍ پرې پنډې
څو ماشومان دي
لومې یې ګنډې
کالي یې بژه دي
پنډۍ بربنډې
جیلکۍ ورټولې
د ټیکري څنډې
اغزي په پښو کې
خولې پر ټنډې
په لاس به ورشي
چې وهي منډې
زموږه هیلې
سولې ته رنډې
چې جګړه غواړي
شه ونډې ونډې
پوڅې مستې یې
څه کنډې کنډې
کوچیانۍ پیغلې
نور مه شه کونډې
باران به راشي
چې څڼې څنډې
بیا به شي ډکې
د دره ګي ډنډې
پر پوله مه ځه
اې غونډې منډې
د دانو څنګ ته
ټولې راغونډې
الوزوې یې
وهې ملنډې
زاهدشاه انګار