
اکرم د همدی خوږو خيالونو سره په درانده خوب ويده شو، سهاروختی دخوبه پاڅيد، غوښتل يی چی پسله اوداسه او لمانځه نه د سبا لپاره چاي تيار کړی خو ويی ليدل چی موريی له ده نه مخکی له خوبه پاڅيدلی ده، سمدلاسه يی پر مور غږ وکړ، موری، ته پاڅيدلييی؟
مور: هو زويه، زه اوس شکور دی ښهيم او نور تکليف نه احساسوم.
اکرم: موری، تاته خو ډاکټر ويلی وو، چی استراحت به کوی کنه؟
مور: زويه ، زه خوستا له غمه ناروغه وم، اوس چی زما زوی خوشحاله دی نو مور هم جوړه ده، بيا مسکی شوه او زياته يی کړه: زويه زه خپل کارپخپله کولای شم، ته بايد اوس خپل کار وکړی او هغه سبق لوستل دی.
اکرم وليدل چی مور يی ځان روغ احساسوی، ځکه يی نو مور کارته پريښوده، اوبه يی واخستلی، اودس او لمونځ يی اداکړه، دوه رکعته د شکرانی نفل يی هم ادا کړه. موريی هم چايی تياری کړی وی. اکرم د سهار چايی دمور سره وڅيښلی، د ښوونځی کتابونه يی منظم کړل. دمورنه يی خدای په امانی واختسله او دکوره د ښوونځی په لور، روان شو. اکرم دهر وخت په څير له ټولونه مخکی ښوونځی ته ورسيد. کتابونه يی دميز د پاسه کښيښودل. د ښوونځي انګړ ته راووت او هلته يی په قدم وهلو شروع وکړه.
اکرم پسله ډيرو وختونه د ښوونځي زړه راکښونکی چاپيريال خورا په مينه او شوق له نظره تيراوه او دهغه نه يی خوند اخيسته. زده کونکی يو په بل پسی ښوونځي ته را روان وو، د ښوونځی ګړی د سهار اته بجو ته نژدی کيده، پير محمد کاکا(د کلی د ښوونځی ملازم) د ښوونځی زنګ و شرنګاوه او په دی ډول يی ددرس اعلان وکړ. زده کونکو يو په بل پسی خپل قدمونه اوچت کړه او په يوه شيبه کی د ټولګۍ په فضا کی خاموشی جوړه شوه.
ښوونکی ټولګليوته ننوتل او پخپل درس مصروف شول. د اکرم د ټولګۍ ښوونکی هم د هری ورځي په څير دتيرو درسو پوښتنه وکړه. ځينو شاګردانو سم ځوابونه ورکړل، ځينو نورو، چی درسونه يی نه وه لوستی سم ځوابونه ورنکړل. اکرم پخپل وار سره د ټولو هغو زده کونکو ځوابونه ورکړل کوم چی سم ځوابونه يی نه وه ورکړی. ښوونکی د اکرم په څيره کی خوشحالی ليد له، د اکرم په مغزو کی يی نوی ګرمی او په وجودکی يی نوی انرژی ليدل کيده. فکر يی وکړ چی داکرم دمور ناروغی به ښه شویوی. ښوونکی نوی لوست پيل کړ او بيا يی اکرم ته وويل چی هغه تشريح کړی. اکرم درس تشريح کاوه او ښوونکی ددی په خاطر چی وخت وسپموی، د کورنی کار کتابچی و ليدلی. ترقی تعليم يی لاسليک کړ، او بيا دخدای په امانی په ويلو سره د ټولګۍ نه ووت.
د رخصتی زنګ و شرنګيد، زده کونکی يو په بل پسی له ښوونځی نه ووتل، اکرم هم ترقی تعليم اود حاضری کتاب واخستل، د ټولګۍ نه ووت او د اداری په لوری روان شو. حاضری او ترقی تعليم يی تسليم کړه، سترګی يی پخپل ښوونکی ولګيدی، دهغه وخواته ورغی او سلام يی وکړ.
ښوونکی چې په حقيقت کی د اکرم د ليدو انتظار لاره، مخ يی د اکرم په لور واړاوه، سلام يی واخيست، او تر جوړ په خير وروسته يی د اکرم دمورد ناروغی پوښتنه يې وکړه.
اکرم مسکی شو، ويی ويل: ښوونکی صاحب، يوه نړۍمننه، موږ پرون روغتون ته لاړو، درمل مو واخيستل، مور می شکور دی اوس کاملا جوړه ده. بله ښه خبره داده چې زما پلارښوونځی ته زما د تلو سره موافقه وکړه، اوس نو زه ښوونځی لوستلای شم.
ښوونکی داکرم خبرو ته حک حيران و. روغتون ته لاړو، مور می ښه شوه، پلار می د ښوونځی سره موافقه وکړه. دا هرڅه يوازی په يوه شپه کی شوي دي. ښوونکی همداسی اکرم ته حک حيران کتل، اکرم هر څه په خندا او په ډيره خوشحاليوويل. اکرم هم ښوونکی ته حيران پاته شو اوداسی وويل: ښوونکی صاحب، ولی داسی راته ګوری! ايا کومه غلطه خبره می وکړه. ښوونکی د حيرانتيا دحالت نه را ووت. دځايه را ولاړشو، اکرم يی له لاس نه ونيو، دواړه د اداری نه راووتل اود اکرم د کور په لوری يی قدم واهه، ښوونکی اکرم ته وويل: اکرم جانه، زه خو دی ډير خوشحاله کړم، وايه دا هرڅه څنګه وشول، غواړم ټوله کيسه راته وکړی.
اکرم يو ځل بيا هم د ښوونکی د نيکو لارښودنو نه مننه وکړه او بيا ټوله کيسه و ښوونکی ته واورول. ښوونکی سخت خوشحال شو، مخيی اکرم ته راواړاوه، ويی ويل: ماخو درته ويل چی هرڅه به خداي سم کړی، ستا ياد، دی، ودي ليدل چی اوس هر څه سم شول او دا ټول دلوی خدای مهربانی ده. بيا ښوونکی د اکرم په سر دمهربانی لاس را کش کړ، داسی يی وويل: ځه زلميه خدای دی تا هر وخت خوشحاله ولری. دواړه خوښ وو، اکرم هم د مننی په ويلو سره دکور په لوری روان شو. ښوونکی د اداری په لور وګرځيد.
وخت په منډه منډه روان و، تنکی اکرم د خپلو تنکيو هيلو سره را ټکيده، وده يی کول او د زلميتوب په لور يی ګامونه اوچتول.
اکرم شپږم ټولګۍ او دکلی د ښوونځی وروستی ټولګۍ په بری سره پای ته ورساوه، د ټولګۍ لومړی درجه او د ښوونځی د ښه زده کونکی لقب يی ترلاسه کړ. اکرم د کلی د ښوونځي سره د تل لپاره دخدای په امانی وکړه، د ښوونکو لاسونه يی ښکل کړل او دوعا يی ترينه وغوښته.
اکرم پسله دری مياشتی رخصتی نه، د سفر موزی په پښو کړی، دمور او پلار لاسونه يی ښکل کړل، مور او پلار هم په اوږوکی وواهه او زوی ته يی د بريا هيله وکړه، اکرم د ولسوالۍ په لور، روان شو.
لومړی يی په ولسوالۍ کی ځانته کوټه وميندل، بيا سبا ليسی ته ورغی، د ليسی چاپيريال د اکرم لپاره زړه وړونکی و. لوی ټولګۍ، پاک ميزونه او چوکی په هرټولګۍ کی لويه توره تخته، په ليسه کی، ښه ښوونکی، اکرم په ډيره مينه اووم ټولګۍ ته شامل شو، کتابونه يی د تحويل خانی نه ترلاسه کړل.
د اکرم لپاره د ليسی او د ولسوالۍ چاپيريال ډير نوی او په زړه پوری و. دلته ټول زده کوونکی او ښوونکی منظم ددريشی سرهښوونځی ته راتلل او هرڅوک مکلف و چی د ليسی قانون اومقرراتو ته درناوی وکړی. اکرم هم د هری ورځی په تيريدو سره ځان ددی نوی چاپيريال سره اشنا کاوه، ځانته يی نوی ملګری او دوستان ميندل.
څنګه چې اکرم د ښه استعداد اولوړو اخلاقو خاوند و نو ځکه يی په لږو ورځو کی يی هرڅه راخپل کړل، د اکرم هم ټولګۍ دده نژدی ملګری شول، ښوونکی يی و استعداد ته حيران وه او ټولو به د کوز کلی د اکرم کيسی کولی. دلته اکرم د کوز کلی د اکرم په نامه شهرت وميند.
اکرم به کله، کله په اوونۍ کی او کله به پسله دوو اوونيو نه کلی ته ستنده، دمور او پلارپه احوال به يی ځان خبراوه، د خپل پخوانی ښوونکی احترام ته به ورتی او دهغه دنيکو مشورو نه بهيی پخپل ژواندانه کی ګټه اخستل.
زمان په منډه منډه روان و، تنکی اکرم د لويو هيلو سره ورځ په ورځ راټکنی کيده، هيلی يی نوری هم زياتيدلی او اکرم پخپل ځان باور پيدا کاوه.
شپږ کلونه په منډه، منډه تيرشولاو اکرم په هر کال کی د ليسی د ښه زده کونکی لقب خپلاوه. نور نو اکرم په ټوله ولسوالۍ کی د ښه شهرت خاوند شویو. اکرم د ليسی وروستی کال هم د ښی نتيجی سره پای ته ورساوه، د ليسی نه يی د ښه زده کونکی لقب واخيست. څو ورځي وروسته اکرم د کانکور ازموينه تيره کړه او خپله کلی ته راو ګرځيد، اود کانکور و نتيجی ته يی په بی صبری سره انتظار ايست.
اکرم په دی، ډاډه و چې پسله څه مودی به له مور او پلار نه مسافر کيږی، کوښښيی کاوه ترڅود خپلی رخصتی ورځی له مور او پلار سره تيری کړی، ځان دهغوی په ليدو ښه موړ او ځان يوی اوږدی مسافری ته تيارکړی.
ورځي او اونۍ تيری شوی، خو د کانکور د نتيجو احوال نه ښکاريده. پوهنتون هم د شروع کيدو په حال کی و او د اکرم تشويش ورځ تربلی زياتيده. بالاخره اکرم تصميم ونيو ترڅو ولسوالۍ ته لاړ شی او هلته د کانکور د ازموينی د نتيجو پوښتنه وکړی.
اکرم سهار دلمانځه د اداکولونه وروسته د ولسوالۍ په لور، روان شو. د کلی او ولسوالۍ ترمنځ ښه پوره واټن و. اکرم په چټکو ګامونو سره دا واټن لنډاوه، حواس يی ټول د کانکور د ازموينی د نتيجو سره وه. کله بهيی د کابل پوهنتون شين چمن په سترګو کی و ګرځيده، خو کله به بيا نا هيلی شو، شيطان به وسواسه کړ او زړه کی به يی راوګرځيدل چی که چيری ناکامه شویوی، په کلی او کورکی به ورته مخ پاته نه شی. اکرم به بيرته ځان کنترول کړ او دځان سره به يی وويل: ماخو ټولو سوالونو ته سم ځوابونه ورکړيدی. اکرم په همدی سوچو کی د ولسوالۍ ښارګوټی ته ورسيد، دسهار ۹بجیوی،اکرمهمښهپورهوږی شوی و. غوښتل يی لومړی خپل نتيجی معلومی کړی او بيا نو د سهار نهاری وکړی. د ولسوالۍ په ښارګوټی کی په لاره چټک روان و چی نا ببره يو غږ پری وشو او اکرم يی پر ځای ودرواوه. شا وخوا يی وکتل او سترکی يی د ليسی پر مدير، چی د سهار دچايی لپاره هوټل ته راغلی و، ولګيدی.
اکرم د لاری را وګرځيد، د مدير صاحب لورته ورغی، سلام يی وکړ او بيا يی زياته کړه، مديرصاحب تاسو؟
مدير: هو اکرم جانه، راځه کښينه په څه چرت کی تللی وی، راشه، کښينه ستا لپاره خورا ښه خبر لرم.
اکرم بيله دی چې څه وپوښتی، خپل ځواب يی ترلاسه کړ. ستړيا يی هيره شوه، د ليسی د مدير تر څنګ کښناست او داسی يی وويل: مدير صاحب څنګه يی، زما ښوونکی څنګه دی او ليسه کی څه خبری دی.
مدير: اکرم جانه، د الله فضل دی ټول شکور، روغ رمټ دی، بس هر سړی پخپل کورکی خپله رخصتی تيروی، څو ورځی لا پاته دی چی ښوونځی شروع شی. بيا مدير اکرم ته مخ راواړاوه، او زياته يی کړه: اوس وايه چی ته څنګه يی او رخصتی دی څنګه تيره کړه؟
اکرم: والله مدير صاحب، چې رښتيا درته ووايم، ټوله رخصتی می په سوچ کولو تيره کړه. پوهنتون هم شروع شويدی. خو لا تراوسه زموږ نتايج نه ښکاريږی، په همدی موخه ولسوالۍ ته راغلم.
د ليسی مدير لاس د اکرم پر اوږه پريښود، لږ تکان يی ورکړ او داسی يی ورته وويل: همدا خو زما خبر دی ستا لپاره، زياته يی کړه، نتاييج هم راغلی دی، او ته¸ستادخوښیوفاکولتی ( دطب) ته په ډيرو لوړو نمرو کامياب شوی يی، اوس کښينه په ارامو اعصابو چايی نوشی جان کړه، او بيا نو د خيره سره پخپل کار پسی وګرځه.
اکرم، د مننی په ويلو سره زياته کړه: دا ټوله ستاسو د زيار اوزحمت ثمره ده، اکرم زياته کړه: اوس نو ته زما ميلمه يی.
مدير: ګرانه، داستا د خپل د زياز او زحمت ثمره ده، زه، ښوونکی او ټوله ليسه په تا وياړی، او هغه وخت ليری نه دی چی دا وطن په تا ووياړی. دا وطن ستا په څير زلميانوته اړ دی، زياته يی کړه: اوس خو نه يوازی داچی ته زما ميلمه يی بلکه ته خو اوس د ټولو ميلمه يی، خدای خبر چی بيا به تا چيرته لټوو.
اکرم: مننه، مدير صاحب، زه خو له تاسو نه، د ټولو ښوونکو نه او د ليسی د علمی چاپيريالنه داسی خوږی خاطری لرم چی په ټول ژوند يی نشم هيرولای. چی کله هم راشم، نو ستاسو پوښتنه به پر ما پور وی.
اکرم نور ضرورت نه درلود چی ليسی ته ولاړشی، د مدير سره يی چايی نوشی جانی کړی، د ځايه جګ شو، د مدير صاحب لاسونه يی ښکل کړل او ورته ويی ويل: مدير صاحب دوعا راته کوه. اکرم د مدير دممانعت سره سره د چايی روپۍ ورکړی، او دخدای په امان په ويلو سره يی دکور لاره خپله کړه.
اکرم د ډيری خوشحالی نه په جامو کی نه ځاييدی، هڅه يی کوله تر څو ژرځان کلی ته ورسوی، او دا خبر د خپل موراوپلارسره شريک کړی. د ستړيا احساس يی نه کاوه، موټر ته تم نه شو، په پښو يی حرکت وکړ او دکلی په لور، روان شو.
اکرم په چټکو ګامونو د کلی په لور روان و، فکر يی په شا لاړ، خپل ماشومتوب، د ښوونځی، لومړی ورځی، د شپږم کال وروستی ورځی، د کلی ښوونکی، هم ټولګۍ، د کلی همزولی، سپين ږيری او ماشومان يی له نظره تيرشوه. اکرم دهمدی خيالونو سره د ساعتونو لار اوس يوازی په يو نيم ساعت کی لنډه کړه. د ورستی غونډۍ سرته راپورته شو، د غونډۍ د پاسه کښيناست، د کلی ننداره يی وکړه. شنه باغونه، ارامه او دسولی ډکه زړه وړونکی فضا واکرم ته نوی احساس ورکاوه. اکرم خپل کلی د ليری نه داسی کاته تا به ويل چی په ټول عمريی نه دی ليدلی، کلی دهری ورځي نه نن ډير زړه وړونکی و. اکرم، د غونډۍ نه را واوښت او د لاری پر سرهديری ته وروګرځيد، دهديری خواته کښيناست، يوځلی يی الحمدالله او دری ځلی يی قل ولله احد ولوستل، د قبرو نو لورته يی چوپ کړل. لاسونه يی لپه کړل او يوه اوږده دوعا يی وکړه. داسی معلوميده لکه اکرم چی دکلی د ټولو مړو او ژوندو سره د وروستی ځل لپاره د خدای په امانی کوی.
اکرم د ځايه راپاڅيد، ټولو قبرو ته يی په ځير ځير وکتل او بيا د هديری منځ ته ور روان شو. اکرم هلته دخپل خدای بخښلی نيکه قبر ومينده، د قبر خواته کښيناست، څو څو ځلييی الحمدالله او قل ه والله ولوستل، پر قبرونو يی چوف کړه، بيا د نيکه د قبر د تيږو په جوړولو بوخت شو، د خوشحالی اوښکويی پر مخ د پسرلی باران جوړ کړیو. کنترول يی د لاسه ورکړی و، د نيکه د ماشومتوب نازونه يی يو، يو ورپه زړه شوه، اکرم په زوره، زوره ژړل او پسله هری دقيقی به يی ويل : خدای دی و بخښه، الله دی درباندی ورحميږی، ستا قبر دی د جنت باغچه وی، بيا به يی اوښکی او پوزه پاکه کړه، د نيکه د قبريو څو ډبري به يی ځای پر ځای کړی او بيابه يی د مرغلرو په څيرغتی ، غټی اوښکی د سترګو نه و مخ او ګريوان ته راتوی شوی، دواړه لاسونه به يی لپه کړل او وبه يی وويل: ستا ځای دی په فردوس کی وی، اکرم يو سوړ اسويلی وايست ويی ويل: زه څومره درته ګران وم، سره ددی چی کلونه تير شويدی، ستا وړوکی اکرم اوس زلمی شويدی، خو ستا نازونه،ستا نکلونه او ستا پتاسی لا تراوس زما له ذهنه ¸ نه دی وتلی، هره لحظه می د نن په څير راياده¸ ده، اکرم په لوړ اواز وويل: ای کاش ته ژوندی وای او نن زما په خوشحالی کی راشريک شوی وای، بيا يی تکرارکړه، ستا ځای دی فردوس وی. اکرم د ځايه پاڅيد، اوښکی يي پاکی کړی، يوه اوږده دوعايی وکړه، يو سوړ اسويلی يی وايست اوداسی يی وويل: چی سل کاله ژوندی يی نو عاقبت د ګور بندی يی اود کلی په لور، روان شو.
اکرم د کلی په لور نژدی کيده، کلی ته يی خورا په ژور نظر کتل، دځان سره يی وويل: داکلی، مور اوپلار، کليوال، همزولی دا به ټول له مانه پاته شی او زه به د پردی وطن مسافر شم. د اکرم زړه خورا نازک شویو، فکر او خيال يی بدل و. اکرم دنوو خيالونو سره کلی ته رانژدی کيده. وخت مازديګر و، دکلی خلګ د جومات په لور، روان وو. اکرم هم اودس وکړ او جومات ته ورننوت، کليوال پرجماعت ولاړوه، اکرم هم نيت وکی او په ملا پسی ودريد. دلمانځه دادا کولو وروسته يی د ټولو سره ستړی مه شی وکړه او بيا د کور په لور روان شو.
داکرم مور په داسی حال کی چې پر تناره يی ډوډۍ پخول، سترګويی د اکرم لاره څارله، ددروازی غږيی فکر ځانته راواړاوه، سترګی يی په اکرم ولګيدی، د ځايه را ولاړه شوه او ويی ويل:
مور دی جارشی، په خير راورسيدی.؟ اکرم دمور لاسونه ښکل کړل او ويی ويل: هو موری، ستړی مه شی.
مور: مور دی بلا واخلی، ليسی ته ولاړی، هلته څه خبره وه؟
اکرم: هو موری، په بازار کی می د ليسی مديرصاحب وليد، د کانکور نتايج راغلی دی، زه بايد سهار دخيره سره حرکت وکړم، درسونه زياد رانه تير شويدی او نه غواړم نورهم د درسو¸نه شاته پاته شم.
د اکرم مور ددی خبری په اوريدو سره (همدا سبا بايد حرکت وکړم) حکه حيرانه شوه، د زوی خبره يی تکرار کړه: همدا سبا!
داسی ژر، د اکرم دمور دزړه تڼاکه وچاوده، اوښکی يی پرمخ روانی شوی، ويی ويل: زويه! زړه به می درپسی وچوی، مور به دی ليونی شی.
اکرم د مور داحالت نه شو ليدلای، سره ددی چی پخپله يی هم غوښتل، په زوره، زوره دمور سره وژاړی، ځان يی کنترول کړ او داسی يی وويل: موری، دا ته څه خبری کوی، خدای دی تا زما د سره نه کموی، کابل خو ليری ځای نه دی، هره اوونی به درته ليک راليږم، زه خو دښت ته نه يم روان. پر الله می وسپاره، خدای پاک دی زموږ د ټولو ملګری شی. اکرم غوښتل مورته ډاډينه ورکړی، زياته يی کړه: موری، ستا اکرم اوس زلمی دی او ته بايد دهغه تشويش ونکړی، که چيری ته وژاړی نوزه به څنګه دسفر همت وکړم، اکرم زياته کړه، موری، يوازی دوعا راته کوه او بس.
مور يی په داسی حال کی چې په پلو يی اوښکی وچولی، په ژړغونی اواز يی وويل: موردی ستا بلا واخلی، لوی الله دی ستا ساتنه وکړی، زويه، ليکونه دی د ياده ونه وزی، ژر، ژر ليک راته راليږه.
اکرم د تناره د سره، يو ګرمه ډوډۍ را واخيسته او داسی په مزه مزه يی وخوړه تا به ويل چی ټوله ورځ يی څه نه دی خوړلی.
د اکرم مور د ديګی په پخولو لګياه شوه او اکرم د کټ دپاسه تکيه وکړه تر څو دمه جوړه کړی. اکرم د کلی دشنه اسمان په پراخه لمن کی لاهو شو او داچی ستومانه شویو پسله يوی شيبی نه يی زړه خوب يووړ. لا سم ويده نه و چی د پلار لاس يی پر سر احساس کړی چی د ډوډۍ و خوړلو ته يی را وباله.
اکرم پاڅيد، لاسونه يی ووينځل او ځانيی د ډوډۍ خوړلو لپاره ددسترخوان خواته راورساوه، د چرګ ديوی مزه داری ښوروا بوی يی دماغونه وتخنول او سمدلاسه د ښوروا کاسه و دسترخوان ته راورسيده، اکرم وويل:
موری، داچرګ دی څه وخت پوخ کړی؟
مور: زويه، همدا چی ته خوب يووړی، پلار دی کورته راغی، اوهمدا چی خبر شوچی ته سبا دخيره سره ځی، نو سمدلاسه يی هغه کلنګی چرګ حلال کړ.
اکرم: ښه، موری، نو تازما پلارته هرڅه وويل؟
د اکرم پلار د خبرو نوبت ونيو او داسی يی وويل: لويه خدايه!زه له تا راضی يم، له ما غريبه مه شی ناراضه، زما دبچی ټولی هيلی پوره کړی، بيا يی مخ د اکرم په لور، واړاوه، او داسی يی وويل: زويه، ته زموږ يوه دانه زوييی، په ډيرو ملايانو اوزيارتو می ګرځولی يی، په تورو تاويزو می رالوی کړی يی، ما خپل ټول زحمت می له تاسره ايستلی دی، د غربت په ډيرو سختو شپوکی می ستا هره غوښنه پوره کړیده، خو زه د خدای نه راضی يم چی تراوسه می په هر ځای کی ستا نيک صفتونه اوريدلی دی، زه په تا باندی وياړکوم خو اوس خبره بل ډول ده، ته له موږ نه ليری ځی، خوراډير ليری، دومره ليری چی نه به می لاس در رسيږی او نه به می غږ، ته اوس زلمی يی اودسبا پلار يی، په ښو او بدو پوه يی، بس زما يوه خبره په غوږ کی ونيسه، د اکرم پلار دواړه لاسونه د اکرم پر نازک مخ را کش کړل، تر څو هغه يی احساس کړی او په عين وخت کی وويل: زما چاودی لاسونه او چاودی پښی مه هيروه.
دسترخوان ټول شو، داکرم مور داکرم جامی راټولی اوغوټهيی کړی، د اکرم پلار لاس په جيب کی کړ، يو څه نقدی روپۍيی د جيبه را وايستی، اکرم ته يی ورکړی اوبيا يی لاس د اکرم پر مخ راکش کړ ويی ويل: زويه! ورځه، استراحت وکړه، نن هم ستومانه شوی يی او سبا ته دخيره سره مسافری لری.
اکرم د کټ دپاسه استراحت وکړ، سترګی يی د کلی د اسمان په پراخه لمن کی ښخی کړی، او داسی معلوميدل چې اکرم دوروستی ځل لپاره خپل د کلی اسمان ګوری او دهغه سره خدای په امانی کوی. د ژوند تيری خاطری، ماشومتوب، دابتدايی ښوونځي لومړۍ ورځي، د کلی ښوونځی او دليسی شپی او ورځی يی په ذهن کی ورګرځيدی او دهمدی خوږو خيالونو سره په درانده خوب واوښت.
د اکرم مور ترناوخت ويښه وه، د اکرم جامی يی ځای پر ځای کړی، بيا يی هغه روپۍ چې پلاريی ورکړیوی، د واسکټ په جيب کی ورته وګنډلی، فقط يو څو روپۍيی ترينه جلا کړی او د اکرم په جيب کی دلاری د خرڅ لپاره پريښودلی. د اکرم مور ناوخته د ماخستن لمونځ اداکړ، زوی ته يی په لوړ اواز خورا ډيری دوعا ګانی وکړی او بيا د خوب لپاره خپل کټ ته لاړه.
د اکرم پلار سهار د ملا په اذان اکرم دخوبه راپاڅاوه، اکرم چې کله دخوبه را پاڅيد، سترګی يی په ترور او ترورزيانو ولګيدی، حيران پاته شو، نه پوهيده چې په دی شنه سهار کی چا خبر کړی وو.
د بستر نه ولټيد، اودس او لمونځ يی وکړه، بيا يی د ترور لاسونه ښکل کړل، د ترورزيانو سره يی روغبړ وکړ، مخ يی ترورته واړوه او ويی ويل: ترور، په دی شنه سبا کی چا خبر کړی؟
ترور ځواب ورکړ: ترور دی بلا واخلی، پلاردی احوال راکړ.
اوس ددی وخت رارسيدلی و چې اکرم، دمور، پلار، ترور، ترورزيانو، کليوالو او خپل د پلرنی کلی سره خدای په امانی وکړی.