غزل

درد له ما جوړ دی او که زه له درده جوړ يمه؟
لکه تڼاکه په ســـــــاړه اسوېلي مـــــوړ يمه
 
عشقه! وۍ نه، درده! نه نه، د ځنکدن تندې!
د خـــدای پامان ستا د يارۍ نه يمه ووړ يمه
 
د ګلدرو د خـــوشبويۍ وجــــود تر تا رسېږي
زه له دې واړه هــــــوسونو ځنې ســـوړ يمه
 
غوږ شه! زما د زړه د څړيکو څپ-څپ اورې که نه
غوږ شه! په خپله ساه زندۍ يمه، ناجوړ يمه
 
ته مې پيدا کړه، له تا ورک يمه، په تاسې ورک
د ژمي سيوری يم ماشوم ومه، اوس زوړ يمه
 
محب الرحمن محب