د سیند باد سمندري سفرونه / لسمه برخه

 
ناول:
لیکوال: فرانسیس پالین
ژباړن: عطا محمد میاخېل
درېیم سمندري سفر:
   باد ډېر ورځې موږ یوې او بلې خوات بیولو، د غوسه ناکو څپو له منځه یې مخکې له هغې موږ یوه ټاپو ته وار کړو .
    زما په کښتۍ کې درې کسان نور هم ول، موږ ډېر وږي او تږي وو، مګر نه وو مړه شوي، د مېوې ونې او یو کوچنی سیند مو پیدا کړ، مېوې مو وخوړې او، اوبه مو وڅکلې، له الله (ج) څخه موږ ډېره زیاته مننه وکړه. موږ د ځمکې په سر خوب یوړو، له هغه خطر ناک سمندري سفر وروسته، د سیند ترڅنګ ډېر ستړي وو، یوه بېدرېغه غږ موږ له خوبه را ویښ کړو: اسسسسسسسسسسسسسس!
  یو ډېر ستر مار مخکې زموږ خواته راغلی وو او زموږ د ملګرو له ډلې څخه یو یې په خوله کې نیولی وو، هغه د مار په دننه کې ښکته روان وو، د څو شېبو له پاره مو د هغه غږ اورېده، له هغې وروسته یې غږ پرې شو، هغه مړ شوی وو .
  مار ټوله شپه هلته پاتې شو، موږ هېڅ ونه ښورېدو، حتې خبرې مو هم سره ونه کړې، بالاخره هغه یوې خواته لاړه او موږ وویل : څه وکړو ؟ نن شپه بېرته راګرځي، کېدای شي بل کس وخوري، باید وتښتو، د دې له پاره، چې موږ هم خوري، هغه غواړي، چې اوس موږ هم وخوري .
  موږ اوبه او ډوډۍ وخوړله، فکر مو کاوه، چې له یوې سترې ستونزې سره لاس وګرېوان یو . ما خپلو ملګرو ته وویل : موږ باید یو سوری پیدا کړو، مار موږ هلته نه شي موندلی، مګر سوری مو پیدا نه شو کړای . ومو ویل : شپه نیږدې ده، په دې وخت کې مار موږ وڅاري. راځئ، چې یوې ونې ته وخېژو او هلته ویده شو . موږ یوې سترې ونې ته وختو، زه له دوستانو مې پیاوړی وم او ومې کولای شول، چې د ونې لوړې برخې ته لاړ شم .       د شپې لومړۍ شېبې وې، ستر مار بېرته هغه ځای ته راغی، هغه زموږ ونه پیدا کړه او را پورته شو، زما د دوستانو له جملې څخه یو یې په خوله کې ونیوه او ما یې چیغې د مار په خېټه کې اورېدې، په ونه کې ناست وم، نمې شو کولای، چې ځان وښورم، ځکه چې ډېر وېرېدلی وم . کله چې سهار شو، نو مار هلته نه و . له ځان سره مې فکر وکړ: څه وکړم ؟ نن شپه راځي ما به ووژني، باید سیند ته ور ټوپ کړم، کېدای شي دا تر ټولو غوره کار وي. له ونې څخه مې یوه اندازه مېوه وخوړه او فکر مې وکړ، الله (ج) را په یاد شو، له خدای (ج) څخه مې مننه وکړه، ځکه چې دلته هېڅ بیزو ډوله نه شته . له دې وروسته ما په سیند کې د کښتۍ لرګۍ ولیده او یو فکر راته پیدا شو، په بیړه مې کار وکړ، د لرګیو یو صندوق مې جوړ کړ، په هغه کې کېناستم او د مار په تمه پاتې شوم .
  شپه شوه او د مار غږ د صندوق شاوخو اورېدل کېده، یوه ډېره ستره خوله، سر، مټو، پښو، ورنونو ته مې نیږدې وه. صندوق کوچنی او زه په هغه کې نه شوم ښورېدلی، مار پرله پسې هڅې کولې، مګر نه یې شو کولای، چې ما وخوري، لرګي ډېر کلک ول .    چیغې مې کړې، ای الله (ج) ! بیا هم له تا څخه ډېره زیاته مننه کوم، ځکه چې زه مړ نه شوم ! سبا مې له لرګیو څخه یوه کښتۍ جوړه کړه، په هغې کې مې یوه اندازه مېوه او اوبه کېښودې، له دې وروسته مې کښتۍ سیند ته بوتله، له دې بهر یوه ډېر خطرناک ټاپو وو .   نه غواړم چې هغه ورځې را په یاد کړم، کومې چې له دې پرانیستې کښتۍ سره مې تېرې کړې وې. زه د سوزنده لمر لاندې سور اوښتی وم او سیند یو ځل بیا توپاني شو .
 نور بیا .....