
له يو فیلسوف ځینې وپوښتل شول : کوم ډول ښځه ځانته غوره کوې ؟؟
ځواب يې ورکړ : ډېره ښکلې نه ، چې بیا به دنورو سترګې هم ورته نه غړیږي .
نه ډېره بدرنګه ، چې زما زړه به یې نه مني .
نه اوږده ، چې زه به ورپورته کیږم .
نه لنډه ، چې زه به ورټېټیږم .
نه چاغه ، چې دهوا اوتنفس ټولې لارې به بندوي .
نه دنګره زه به بیا وایم ،چې دا خیال دی .
نه دشمعې پر څير سپینه .
اونه دسيوري په څير توره .
نه بې سواده ، چې زما پر خبره به بیا نه پوهیږي .
نه پوهه ، چې بیا به راسره دلیل وي .
نه بډایه بیا به وايي دا زما پانګه ده .
نه بیوزله ، چې بیا به له ما وروسته زما اولاد ورسره بدمرغه وي .
یوفیلسوف یوه ښځه ولیده ، چې ځان په ونه کې راځوړند کړې و نو ناببره یې له خولې ووتل : کاش ! ګردو ونو دغه ډول مېوې نیولې .
یو ملګري بل ته وویل : داسې وانګیره ، چې زما مېرمن د ( دریو اس ځغلونکو ) کېسه لوسته او درې بچیان یې وزیږول . ملګري یې چیغه کړه اې لویه خدایه پرده مې وکړې ما مې مېرمن ولیده ،چې د ( علي بابا او څلویښت غله ) کېسه یې لوسته .
ژورنالیست له یوې ممثلې پوښتنه وکړه څرنګه به پوه شم ، چې ښځه اوس درواغ وايي ځواب یې ورکړ : کله ، چې خپلې شونډې ورپوي .
کله ،چې ښځه وغواړي له عقله کار واخلي نو دزیان په اړه فکر کوي .