
یوه ورځ بهلول په لاره تېرېده، یو استاد یې ولیده چې زده کوونکو ته وايي:
ـ زه فلاني امام سره په درېوو مسایلو مخالفت لرم.
لومړی، هغه وایی چې الله تعالی نه لیدل کېږي.
نو څه چې نه لیدل کېږي اصلا هغه وجود نه لري.
دوهم ـ هغه وايي چې الله تعالی به ابلیس په جهنم کې وسېځي.
حال دا چې ابلیس خپله له اوره جوړ شوی دی. اور په اور نه سېځل کېږي.
درېیم ـ هغه وايی انسان ټول کارونه په خپل اختیار ترسره کوي.
دا هم سمه نه ده، ځکه چې انسان ځینې کارونه له مجبوریته ترسره کوي.
کله چې بهلول دا خبرې واورېدې په قهر شو او استاده یې په وچلي باندې په ډبرې وويشت، د استاد په وچلې وینې روانې شوې. استاد او زده کوونکي، بهلول د وخت خلیفه ته راوست او ترې شکایت یې وکړ.
خلیفه د پېښې په هکله مالومات وغوښتل، استاد ورته وویل:
ـ زده کوونکو ته مې سبق ویلو چې بهلول په ډبرې ووېشتم.
بهلول ترې وپوښتل:
ـ استاده! تا درد ولیده؟
استاد وویل : نه، درد خو نه لیدل کېږي.
بهلول یې په ځواب کې وویل:
ـ نو کله چې درد نه لیدل کېږي، په دې مانا ده چې درد نشته.
بله دا چې ته هم له خاورې جوړ یې او لوټه هم له خاورې جوړه ده، بیا خو پر تا هیڅ اغیزه نه کوي.
درېم، تا وویل چې انسان په خپل اختیار نه دی. بیا خو زه هم اړ وم چې تا په دبره وولم. نو زه له کومه د سزا وړ یم؟
استاد چې کله د بهلول دلایل واورېدل خجالته شو او په ټیټ سر پخپله مخ روان شو
ژباړه: آرش ننګیال
20/05/2015