له پېنسله یې  زده کړه!

 
بابا په لیکلو بوخت و، لمسي ترې پوښتنه وکړه:
ـ بابا! څه لیکې؟ ایا زما په هکله یې لیکې؟
بابا په خوښۍ ځواب وکړ:
ـ هو! ستا په هکله یې لیکم! ایا غواړې چې کله ستر شوې د دغه پینسل په شان اوسې؟
 لمسي په حیرانۍ پېنسل ته وګتل، خو کوم ځاص څه یې پکې ونه لیدل، ویې پوښتل:
ـ داسې پېنسلونه خو مې ډېر لیدلي دي! دې کې څه کمال دی؟
ـ دا ستا په دید پورې تړاو لري چې په کوم نظر ورګورې، خو پېسنل پینځه ځانګړنې لري، که ته هم دا ځانګړنې په ځان کې راولې نو ټول عمر به ارامه او سوکاله ژوند ولرې.
۱ـ ته کولای شې چې ډېر ستر کارونه ترسره کړې، خو ته باید دا یاد وساتې چې یو ځواک او قدرت شته تاته هدایت کوي، دا ځواک الله دی.  د الله چې څنګه خوښه وي تا هماغې خواته هدایت کوي.
۲ـ کله، ناکله له لیکلو لاس په سر شه او پېنسل تراش نه ګټه واخله، دا ددې لامل کېږي چې پېسنل یو څه وکړېږي خو پای کې یې څوکه تېره کېږي. نو پوی شه چې باید ستونزې تحمل کړې، ځکه ستونزې او مشکلات ددې لامل کېږي چې تانه پوی او هوښیار انسان جوړ کړي.
۳ـ پېنسل تل اجازه در کوي چې لیکلی لیک یې په پینسل پاک، پاک کړې. پوی شه چې د غلط کار سمول بد کار نه دی.
۴ـ د پېنسل ظاهري شکل یا لرګي مهم نه دی، بلکې هغه تور سکاره مهم دي چې د لرګي په منځ کې دي. تل دې ته پام کوه چې ستا په دننه کې څه دي؟
۵ـ  پينسل د تل لپاره له ځانه خاپ پرېدي، یانې د پېنسل خاپ پاتې کېږي، نو هر کار چې ترسره کوې باید چې هوښیار اوسې او پوی شې چې څه کوې.
لیکوال مسعود لعلي
ژباړه : آرش ننګیال