
څړيکې وې، درد و، زندګي د اوښ په شا نه کېده
د دې حالاتو په ورغوي کې خندا نه کېده
هغه مهال چې يې د قتل فتوا خوله کې نه وه
هغه مهال به مې هېڅ کرکه له ملا نه کېده
په دې وطن کې پخوا دا جوارګري نه وه دود
په دې وطن کې د جنت- حورو سودا نه کېده
ما به غوښتله، دې غوښتلم؛ خو زما نه شوله
ځکه له خدايه مې څه داسې تقاضا نه کېده
تا به دې سرې لپې تېرو بڼو ته نه نيولې
له ښېرا پرته زما په خوله باندې دعا نه کېده
محب الرحمن محب