
اکرم چې د خپل پلار غوڅی خبری اوريدلی وی، نوريی نه غوښته چی دمور پرزخمونو مالګی ودوړوی. سهار وخت د جومات په نيت ولټيد، لمونځ يی په جومات کی اداکړاو تر ناوخته په جومات کی ځانته پاته شو، يو څو سوری قرانکريم يی تلاوت کړ، دکور په لور وخوځيد، په پټه خوله يی څو مړی ډوډۍ وخوړله، خپل کتابونه يی راټول کړل او د ښوونځی په لور، روان شو. اکرم چی ټوله شپه د اسمان به ننداره په ويښو تيره کړیوه، سريی پړسيدلی و او يوازی يوڅه يی په سرکی راګرځيدل: څه دی کول چی پلار او نيکه دی کول، نه می پلار ښوونځی لوستی و او نه نيکه. دهمدی سوچونوسره اکرم د ښوونځي تر دروازی پوری ورسيد.
ټولګۍ ته ننوت، هلته تر اوسه بل څوک نه وه راغلی، اکرم کتابونه راخلاص کړل اونوی لوست يی له نظره تير کړ. فکر يی يوڅه راټول شو، نور، زده کونکی هم را پيدا شوه او څو شيبی لا نه وي تيری چی ښوونکی هم ټولګۍ ته راننوت. زده کونکی د ښوونکی په درناوی ودريدل.
ښوونکی ټولوته د ستړی مه شی په ويلو سره د کښيناستلو اشاره وکړه.
ښوونکی نوی درس تشريح کړ او بيا يی اکرم ته اشاره وکړه، څو درس تشريح کړی.
اکرم، درس تشريح کړ، خودنورو ورځوپه څير خوشحاله نه ښکاريده.
ښوونکی پسله ډيری مودی ليدل چی داکرم فکر په کوم بل ځای کی مصروف دی، په دی پوه شو چی اکرم دکومی جدی ستونزی سره لاس او ګريوان دی تصميم يی ونيو چی د اکرم پوښتنه وکړی. ښوونکی مخکی له دی چی د ټولګۍ نه ووزی اکرم ته مخ راواړاوه او داسی يی ورته وويل: اکرم جانه، پسله رخصتی نه بيا ما وګوره او دخدای په امانی په ويلو سره د ټولګۍ نه ووت.
ورځ تيره شوه، ملازم د رخصتی زنګ و درنګاوه، شاګردان يو په بل پسی د ښوونځي نه ووتل. اکرم هم حاضری او ترقی تعليم ادرای ته تسليم کړه او بيا دخپل ښوونکی خواته راغی او د سلام په ويلو سره يی د ښوونکی پاملرنه ځانته واړول.
ښوونکی: اکرم جانه، په خير راغلی؟
اکرم په مسکا کی د ښوونکی ځواب ورکړ. ښوونکی اکرم له لاس نه ونيو او اداری ته ننوتل. په داسی حال کی چی ښوونکی، اکرم له لاس نه نيولی و، خپلی خبری يی داسی شروع کړی:
ښوونکی: اکرم جانه، ته څنګه يی؟
اکرم: ښوونکی صاحب،تر اوسه خو د خدای په فضل ښه يم.
ښوونکی: اکرم جانه نن خپه ښکاری، او داسی معلوميږی چی کومه ستونزه لری، راته ووايه، ايا زه درسره کمک کولای شم؟
اکرم چې د شپي راهيسی يی زړه د غصی ډک و، نور يی نو خپل حوصله دلاسه ورکړه، ستونی يی د ژړا ډک شو او اوښکی يی بيله اختياره پر مخ روانی شوی. خپل دزړه غوټه يی خلاصه کړه او په ژړا کېيی وويل: ښوونکی صاحب، موږ ته خو داهر څه د پلرونو په ميراث راپاته دی او بيا يی داخبره تکرارکړه: وايی څه دی کول چی پلار او نيکه دی کول.
ښوونکی چی د پخوا نه د اکرم په ستونزه خبر و، تر اخره پوری پری ورسيدی او اکرم ته يی داسی وويل: اکرم جانه، ته چرت مه وهه خدای پاک به هرڅه سم کړی.
اکرم: ښوونکی صاحب، زه اوس کاملا په دی باور لرم چې زما پلار به هيڅکله هم ماته د ښوونځی اجازه رانکړی.
ښوونکی: ولی دومره نا هيلی يی، خدای لوی دی، دا متل دی نه دی اوريدلی، چې وايې((غر که لوړدی پر سريی لاره ده)).
اکرم: ښوونکی صاحب، ماته خو ښکاری چی ددی غره دپاسه کومه لاره نشته، او که وی هم نو خوراستونزمنه به وی.
ښوونکی ته اکرم دخپل اولاد په څير ګران و، غوښتل يی دهغه سره هرډول لازمه مرسته وکړی. د اکرم پر سر يی لاس را کش کړاو بيا يی ورته وويل، زمريه اول خو ما په کيسه پوه کړه.
اکرم يوه لحظه غلی شو، او بيا يی نو د تيری شپی ټوله کيسه سرترپايهښوونکی ته وويل. او زياته يی کړه، ښوونکی صاحب زه اوس په دی باورلرم چی زما پلار به هيڅکله هم زما د ښوونځی سره موافقه ونکړی.
ښوونکی: اکرم جانه، ته فکر مه کوه، په خدای باور ولره او پر خپل تصميم ټينګ اوسه، زه په دی باوریيم چې ستا پلار به ستا هيله ومنی. داخو يوازی دستونزو شروع ده. ته بايد د فولادو په څير سخت او پياوړیسی، د ژوند د ناخوالو په وړاندی بايد مقاومت ولری، هيڅکله هم بايد، دژوند ناخوالو ته تسليم نه شي. زه ډاډه يم چې ستا پلار به ستا غوښتنه ومنی. په خدای پاک او پخپل تصميم باور ولره. که بياهم ستاسو پلارستا او ستا دمورخبری ونه منلی نو بيا زه ورسره خبری کوم اوزه ډاډه يم چی داستونزه حل کولای شم.
اکرم سره ددی چې د پلار نه ناهيلی شوی و، خو د ښوونکی خبرو يی يوځل بيا هيلی راژوندی کړی. او ښوونکی ته يی وويل: ښوونکی صاحب داسی نه چی زما په خاطر خدای مکړه، تاسو ته کومه ستونزه پيدا شی.
ښوونکی: مسکی شو ويی ويل، زه ډاډه يم چی ستونزه به پيدا نه شی.
اکرم: نو سمه ده .
ښوونکی مسکی شو ويی ويل وعده وکړه چی نوربه غصه نه کوی.
اکرم وويل: سمه ده وعده کوم.
اکرم د ښوونکی نه رخصت شو او دکور په لوريی ګامونه ګړندی کړه.
اکرم به هره ورځ د ورځي پر ۱۲بجوکورتهرارسيده،خونندادیله۱۲نه۱۵دقيقی تيری دی خو لا اکرم نه ښکاری. موريی څو، څو ځله ډوډۍ ګرمه کړه، خو بيا به سړه شوه، مګر د اکرم پته نه وه. د اکرم مور څو، څو ځلی دکلا دروازه خلاصه کړه، لار يی وڅارل، خوبيرته به ناهيلی شوه. دروازه به يی پوری کړه او کوټی ته به ستنه شوه، ځمکی ځای نه ورکاوه، د سرای په منځ کی په لوڅو پښو او سرتور سر د غرمی سوځونکی لمر ته ودريدل، سر يی لوڅ کړ، د اسمان لوری ته يی پلو خلاص کړ، تول پيران يی د قبرو را وايستل او د لوی خدای دربارته يی واسطه کړل، اوښکی يی پرمخ روانی وی او په زوره زوره يی د اکرم لپاره د لوی خدای نه د کمک هيله کوله، ګوری چی اکرم په دروازه راننوت او د مور پاملرنه يی د ځان پلو واړول. مور د اکرم په ليدو وغوړيده پړونی يی پر ځمکه ولويد او په سره لمر، سرتور سر او په لوڅو پښو يی د اکرم په لورمنډه واخيسته. زوی يی په سينه پوری ټينګ کړ، او په داسی حال کی چی اوښکو يی پرمخ لاری ايستلی وی، په ژړه غونی اوازيی وويل: موردی بلا واخلی، ولی دومره وځنډيدی؟
اکرم د خپلی مور داحالت نه شو زغملای، کوښښ يی وکړ، څو ځان ټينګ کړی اومورته ارامتيا ورکړی، اکرم وويل: موری، دتشويش وړ هيڅ خبره هم نشته. راځه کورته لاړشو. زه بس د ښوونکی سره يو څو دقيقی و ځنډيدم.
زوی او مور دواړ ه کوټی ته ننوتل، مورسمدلاسه سابه ګرم کړه، دزوی مخی ته يی کښيښودل، او بيا اکرم ته مخامخ نژدی کښناستل اوداسیيې په ځير ځير يی زوی ته کتل، تا به ويل چی کلونه يی زوی نه دی ليدلی. داکرم دمور په څيره کی يو لوی او پټ غم پروت و، هڅي يی ناکامه شویوی او ځان يی ناتوانه احساساوه.
اکرم د خپلی مور ناکامه هڅي احساس کړیوی او دخپلی مور په زړه کی يی د غمشريکی نښی له ورايه ليدلی.
د اکرم د مور غم ورځ په ورځ زياتيده، خوب او خوراک يی تښتيدلی و او د زوی په غم کی په پټه خوله ننيدله، يو لوری ته يی خاوند و چی زړه يی د تورکاڼی په څير کلک و او بل لوری ته يی يوه دانه نازولی زوی ؤ چېد ښوونځي د دوام تصميم يی نيولی و. ددوو متضادو غوښتنو ترمنځ ننيدله. رنګ يی په ورو، ورو ژړيده او د بی قووتی احساس يی هره ورځ په وجود کی زياتيده.
د اکرم پلار يوه اوونی وروسته برکلی ته لاړ، دهغه ځايه يی د يوزر او پنځه سوه روپو په بدل کی د ځان سره يو بنډل تاويزونه راوړل، ميرمنی ته يی ورکړل، تاويزونه چی په رنګارنګ تارو پيچل شوی وو. د اکرم پلار خپلی ميرمنی ته هر تاويز بيل، بيل ورکړ او ورته يی وښودل چی کوم تاويز ته څه ډول جامیورکړی، هر تاويز څه دنده لری، يوڅو تاويزونه يی د،دود کولو لپاره ورکړل او بيا يی يو بنډل نورتاويزونو چی په اوبو کی خوړل کيدل پر اضافه کړه، ميرمنی ته يی وويل چی تاويزونه پخپل وخت استعمال کړی او زياته يی کړه: زه باور لرم چی دا تاويزونه به ژر کار وکړل.
د اکرم مور دا ټول کارونه وکړل، ورځي تيری شوی، خو تاويزو کوم تاثير ونکړ.
د اکرم دمور، روحی فشار دزوی په غم او غصه کی ورځي له بلی نه زياتيده او اخر يی د پښو واچوله او د بستر شوه.
خاوند چی دميرمنی دا حالت ليده، دميرمنی نه يی څو، څو ځله دهغی د احوال تپوس وکړ، خو هغی فقط يو ځواب ورکاوه . زه ښه يم.
اکرم هم د مور داحالت نه شو ليدلی، هره ورځ به دمور خواته کښيناست او د حال پوښتنه به يی کوله، خو مور به ويل: زويه، مور دی بلا واخلی، زه ښه يم. همداسی لږ کسالت لرم، بس ژر به ښه سم. اوس نو اکرم مجبور و چی په کورکی دمور کارونه هم ترسره کړی.
د اکرم پلار ميرمن په ډيرو زيارتو وګرځول، ډير تاويزونه يی ورته راوړل خو دا ټولی هڅي ناکامه وی، تاويزو تاثير نه کاوه او د اکرم مور دهری ورځي په تيريدو سره خپل روغتيا دلاسه ورکوله.
د مور ناروغی د اکرم ستونزی نوری هم زياتی کړی، اکرم دخپلی مور بد حالت نه شو زغملای، هر څه سوچيی وکړخو څه يی په نظر نه ورتلل. فکر يی ډير وران و، د اکرم دمور په ناروغۍ ښوونکی هم خبر و. خو هغوی نه پوهيدل چی ستونزه يی تر جدی حده مخته تللی ده.
سبا چی کله د اکرم ښوونکی دهغه دمور دناروغی تپوس وکړ، نو اکرم ورته وويل: ښوونکی صاحب مور می ډيره ناروغه ده، دوعا راته وکړه، چی خدای می مورته صحت ورکړی.
ښوونکی، اکرم جانه ولی دی مور ډاکټر ته نه وړی؟
اکرم: ښوونکی صاحب، زه خو په ډير څه نه پوهيږم خو پلار می وايی چې پر کوم درانده ځای ګرځيدلی ده، او پيری يی اخيستی دی. پلار می هغه ډيرو زيارتو ته بوتله خو ناروغیيی ورځ تربلی زياتيږی.
ښوونکی: اکرم جانه، دا څه خبری دی چی ته يی کوی. ته خو هوښيار هلک يی خدای پاک وهریناروغی ته دوا را، استولی ده، موردی دولسوالۍروغتون ته يوسه، زه ډاډه يم چی پسله دوی ورځي به دی مور، رکه روغه شی. زياته يی کړه، مورته دی جدی پاملرنه وکړه، خدا مکړه،داسی نه شی چی موردی دلاسه ووزی.
اکرم د ښوونکی په مشوره خورا خوښ و، کورته راستون شو، دمور خواته کښناست، او دمور د احوال پوښتنه يی وکړه.
موريی په لړزيدلی اواز وويل: مور دی بلا واخلی، ښه به شم. د اکرم مور په ډير زحمت خبری کولی. اکرم د مور پر مخ لاس تيرکړ، بيا يی مور پر مخ ښکل کړه او داسی يی وويل: موری، ته چرت مه وهه زه می همدا اوس پلارته وايم چی تا د ولسوالۍ روغتون ته يوسی، ډير ژربه جوړه شی.
اکرم دمور خواته ناستو، اوښکی يی پر مخ روانی وی چی پلار يی په کور، راننوت، زوی او مور يی دواړه د ژړا په حالت کی وليدل، زړه يی وسوځيد، خو خپل ځان يی ناتوانه احساساوه، لار او ګودر ترينه ورک وو، نه پوهيده څه وکړی، د ميرمنی خواته ودريد او ويی ويل: ميرمنی څنګه يی؟
ميرمنی يی په لړزيدلی اواز وويل: بس ژوندۍيم.
اکرم: پلاره، مورمی ډاکټر ته يوسه،
د اکرم پلار: څه! څه! څه!
اکرم: پلاره، مورمی په ولسوالۍ کی روغتون ته يوسه اوکه نه داسی نه شی چی بيا ناوخته وی.
د اکرم پلار: زويه!ډاکټر څه کاريی څه، په کلی کی خو ډاکټر نشته، په ټولو زيارتو می وګرځوله، تاويزونه می ورته راوړه، نور نو څه چی قسمت وی هغه به کيږی.
اکرم: نه پلاره، خدای پاک هری ناروغی ته يو درمل هم پيدا کړی دی، دهمدی کار لپاره خدای پاک ډاکټران پيدا کړيدی. ته بايد نور ناوخته نکړی، که نه داسی نه شی چی مور می دلاسه ورکړو.
د اکرم پلار: زويه، زه خو په څه نه پوهيږم، نه په ولسوالۍ کی بلد يم، د کلی دباندی لار او ګودر نه شم ميندلای.
اکرم: پلاره، خلک مکه هم پر پوښتنه پيدا کولای شی، نو ايا ته ولسوالۍ او روغتون نه شی ميندلای؟
د اکرم پلار چې د زوی خبری واوريدی، په زړه کی يی وويل: کيدای شی اکرم رښتيا وايی، داسی نه شی چی ميرمن می مړه شی، بيا به څه خاوری پر سرکړم، زوی به می يتيم شی، زه به بی کوره شم، زما په شان غريب او بی وزلی سړی ته خو څوک ولله که لور يا کونډه هم ورکړي. راځه د زوي خبره ومنم. زوي ته يی وويل: که داسی وی نو ښه خبره ده، ته به هم راسره ولاړشی؟
اکرم خوشحاله شو، ويی ويل: هو! پلاره دواړه به ولاړ شو، زه باورلرم، مور به می ژر روغه شی.
سبا د وخته اکرم او پلار، د اکرم مور چې اوس د حاله لويدله وه، په چارپايی کی واچول، د سړک خواته ولاړل او هلته يی د موټر انتظار وايست. څو د قيقی وروسته موتر، راورسيد دری واړه موټرته پورته شول.
څو دقيقی وروسته موټر، ولسوالۍ ته ورسيد، اکرم مخکی له دی چی د موټر نه کوز شی د موټر وان نه يی پوښتنه وکړه: کاکا تا روغتون ليدلی دی؟
موټروان: هو، ايا تاسی روغتون ته ځی؟
اکرم: هو کاکا، مورمی ډيره ناروغه ده او موږ هم نابلده يو، که ته راسره مرسته وکړی نو موږ به ستا نيکی هيره نه شو کړای.
موټروان: کښنه وراره، زه به به مو روغتون ته ورسوم، زه بيله دی نه هم هغه پلو ځم.
اکرم خوشحاله شو او د خير يوسی په ويلوسره پخپل ځای کښيناست. اکرم خوشحاله په نظر رسيدی. پلار خو يی حک حيران و، لار او ګودر ترينه ورک وو، يوازی د اکرم ورشادت او هوښياری ته خوښ و. څو دقيقی وروسته دری واړه د روغتون مخی د موټر نه کوز شول او سمدلاسه وروغتون ته ننوتل. د روغتون کارکونکو چی وليدل چی دناروغ حالت ډير خراب دی، سمدلاسه يی دهغو مرستی ته ور ودانکل او ناروغ يی د بيړنيو مرستو کوټی ته داخل کړ، ډاکټر هم راپيدا شو او د ناروغ په معاينی کولو يی شروع وکړه. ډاکټر په داسی حال کی چې د معاينی اله يی د ناروغ (د اکرم مور) په زړه، سږو او پښتورګو ګرځوله، دهغی نه يی داسی پوښتنی وکړی:
خوری، کوم ځای دی دردلری؟
د اکرم مور: ډاکټر صاحب، ځاې می درد نه کا، زړه می بی شمی دی ، سر می دروند دی، خوب می نشته او څه نشم خوړلای.
ډاکټر په دی ډاډه شو، چې ناروغ کومه روانی ستونزه لری. سمدلاسه يی نسخه وليکل او داکرم پلار ته يی ورکړه او په همدی بهانه يی هغه د بيړنی کوټی نه وايست، ډاکټر د اکرم مورته وويل: خوری ايا په کور کی مو کومه ستونزه ده؟
د اکرم مور حکه حيرانه شوه، او ويی ويل نه نه وروره کومه خبره نشته.
ډاکټر: ايا خاوند دی درسره بد چلند کوی؟
د اکرم مور: نه نه ډاکټر صاحب بيخی نه.
ډاکټر او داکرم مور په همدی خبرو لګياه وو چې داکرم پلار کوټی ته راننوت او درمل يی د ډاکټر مخ ته پرميزکښيښودل. ډ اکتر خبره لنډه کړه، درمل يی بيل، بيل اکرم او دهغه پلارته وروښودل، او لارښودنه يی ورته وکړه، بيايی د اکرم پلار ته وويل: کاکا، ميرمن دی خوشحاله ساته، خاصه ستونزه نلری، ژر به انشا الله روغه شی. اکرم ډاکټر ته وويل: ډاکټر صاحب موږ به دا ټول کارونه په وخت وکړو، زه به می مورته ښه پام وساتم.
ډاکټر، اکرم ته پام واړاوه، ويی ويل: شاباس زلميه ، نوداستا مور ده؟
اکرم: هو ډاکټر صاحب دامی مورده.
ډاکټر: په ښوونځی کی يی؟
اکرم : هو، سږ کال د شپرږم ټولګۍ نه فارغ کيږم.
ډاکټر: واه واه، څومره عالی.
اکرم په داسی حال کی چې په يوه لاس کی يی د مور درمل او په بل لاس يی دمور لاس نيولی و او غوښتل يی چې دروغتون نه ووزی، يو دم يی په زړه کی راوګرځيدل، څه دی کول چی پلار اونيکه دی کول. اکرم پخپل ځای ودريد، مخ يی د ډاکټر پلو راواړاوه، او داسی يی وويل: ډاکټر صاحب بخښنه غواړم، ايا زه له تاسونه يوه پوښتنه کولای شم؟
ډاکټر: هو بچيه، ولی نه.
اکرم: ډاکټر صاحب ستاسو پلار څه کارکوی؟
ډاکټر حيران پاته شو، ځواب يی ورکړ، ولی دا پوښتنه کوی؟
اکرم، بس همداسی، زړه می وغوښتل دا پوښتنه وکړم.
ډاکټر پوه شو چې د اکرم په دی پوښتنه کی خاص مطلب پروت دی، ويی ويل: بچيه، زما پلار هم ستا د پلار په څير يو کليوال بزګردی.
اکرم ددي ځواب په اوريدلو سره خپل ځواب وميند او د مننی په ويلو سره د روغتون نه ووت.
د اکرم مور او پلار دواړه د اکرم سوال ته حک حيران و. سره ددی چې د اکرم پلار يو ساده کليوال بزګر و، خو د زوی په پوښتنه يی سر خلاص شو. په چرت کی لاړ، د ځان سره يی فکرکاوه، راځه زوی ته اجازه ورکړه چی ښوونځی ولولی، سمدلاسه بل فکر ورته پيدا شو، يوه دانه زوی دی دی، هغه څنګه له ځانه بيلوی. د اکرم پلار، دخپل زوی پوښتنی ته حک حيران پاته و، سوچ يی وکړ او دځانه سره يی وويل: د کوډګر تاويزو کار ونکړ، تور غويی او يو زر او پنځه سوه روپۍ عبث لاړی، اکرم لا اوس هم د ښوونځي په فکر کی دی. داکرم پلار فکر وکړ، که ددی ډاکټر پلار زما په څير کليوال بزګردی، او زوييی ډاکټر دی نو بيا خو زه فکر کوم، چې زما زوی په حقه دی. د اکرم پلار چی ټول عمر د کوز کلی په څلورو ديوالو کی راګير و. او نړۍ يی هم هلته ليدله، اوس په دی پوه شو چی دا نړۍ ددوی له کلی نه خورا لويه ده. د اکرم پلار په دی سوچ کاوه، کيدای شی زما زوی په حقه وی، کيدای شی هغه دهمدی ډاکټر په څير یوه ورځ لوی ډاکټر شی، خلکو او ولس ته يی ګټه ورسيږی. فکر يی ډير پريشان و. د اکرم د پلار په مغزو کی دوه متضاد فکرونه يو دبل سره په سخت جګړه لګياه وه. فکربه يي ويل: ځه زوی ته اجازه ورکړه چی ښوونځی ولولی خو زړه يی دانه شوه منلای چی خپل د زړه ټوټه، يوه دانه زوی له ځان نه بيل کړی. با لاخره فکر پر زړه بری وموند او داکرم پلار تصميم ونيو چې زوی ته د ښوونځي د ويلو اجازه ورکړی. داخبره د اکرم پلار دځان سره وساتل او په پټه خوله د زوی او ميرمنی سره په لار روان و.
دری واړه د موټر تم ځای ته لاړه، هلته تم شول او موټر ته يی انتظار وايست. اکرم د مور او پلار نه بيل شو، د نژدی سماوار نه يی چايی او ګرمه ډوډۍ راوړه. مور يی په زوره يو څو، مړی وخوړی، خو پلار يی د تناره ګرمه ډوډۍ د چايی سره وخوړل او ځان يی ښه موړ کړ. اکرم سمدلاسه دمور درمل راواخيستل، د ډاکټر د هدايت سره سميی مورته درمل ورکړه. بيا يی ځانته يو پياله چايی واچولی او انتظار يی وايست. اکرم د چاي چيښولو وروسته د سماوار لوښی ټول کړل او بيرته يی سما وارته يووړل. دسماوارچی روپۍيی ورکړی او بيا بيرته د مور او پلارسره يوځای شو. اکرم په دی سوچ کاوه: څه دی کول چی پلار او نيکه دی کول. اکرم سوچ کاوه، د ډاکټر پلار هم زما د پلار په څير بزګر دی نو بيا ولی زه هم ددی ډاکټر په څير ډاکټر نشم. د اکرم پلار هم د خپل زوی په رشادت، او داچې څنګه يی په ښار کی لار او ګودر ميندل او ستونزييی حوارولی، حيران پاته و. په زړه کی سخت خوشحال و او په دی يی وياړ کاوه چی زوی يی دنور کليوالو په څير ډير توپير لری. د اکرم پلار دا تصميم نيولی و چې زوی ته به اجازه ورکوی، ترڅو ښوونځي ته دامه ورکړی خو داخبره يی دځانه سره ساتلی وه.
موټر په تم ځای کی ودريد او د کلی ناره يی وکړه. اکرم هم سمدلاسه مور له لاسه ونيوله او موټر ته پورته شول. اکرم يو ځل بيا هم د موټر وان نه د سهار د کمک په خاطر مننه وکړه او پرخپل ځای کښناست. لا کلی ته نه وه رسيدلی چې د ډاکټر دوا تاثير وکړ او موريی د روغتيا احساس کاوه. درد يی ورو ورو له بدن نه تللی و، تبه يی ورکه وه، او وجود يی د ارامتيا احساس کاوه. پسله يو ه ساعت نه، موټر په کلی کی تم شو، اکرم د مور لاس ونيو، د موټر نه راکوز شول. د اکرم مور اوس پخپلو پښو دزوی سره په لار، روانه وه، د اکرم پلار ددی صحنی په ليدلو خپله عقيده نوره هم ټينګه کړه او مصمم شو چی زوی ته به د ښوونځی ددوام اجازه ورکوی.
زوی او مور دواړه د کور په لور، روان شول او د اکرم پلار د جومات په لور ولاړ. اکرم سمدلاسه دمور لپاره بسترتيار کړ، مور يی استراحت کولوته راو بلل او په خپله د شپی لپاره په پخلی لګياه شو. د اکرم مور چې په شپو شپويی خوب نه و کړی سمدلاسه په درانده خوب ويده شوه. اکرم هم د شپی لپاره د هګيو ښوروا چی د اکرم لپاره يی پخلی ساده و، تياره کړه.
د اکرم پلار د خپلی ميرمنی په دوباره روغتيا خوشحاله و، د ماښام د لمانځه داداکولو نه وروسته، کاله ته راستون شو. اکرم پخپل ټول عمر، خپل پلار دارنګه خوښ نه و ليدلی. د ډوډۍ وخت شو، اکرم د پلار لاسونه ووينځل، دګرمی ښوروا کاسه يی پر دستر خوان کښيښوده او پخپله د دمور د بيدارولو لپاره د مورخواته ورغی. مور يی په ورو و ښوورول. موريی سترګی خلاصی کړی، او سترګی يی پخپل زوی ولګيدی. د اکرم مور لاس د زوی پر مخ را کش کړ او ويی ويل: مور دی بلا واخله. اکرم مسکی شو اوويی ويل: موری، کښنه ډوډۍ وخوره بيا استراحت وکړه.
د اکرم مور پاڅيدله، لاس او مخ يی تازه کړل، او د دسترخوان وخواته کښيناستله. ناروغی نوره ترينه تښتيدلی وه. او داچی ډيری ورځي يی سمه ډوډۍ نه وه خوړلی، سخت د لوږی احساس يی کاوه. لستوڼی يی را پورته کړ، او نن شپه يی د خاونده نه هم زياته ډوډۍ وخوړله.
د اکرم مور کاسه پاکه کړه، خاوند يی دميرمنی په صحت بی حده خوښ و. اکرم او موريی دسترخوان ټول کړ، لاسونه يی ووينځل. د اکرم مور ولاړه شوه، ترڅو اودس وکړی او قضا شوی لمونځونه راو ګرځوی، اکرم هم د کټ پلو وخوځيد. د اکرم پلار، ميرمن او زوی دواړه و ناستی ته را وبلل.
د اکرم پلار: کښينی غواړم له تاسو سره څه شريک کړم.
د اکرم مور: کښناستله، خو نهيی غوښتل چې بيا زړه دعوا تازه کړی، ويی ويل، وايه سړيه، بيا څه وايی؟
اکرم سوچ وکړ، او ډاډه و چې دده پلار يوازی يوه غوښتنه لری او هغه داده چی زوی يی نوره ښوونځی ونه لولی، ځکه يی نو وويل: پلاره، سمه ده نوره ښوونځي نه وايم او هيڅکله هم نور دابخث نه يادوم.
د اکرم پلار: پری نښوده چې د زوی خبره يی مکمله شی، سمدلاسه يی وويل: نه زويه، ته به ښوونځی لولی، او هرومرو به يی لولی، دومره به يی لولی، لکه د ولسوالۍ ډاکټر، زه غواړم زما زوی ډاکټر شی.
اکرم باور نه شو کولای، حک حيران پاته و، فکر يی وکړی، چې پلاريی ټوکی ورسره کوی، غلی شو، ورو يی وويل: پلاره، زه پوه نه شوم؟
د اکرم پلار: زويه نن ورځي هرڅه بدل کړل، نن زه پوه شوم، چې زما زوی په حقه دی. اوس نو زه نه يوازی تاته اجازه درکوم چی ښوونځي ولولی، بلکه په دی لاره کی ستا د هڅو ملاتړ کوم. زياته يی کړه: ګوره، که نن تا زه نه وای متوجه کړی، نو مور به دی هم هغسی په بستر کی پرته وه، ما خو يی بيخی د ژوند څخه لاس وينځلی و. خوستا له برکته داده، موردی رکه روغه ده، بيا مسکی شواوزياته يی کړه: نن شپه خو ستا مور ماته په ډوډۍ خوړلو کی ماته راکړه. زه باور لرم چی څوورځی وروسته به د پخوانه هم زياته روغه شی.
اکرم ددی خبری په اوريدو سره داسی خوشحالو، لکه ټول دنيا چېيی ترلاسه کړیوی. زړه يی په سينه کی درزيده، او هيڅ باوريی نه شو کولای. اکرم نورخپله خوشحاله نه شوای پټولای په حقيقت کی يی سترګی د خوشحالی د اوښکو ډکی شویوی، ورويی وويل: پلاره خير يوسی، او نور غلی شو. د اکرم مور په ټول ژوند دخپل خاوند داسی نرم چلند نه و ليدلی، خپلی اوښکی يی کنترول نشوای کړای، پر مخ يی د خوښی اوښکولاره وايسته، سر يی لوڅ کړه، لاسونه يی اسمان ته لپه کړل او په لوړ اوازيی د خدای ج شکور ادا کړ، بيا يی خپل خاوند ته دوعا وکړه. د اکرم مور، زوی غيږی ته راکش کړ، څو څو ځله يی پر مخ ښکل کړ. اکرم او مور دواړو دا ستره خوشحالی د اوښکو په باران بدرګه کول، او د اکرم پلار يی ننداره کوله.
وخت هر څه بدل کړی وو، د اکرم هغه پلار چې تر نن سهار پوری په مرکو نه حاضريده تر څو دزوی غوښتنه ومنی، خو اوس دادی پخپله خوښه دی کارته حاضر دی او دزوی د غوښتنو ملاتړ کوی. دری واړه يو ساعت نور هم کښيناستل، د ولسوالۍ، روغتون او بازار کيسیيی وکړی او بيا دری واړه د لمانځه او اوداسه په نيت ولاړشول.
دلمانځه نه وروسته اکرم خپل کټ ته وخوت، شنه اسمان ته يی نظر واچاوه، سپوږمی د اسمان منځته راغلی وه، ځمکه يی د ورځی په څير رڼا کړیوه، اکرم ته هغه شپه ورپه زړه شوه، چی موريی زاری کولی، خو پلار يی يوازی يوځواب ورکاوه، نه می پلار ښوونځی لوستی و او نه نيکه. دهغه وخت نه ډيری ورځی نه وی تيری، مګر زمان هرڅه بدل کړی وو. په ورو يی وويل: ته بی شکه لوی ذات يی، ته بی شکه له مور او پلار نه مهربانه ذات يی، ته بی شکه د ځمکو او اسمانو مالک يی، ته هغه څه کولاشی، چې موږ يی فکر هم نه شو کولای. بيا يی خپل واړه لاسونه لپه کړل او ورو يی وويل: له تانه ډير ډير راضی يم، ته له مانه مه شی ناراضه.
داسی ښکاريده، لکه چې خدای ج په همهغه شپه د اکرم دزړه اواز اوريدلی وی. نن شپه اکرم خپل د خوب تعبير په رڼو سترګو ليده. په داسی حال کی چې سترګی يی د شنه اسمان لويی لمنی ته پاته وی، د ليسی او د پوهنتون په چرت کی لاړ. اکرم نور د ښوونکی کيدو خوب نه ليده بلکه برعکس اوس هغه خپله راتلونکی د ولسوالۍ د ډاکټر په وجود کی ليدلی وه. غوښتل يی طبيب شی، هو!يو ښه طبيب او دخپل ملت چوپړ وکړی. اکرم ته نور، په مخکی خنډونه نه معلوميدل، پر دیيی سوچ کاوه چی څرنګه به ليسه، پای ته ورسوی او بيا به د پوهنتون په لور، راونيږی.