
د کاڼي کرښې د وخت په غېږ کې ایستل کیږي.
د زمانې په لمن کې د پرون ډېرې خاطرې او افسانې پټې وي او د پرون ډېرې تجربې د نن لپاره پند را کولای شي.
وخت او زمانه مونږ ډیر بدلولای شي.
پرون چې مونږ او تاسو ماشومان وو، فکري او ذهني ځواک مو هم ماشوم وو او ماشومانه خوبونه مو لیدل. نن چې د وخت له وجهې لویان شوي یو، فکري او ذهني ځواک مو هم لوی شوی، داځکه چې له ډېرو خواږو او ترخو پیچومو څخه تېر شوي یو او راتلونکي کې هم له دغو پېښو لیرې نه یو، نو ځکه په خپل ماشومتوب پورې خاندو.
په ماشومتوب پورې یوازې خندا په کار نده، په کار داده چې مونږ په دومره زماني واټن کې څه ترلاسه کړي او څه مو کړي.
د تاریخ یو کتاب مې لوست چې ناببره یوه کوچنۍ پاڼه مې تر سترګو شوه، چې زما د لاس یو څو لیکل شوي یادښټونه پکې ثبت وو، خو د نن څخه پوره یوولس کاله پرې تیر شوي وو. دغوې پېښې ډير حیران کړم او په تعجب کې یې واچولم، یو دا چې په یوولسو کلونو کې مونږ څه کړي او تر کومې مو مزل کړی، او بل دا چې د ژوند ډېرې پټې خاطرې یې را یاد کړې، خو اوس هغه وخت تیر شوی، که هر څومره کوښښ وکړو، نه هغه وخت او ملګري په لاس راوړلی شو او که راټول یې هم کړو، نو بیا هم د هغې وخت خیالات په لاس نشو راوړلی او نه د پرون ماشومان کیدلای شو.
یوولس کاله پخوا زمونږ د بیولوژي استاد مونږ ته د معاصرې اسلامي نړۍ د دوو جیدو علماوو( یوسف قرضاوي او ډاکتر ذاکر نایک) نومونه زمونږ په ذهنونو کې را پیچ کول، خو نن زمونږ لید لوري او نړۍ په ټوله مانا تغیر کړی، او وخت له ډیرو لوړو او ژورو سره مخامخ کړي یو.
هغه څه چې پرون یې مونږ اټکل نشو کولای، نن یې په براندو براندو ګورو، او سبا ته د نورو لپاره ژوندۍ تجربې دي.
هو! وخت د سهار د نرم الوېښ غوندې ډېر ژر تېریږي، د وخت په غېږه کې ډېرې غوټۍ ګل شي او بیا بیرته مړاوي شي.
په کار دا ده چې د وخت څخه پوره زده کړه وکړو، وخت ته باید د قدر او ارزښت په نظر وګورو، داځکه چې وخت قیمتي ډالۍ ده ، د کائناتو مالک هم په وخت قسم خوړلی، پدې اساس سره مونږ ته لازمه ده چې د وخت په غېږ کې یو شین پسرلی ووسو، چې له یوې خوا د کائناتو لمن رنګینه کړو او له بلې خوا انساني ټولنې ته ارزښتونه وړاندې کړو.
۱۳۹۴/۳/۳۰
د سرحدونو او قبائلو چارو وزارت
د تحقیق او مطالعاتو ریاست