
یتیمه:
- لور:مورجانې دا ولې دې لالا تر قران شریف لاندې تیر کړ؟
- مور: لورې د دې لپاره چې په خیر سره بېرته يې خدای سلامت راوګرځوي
- لور: نو ابا دې تر قران شریف لاندې نه وو تیر کړی؟...
یتیمه:
خاله! پلار مې چیرته دی؟
په جنت کې دی لورې!
چې زه شهیده شم خوا ته یې ورتللای شم؟...
وجدان:
له ځان سره یې ځان ته قناعت ورکاوه چې دا ګناه نه ده، خو یوه پټ حس یې په وجود کې دننه پرې غږ کړ: هر چا ته د خره ګمان مه کوه، ګناه وه...
اوسنۍ هیله:
هیلې او پلانونه پرېږده؛ اوس مې یواځينۍ هیله دا ده چې خدای مې صحي سلامت تر خپل کور پورې ورسوي خو پلان نشم ورته جوړولای...
نهیلي:
د پلار کور ته يې د خسرګنۍ دردونه راوړي وو؛ اوښکې پرې راتویېدې او د خواښې، خسر او خاوند له خوا یې د وهل کیدو کیسې په ټول درد سره بیانولې، چې ښه يې زړه تش کړ لور يې په حیرانۍ ترې وپوښتل: ادې! انا خو کڼه ده نه اوري بل نو څوک کله شته چې ته لګیا يې؟...