
زما ماحول ددردونو ډكدی
زما شعرو كي به دردونه لولی
زما تنكي ماشوم د لوږي ژاړی
بس دي قطروكي دريابونهلولی
دلتهغوټي د غوړيدوپر هيز دی
دلتهييپه شونډو كي مسكا وژلی
دلته د اوښكو طوفانونه جاری
دلته يي دميندو تمناوژلی
دلته لا اوس هم زما د وينو تږي
بس زمونږ د وينوڅخهرنګ اخلی
دلته ددي وطنمكاردښمنان
زمونږ په مرګونو ځانته ژوند اخلی
دلته ښكلابس په ځواني كي وژنی
دلتهګلونه په غوټي كيوژنی
دلته د علم او فرهنګ دښمنان
رښتيا ويل بس په مري كي وژنی
له مانهمه غواړه عشقي سندره
د ښكلو پيغلو تور پيكي سندره
له مانه مه غواړه د حورو صفت
دتور اوربل او سره باړخو سندره
زما ماحول ددردونو ډك دی
زما شعرو كي به دردونه لولی
زما تنكي ماشوم د لوږي ژاړی
بس دي قطروكي دريابونهلولی
کابل د ۱۳۸۲کالدجدی۲۵مه