باور

 
آه، ډېره سخته ده، چې د زړه دښته کې دې د ماشومانه هيلو زړي وکرې.
دې هيلو ته د خپلو نازکو ګوتو د تڼاکو اوبه ورکړې.
د خپل تصور په غېږه کې يې په اللو- للو را لويې کړې.
بالاخره پېغلې شي، مستې شي او ياغيتوب يې دا مهين ديوالونه ونړوي.
بيا نو خپل زړه د دې پېغلوټو غلام بوله او ټول وجود دې يوه شاړه ځمکه، چې يوازې اغزن بوټي به يې ستا په خيال نوکارې لګوي او هره شېبه به دې پر ځان د باور ديوالونه را تراشي.
 
پوه شه، چې بيا نو يوازې په خپله ماتې باور در پاتې دی!