د سیند باد سمندري سفرونه / نهمه برخه

 
ناول :
لیکوال : فرانسیس پالین  
ژباړن: عطا محمد میاخېل
درېیم سمندري سفر :
په تېر پسې :
   آیا هغوی زرګونه بیزو ډوله دي ؟ راغلي ترڅو موږ ووژني ؟
د کوټې دروازې پرانیستل پیل کړل، موږ په تمه وو، ډېر وېرېدلي وو . هغه یو (دېو) وو ! ډېر غټ وو. یو نر وو، مګر له غټو ونو څخه هم غټ وو. سترګې یې له اور څخه ډېرې سرې وې. خوله یې له یوه غټ سوري څخه غټه او غاښونه د غویي له ښکرونو څخه غټ ول، موږ هغه په وازه خوله ننداره کړ. دېو دننه راغی او له راتلو څخه وروسته یې دروازه وتړله . هغه له ځان سره په یوه بکس کې لرګي راوړي ول او په کوټه کې یې ډېر ستر اور بل کړ، نو له دې وروسته یې موږ ته را وکتل، هغه زما ښکلې جامې وکتلې او زه په خپلو لاسونو پورته کړم، مګر زه د هغو ښکلو جامو په منځ کې هم چاغ نه وم، په رښتیا چې د هغه د ګوتو ترمنځ هم چاغ نه معلومېدم، په دې ترتیب یې زه ښکته، وار کړم او بل کس یې را ونیوه، بالاخره، تر ټولو چاغ کس یې پیدا کړ . دېو هغه چاغ کس په هغه اور باندې پوخ کړ، کوم چې مخکې یې په کوټه کې بل کړی وو، له دې وروسته یې هغه وخوړ ! له دې وروسته هغه اور ته نیږدې کېناست او ویده شو .
   بله ورځ له کوټې څخه لاړه، مګر دروازه یې وتړله، په دې ترتیب موږ نه شو کولای چې بهر ووځو .
  موږ ډېر ډار شوي وو او تل به مو چیغې وهلې، چې څه باید وکړو ؟ کله چې هغه وږی شي نو بیا راځي، دېو به بیا په چا باندې خپل غاښونه تودوي ؟ رښتیا مو ویلي وو، دېو د شپې په سر کې بېرته را وګرځېده، هغه یو ځواکمن کس، چې زموږ بېړۍ چلوونکی وو پیدا کړی وو، هغه یې هم پوخ کړ او وې خوړ او له دې وروسته ویده شو !
  سهار وختي، کله چې دېو بهر ووت او دروازه یې وتړله، ما وویل : باید یو کار تر سره کړو، موږ نه شو کولای چې هغه ووژنو، ځکه چې هغه ډېر غټ دی، مګر زه یو نظر لرم. کله د شپې په لومړیو کې دیو کوټي راغی، یو کس نیسي، پخوي یې، خوري یې او ویده کېږي . له دې وروسته موږ خپل چټک کار پیلوو، دوه کسان به اورته لرګي اچوي، ترڅو چې د اور لمبې ښې ډېرې شي، دوه نور کسان به د اور لرګي اخلي او په دروازه کې به سوري جوړوي، پاتې لرګي به د دېو له بکس څخه اخلي او هغه به ځانه سره وړو .
  هر څه چمتو دي . غږ مې وکړ اوس !
موږ هغه لرګي چې له اور څخه یې ژبه کوله د غټ دېو په سترګو کې مو ور دننه کړل، له دې وروسته مو د هغې شاه خوا ته منډې کړې، د دروازې له منځني سوري څخه تېر شولو، دا کار ډېر ستونزمن وو، د دې له پاره چې موږ د کښتۍ جوړونې له پاره لرګي له ځانه سره راوړي ول، مګر موږ له هغه څه څخه چې پرې پوهېدو ډېرې چټکې منډې وهلې، د دېو غږونه زموږ غوږو ته رسېدل، کله چې سمندر ته ورسېدو، خپلې کښتۍ مو جوړې کړې، له دې وروسته مو یوه لوري ته مو په سمندر کې تګ پیل کړ، مګر نه پوهېدو، چې کومې خوا ته ځو، د دېو زړه بوږنونکي غږونه مو اورېدل او خپل غوږونه مو پټول، په هغه ځای کې درې دانې دېوان ول ! کله چې هغو درې واړو موږ په کښتۍ کې ولیدو، غټې تیږې یې زموږ په لور را وارې کړې، هره یوه تیږه له یوه کور څخه ستره وه، ځینې تیږې سمندر ته وغورځېدې او ځینې نورې یې په کښتیو ولګېدې، په هغو کښتیو کې سپاره کسان مړه شول، کوم، چې کښتۍ یې د دېو په تیږو لګېدلې وې، له نېکمرغه د دېوانو تېږي زموږ په کښتۍ باندې ونه لګېدې، موږ کښتۍ له اوبو څخه بهر اخیستې وه، مګر له دې وروسته یو توند باد را والوت .
نور بیا .....