
د پاک – افغان ولسي تړون تر چتر لاندې يو شمېر مدني ټولنو د افغانستان او پاکستان له حکومتونو د دوه ګوني تابعيت غوښتنه کړې ده. دغه ټولنې وايي، چې د ډيورنډ له توافقنامې اوس ډېر وخت اوښتی دی او لاهم دا توافقنامه د يوې ستونزې په توګه پاتې ده. د دې لپاره چې د پښتونخوا د خلکو حق نه وي سوځېدلی او دوی د خپل اصلي ټاټوبي له تابعيته نه وي محروم شوي، دوی غوښتنه کوي چې دوه ګونی تابعيت دې ورکړل شي. په هغه اعلاميه کې چې د دغو مدني ټولنو له خوا خپره شوې راغلي چې:
پاک افغان ولسی تړون دواړو ګاونډی دولتونو ته دا خواست کوی؛
چې د پاکستان او افغانستان په پولی (ډيورنډ ليکه) اوسيدونکو پُښتنو ته دی د دواړو ملکونو شهريت ورکړی شی، دا شان به دوئ دواړو ملکونو کښ تګ راتګ په آسانه کولی شی، دوئ به په دواړو ملکونو کښ د خپل شناخت سره سره د مد نی اومعاشی ژوند په خوږو ماړه شی. نن هوم د قبائلی سيمی د جنوبی پُښتونخوا او د افغانستان د پُښتنو سيمو اولسونه د همه انسانی حقوقو نه محرومه دی، دوئ د صحت، تعليم، خوراک، اوبو او عدالت هيڅ سهولتونه نه لری غرض دا چه دوئ ته د انسا ن په سترګه نشی کتلی کيدی. پدی مهذبه دنيا کښ يو قوم چه يوه ژبه، دين و ايمان، او يو کلتور لری، ورته خپل انسانی حقوق دی ولی ورنکړی شی.
که د بنګال او هند تاريخی زمينی معاهده ممکن کيدی شی چه په مذهبی توګه يووالی هوم نلری خو په ۴۰۰۰ کلوميټره اوږد سرحدي علاقه کښ پراته ايله پنځوس زره خلقو ته په دواړو ملکونو کښ ټول شهری حقوق ورکولی کيدی شی او دوئ ته به په دواړو ملکونو کښ د شهريت اختيارولو حق وی. پدی معاهدی د دواړو ملکونو د اولس اود ټولی نړئ نظر وو او ډير هر کلی ي هوم شوی دی.
نو بايد چه پاکستانی او افغانی دولتونه د ډيورنډ په ليکه قريبآ ۲ کروړه پُښتنو ته خپل شناخت ورکړی او دوئ ته دی انسانی حقوق ورکړی شی، هند سره په نورو معاملو خو مقابلی کيږی نو په دی اسلامی، پُښتنی او شرعی کار کښ هوم دی قد مونه پورته کړی شی. دا به د دی سيمی د و رورولئ د ټولو نه لوړ مثال جوړ شی.
که پدی تړون کښ څه نظامی ستونزی وی نو پاک افغان ولسی تړون د منځګړی کردار ادا کول خپله فريضه ګنړی او هر وخت ورته آمادګی لری.
و من ا لله توفيق
پاک افغان ولسي تړون