
ناول:
لیکوال: فرانسیس پالین
ژباړن: عطا محمد میاخېل
دویم سمندري سفر :
په تېر پسې :
له دوه، درې اونیو وروسته مې ستر الوتونکي، غټ ماران، د الماسو دره او پاتې هغه نا پېژاندي څیزونه، چې په سفر کې مې لیدلي وو هېر کړل .
غوره جامې او ښه خواړه مې واخیستل، زما د کور دروازه د ټولو پرمخ پرانیستې وه، ځینې خلک مې کور ته راتلل، هغوی غوښتل، چې زما د سفر په اړه یو څه واوري، ما به ورته تعریفاوه، تر دې چې په بغداد کې له هوسا ژوند څخه خسته شوم .
درنو ملګرو سبا به د خپل درېیم سمندري سفر په اړه تاسو ته ووایم .
درېیم سمندري سفر :
د درېیم سمندري سفر په پیل کې ما د بصرې له یو شمېر سوداګرو سره په یوه ښکلې بېړۍ کې ډېر ښه سفر پیل کړ، له هېواده بل هېواد ته او له یوه ټاپو څخه بل ټاپو ته لاړو او ډېر څیزونه مو وپلورل، له دې وروسته یوه ورځ په کښتۍ کې ناست وو، ډېر توند باد را والوت، زمو مسیر یوې خواته اوږد کړ، چیغې مو کړې : موږ چېرته ځو، نه غواړو چې له باد سره کومې خواته لاړ شو . توپان د څلور ورځو له پاره موږ په مخه کړي وو، له دې وروسته یوه ټاپو ته ورسېدو، بېړۍ چلوونکی په رښتیا چې ډېر وېرېدلی وو، هغه وویل : ترڅو چې دا باد همداسې الوزي، موږ نه شو کولای، چې په سمندر کې تګ وکړو، زه دا ټاپو پېژنم، دا ټاپو زاب دی، خلک یې کوچني او توند خویه دي، هغوی ژېړې سترګې او قهوه یي وېښتان لري، له دې خلکو څخه زرګونه تنه بېړۍ ته راغلل .
هیله کوم له هغوی سره جګړه مه کوئ، ځکه چې هغوی ډېر په غوسه کېږي او تاسو وژني. له چیغو او نارو وروسته هغه ودرېده، هغوی دلته دي .له ټاپو څخه بیزو ډوله خلک زموږ په لور راغلل، هغوی ډېر بد خلک ول، چې شمېر یې زرګونو کسانو ته رسېده او موږ نه شو کولای، چې هغوی ودروو، زموږ بېړۍ ته یې ټوپ واهه، په ټاپو کې به یې سوداګر او سمندري سړي ځورول او زموږ د کښتۍ په وسیله به هرې خواته تلل.
موږ د اوبو او خوړو لټه پیل کړه، د یوه کوچني سیند پر غاړه مو یوه د مېوې یوه ونه پیدا کړه، مګر تر هغه وخته چې هلته وو، نو له بیزو ډوله خلکو څخه ډېر وېریدلي وو .
موږ له دې امله سوچ کاوه، ځکه چې په ټاپو کې ډېر شمېر بیزو ډوله خلکو شتون درلوده او په خپل منځ کې به مو ویل: هغوی به خامخا موږ ووژني، څه وکړو؟ چېرته لاړ شو ؟
یوه سمندري سړي وویل : موږ مجبور یو چې له هغو خطرناکو خلکو څخه په یوه لرې ګوښه ځای کې واوسو، زه به ونې ته وخېژم، ترڅو شاوخوا سیمه ووینم .
د ونې له پاسه هغه یو د تیږو کور ولیده، هغه نارې کړې : موږ کولای شو، چې بیزو ډوله خلکو څخه پټ هغه ځای ته لاړ شو .
ما وویل : راځئ چې لاړ شو، کولای شو، چې خواړه او اوبه له ځانه سره واخلو، دا ځای ډېر خطرناک دی . د همغه ډبرین کور خواته مو منډې کړې، هغه کور ډېر لوړ او یوه ستره دروازه یې لرله . زما د ملګرو له ډلې څخه یوه وویل : وګورئ ! دروازه یې خلاصه ده، کولای شو، چې ورننوځو او ویده شو، هلته هېڅ بیزو ډوله نه شته .
موږ کورته ننوتو، یوه ډېره ستره کوټه یې لرله او په هغه ځای کې ټول ویده شولو، د پښو درانده غږ موږ له خوبه را ویښ کړو. نارې مو کړې څه خبره ده ؟
نور بیا .....