د سیند باد سمندري سفرونه / اوومه برخه

 
ناول:
لیکوال : فرانسیس پالین
ژباړن : عطا محمد میاخېل
دویم سمندري سفر:
په تېر پسې :
   کله چې الوتونکی او مار والوتل، نو زه هم را بهر شوم، خپله شاوخوا مې وکتله، په دره کې ډېر شمېر مارانو شتون درلوده . ځینې یې له بېړۍ څخه هم ستر ول، کله چې هغوی د ځمکې لاندې خپل ستر سوري ته تلل، نو ما به د هغوی ننداره کوله . هغوی د ځمکې لاندې په سترو ځالو کې، چې د ځمکې لاندې وې ویده شول، فکر کووم، چې هغوی د شپې له خوا د خپلو خوړو د چمتو کولو له پاره را بهر کېدل .
بالاخره د ورځې له خوا مې کولای شول، چې له درې څخه د وتلو لاره پیدا کړم. نه مې شو کولای چې له درې څخه ووځم، مګر د درې په ورغوي کې مې الماس ولیدل ډېر ستر او ښکلي ول . فکر مې وکړ چې الماس نه غواړم، یوازې غواړم، چې له دې درې څخه په څه ډول ووځم .
  سړه شپه را ورسېده او سترو ماران هم له خپلو سوړو څخه کومې چې د ځمکې لاندې وې په وتلو پیل وکړ، ما هغوی ته نیږدې یوه کنده ولیده، د هغې کندې دننه خواته مې منډې کړې، یوه ستره تیږه مې پیدا کړه او د کندې خولې ته مې ور ټېل وهله، ټوله شپه مې د مارانو شور و زوږ ته غوږ نیولی وو او هغو اس اس اس کاوه ! مګر له نېکمرغه زما خواته را نغلل، کله چې سهار شو، په بیړه له کندې څخه را ووتلم . زما تصور دا وو : زه باید له دې درې څخه د وتلو لاره پیدا کړم، ځکه نه مې غوښتل، چې د مارانو له خوا مړ شم، زه په داسې حال کې ولاړ وم، چې د جامو سوروالی مې له غوښې څخه وو .
هغوی په مهربانۍ وویل : له تا څخه ډېره زیاته مننه، اوس کولای شې، چې له موږ سره لاړ شې او موږ به تاته خواړه و اوبه پیدا کړو. زه له هغوی سره کېناستم، ومو خوړل، وموڅښل . هغوی ماته وویل : هیڅوک له هغې خطر ناکې درې څخه بېرته ژوندی نه دی را ګرځېدلی، ته لومړی کس یې چې له هغې درې څخه بېرته را ګرځېدلی یې .
  بله ورځ، زه له سوداګرو سره لاړم، موږ د غره څوکې ته وختو، له څو اوونیو وروسته سیند سمندر ته ورسېدو . له یوه لنډ سفر وروسته، په کوچنۍ بېړۍ کې، یوه ټاپو ته ورسېدو، ما هلته ځینې نا پېژاندي حیواناتو ولیدل. په یاد مې دي، یو حیوان مې ولیده، چې ډنګر او اندامونه یې ډېر کمزوري ول، په سر یې یو ښاخ درلوده. دې حیوان له ځان څخه بل کوچنی حیوان وواژه، ستر الوتونکی را ښکته شو، مړشوی حیوان یې ونیوه او د غره په لور والوت. ما سوداګرو ته وویل : ډېر خوشاله، چې په دې ځای له تاسو درنو ملګرو سره یم .    هغوی ځواب را کړ : موږ هم ډېر خوشاله یو، اوس کولای شو، چې له دې نا پېژاندي حیواناتو سره له دې ټاپو څخه بل ټاپو ته لاړ شو، په هغه کې خپل الماس خرڅ کړو .          له سوداګرو څخه مې وپوښتل : چېرته به لاړ شو ؟! هغوی وویل : له یوه ټاپو څخه بل ټاپو ته. موږ پوهېږو دلته داسې کسان شته، چې زموږ الماس به خامخا اخلي، موږ ډېر غوره او ستر الماس لرو، چې هغه تا موږ ته راکړل، د همدې له پاره به موږ تاسره مرسته کوو، ته هم کولای شې، چې خپل الماس خرڅ کړې . ما وویل : له تاسو څخه ډېره زیاته مننه .
  موږ سمندري سفر وکړ . یوه اندازه الماسونه مو په هغه ټاپو کې خرڅ کړل او خلک پر موږ ډېر مهربانه ول، پیسې مو لاسته راوړې او په هغو مو اجناس واخیستل او هغه په نورو ټاپو ګانو کې خرڅ کړل. یوه ورځ ما چیغې کړې، چې له سوداګرۍ څخه خوښ یم، اوس کولای شم، چې له خپلو پیسو سره خپل ښار ته لاړ شم، کولای شئ له ما سره مرسته وکړئ، تر څو د بغداد له پاره یوه بېړۍ پیدا کړم ؟
هغوی وویل : ولې نه، مګر ستا په تلو به موږ خواشیني شو، نه شو کولای، چې درسره خدای پامانی وکړو . هغوی مهرباني وکړه او یوه بېړۍ یې راته پیدا کړه او ما هم له هغوی سره په ډېره خوشالۍ خدای پاماني وکړه او خپل اصلي ښار بغداد ته بېرته را وګرځېدم .
   له هغې وروسته ډېر شتمن، له الماسونو او یوه اندازه اجناسو سره په بغداد کې خپل کورته ورسېدم . له ځان سره مې وویل : اوس نو له خپلو پیسو سره، په خپل ښکلي کورکې اوسېږم، له خپلو ملګرو او دوستانو سره به خوشاله یم، نور به هېڅکله سمندر ته لاړ نه شم.    کله چې کورته ورسېدم، له الماسونو او پاتې نور څیزونه، چې له هېوادونو او ټاپو ګانو څخه د سفر پر مهال مې تر لاسه کړي وو، د خپلې کورنۍ غړو او دوستانو ته ورکړل، له دې وروسته ښار ته لاړم او له کوم دلیل پرته مې خلکو ته پیسې ورکړې .
له دوه درې اونیو وروسته .....
نور بیا .....