شعر

 
ستاپه کورکي درې ګلان دي
پرتاګران دي  پرتا ګران دي
ماشومان دي ماشومان دي
له خپل ځانه ناخبردي
له جهانه ناخبردي
ستاولاس ته مدام ګوري
له هرلوري له هرلوري
ستاپه لاس کې چي روپۍ وي
درنه غواړي یې ددوي وي
ستاخنداته په خنداسي
له هرلوري پرتا راسي
په اوږوکي درسپاره سي
له خنداسره دې مله سي
وایه وایه ستا څه خیال دئ
ستادادرې ګلان  چي لوی شي
داګلا ن به ستا په خوی شي
که داستا احساس ژوندئ وو
دحق لارې لاروئ وو
پرقلم یې بروسه وه
پردې دم یې عقیده وه
ستا ارمان به پوره کیږي
ماشومان به دې لوییږي
ستا په خوی خصلت به کیږي
ـــــ
محمدعلی عمری
مسلم باغ