د مشهورو شرکتونو نومونه او د نومونې علتونه یې

 
ګوګل:
ګوګل د داسې «۱»عدد په معنا دی چې ۱۰۰ صفرونه یې مخې ته اېښي وي. د ګوګل بنسټګر د خپل سایټ د ځواک لوړ ښوودلو لپاره دغه نوم غور کړ او په دې ډول یې وښوود چې پلټونکې وېبپاڼه یې د ډېرو پاڼو د پیدا کولو وړتیا لري.
 
 

 
اپل:
د دې کمپنۍ د نوم د ټاکلو لپاره تر پنځو بجو پورې وخت ورکړل شوی و، خو هېچا داسې نوم وړاندیز نه کړ چې د ټولو توافق دې ورباندې راشي. په همدې موضوع د بحث پر مهال سټیو جابز مڼه خوړله او مڼه د نوموړي د علاقې وړ مېوه وه، نو همدا نوم یې ورباندې کېښوود.
 
 
 

 
هاټ مېل:
د دغه برېښنايي پیغام لېږدونکي لپاره څو کسان د نوم پر انتخاب بوخت وو. دوی هڅه کوله چې د نوم وروستی برخه باید Mail ولري. دوی Hotmail له دې کبله انتخاب کړ چې له یوه لوري ښکلی و او له بل لوري یې د انټرنېټي پاڼو د پروګرام لیکنې د ژبې HTML توري هم په کې راغلي وو.
 
 
 

 
HP:
د دغه شرکت نوم د هغه د دوو بنسټګرو « Bill Hewlett او Dave Packard »د کورنیو نومونو لومړني توري دي. دوی پر دې نه سره جوړېدل چې اېچ پي یې کړي او که پي اېچ وروسته یې پچه ورباندې واچوله.
 
 

 
Red Hat:
د دغه شرکت بنسټګر مارک اېوېنګ ته یې د ماشومتوب پر مهال نیکه یوه سره خولۍ ورکړې وه. نوموړي چې کله په پوهنتون کې زده کړې کولې، دا خولۍ ترې ورکه شوه او تر ډېرو هڅو وروسته یې هم پیدا نه شوی کړلی. له همدې کبله یې د خپلې پروژې نوم ریډ هېټ یا سره خولۍ کېښووده.
 
 

 
SUN:
دغه شرکت د سټنفورډ پوهنتون د څلورو محصلینو له لوري جوړ شوی دی چې د « Stanford University Network» مخفف دی.
 
 

 
 
Yahoo:
په یوه کتاب کې چې د یاهو بنسټګرو Jerry Yang  او David Filo  لوستی و، د یاهو کلمه د لومړنیو بربنډو  انسانانو په معنا کارول شوې وه، نو دوی ته هم ځانونه د هغه کتاب د یاهوګانو په څېر ښکاره شول او همدا نوم یې ورباندې کېښوود.
 
 

 
کوکاکولا:
دغه شرکت د خپلو تولیداتو د خوند لپاره د «coca» په نوم له یوې پاڼې او د «kola»  په نوم له یوې مېوې ګټه پورته کوله چې بنسټګر یې وروسته د kola  کې په سي واړوله چې په لیکلو کې ښکلی ښکاره شي او په دې ډول یې د کوکاکولا نوم ورباندې کېښوود.
 
 

 
Sony:
د لاتیني ژبې « Sonus» کلمې څخه اخیستل شوی چې د غږ په معنا دی. د دې ترڅنګ sonny یوه امریکايي عامه اصطلاح ده چې د « هوښیار ځوان» په معنا کارول کېږي. شرکت دا پر sony  اړولې چې اسانه تلفظ شي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.