کر نلسون؛ د اسټرالیا وارن بافټ

 
د ونډو د بازار له لارې پانګونې د نړۍ ډېرو خلکو ته د شتمنېدو فرصت برابر کړی. په دې ډله کې یو شمېر د ونډو د بازار د تحلیل ځانګړې وړتیا لري چې په نړیواله کچه مشهور دي. د دوی ترمنځ تر ټولو مشهور یې ښايي امریکایی وارن بافټ وي. « کر نلسون» هم د مارکېټ د تحلیل لپاره د ځانګړې وړتیا څښتن دی او له همدې کبله د اسټرالیا وارن بافټ بلل کېږي.
نوموړی په ۱۹۵۰ زېږدیز کال د سویلي افریقا په جهانزبرګ کې زېږېدلی دی. له ښوونځي وروسته یې د همدغه هېواد د « کپې ټون» ښار په پوهنتون کې زده کړې کړې دي.
د پوهنتون تر بشپړولو وروسته یې د برېتانیا په پلازمېنه لندن کې د « Courtaulds» په نوم د یوې کمپنۍ د پانګونې په څانګه کې دنده واخیسته. په ۱۹۷۳ کال کې بېرته افریقا ته ستون شو او له هغه ځایه اسټرالیا ته د «Bankers Trust Australia» په نوم کمپنۍ د خرده فروشۍ د صندوق د مشر په توګه ولاړ.
تر دې یو کال وروسته په ۱۹۹۴ زېږدیز کال کې یې له مشهور امریکايي میلیاردر جورج سورس سره په ګډه د « Platinum Asset Management» په نوم د پانګونې یوه کمپنۍ جوړه کړه.
نوموړي د دې کمپنۍ د عامل مدیر په توګه غوره شو. د ده تر مدیریت لاندې کمپنۍ په لږ وخت کې ډېر پرمختګ وکړ.
د نیلسون په اړه ویل کېږي چې د بازار په تحلیل او د هغو ونډو په نښه کولو کې ځانګړې وړتیا لري چې ډېره ګټه لري.
نوموړي په دې اړه په یوه مرکه کې ویلي:« پانګونه لکه منفعل ښکار داسې ده. دلته کلیدي خبره دا ده چې تاسې باید د رقابت په برخه کې ګړندیتوب وکړئ. همېشه باید هڅه وکړئ چې په هر څه کې یوه نوې زاویه را پیدا کړی.»
د همدې ځانګړنې له امله نوموړی لوېدیځې رسنۍ له وارن بافټ سره مقایسه کوي او ځینې یې د اسټرالیا وارن بافټ بولي.
نېلسون کر اوسمهال د پلاتینیوم په نوم د پانګې د مدیریت په کمپنۍ کې ۵۵ سلنه ونډې لري. ویل کېږي چې دا کمپنۍ اوسمهال ۱۶ میلیارده ډالره پانګه مدیریت کوي.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د جون پر ۱۵ مه نېټه د نېلسون کر پانګه دوه اعشاریه اته میلیارده ډالره بللې وه چې په دې توګه نوموړی د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۵۷ ام او د اسټرالیا د ۵۰ مخکښو میلیاردرانو ترمنځ ۸ ام ځای لري.
ده واده کړی، خو په دې وروستیو کې راپورنه خپاره شوي چې ښايي خپلې ښځې ته طلاق ورکړي او دوې لوڼې لري.
کر اوسمهال د اسټرالیا په سیډني کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.