ميينې زرکې



د غره له پیداېښته څوک نه وو خبر خو د زرکي له نومولو وروسته یې ۵۰۰ کلونه تېر شوي، د غره په پرخو او کږليچونو کې د زرکو کوم کور نه شته، خو د لمر غروب ته په لنډېدو سره هره ورځ غره نه د شپیلۍ له ساز سره یو ځای د زرکو له راپورته کېدونکوسندرو دا سې ایسېږي چې زرکی غر د زرکو له شوره ډک کور دی.
تر تیارې خورېدو ز رکې سندرې وايی او مستۍ غر په خوځېدا راوستی وي ، په غره کې د ښکاري او میينو زرکو په اړه تېره شوې کیسه هر چاته په زړه پورې ده چې:
۶۰ کلن جادوګر ښکاري به شنه بخنه لونګۍ په سر ایښې، د تیارې له خورېدو مخکې په موسکو شونډو د غره له اړخه په داسې حال را روان و، چې دوه میله ښکاري چرييزبه يې په اوږه ځړېدلی و، د کړکي زړه شپیلۍ به يې غاړه کې په ټالیو وه او دواړو لاسو کې به یې ښکار کړې زرکې نیولې وې.
ښکاري به د غره لوړو واورینو څوکو ته له پورته کېدو وروسته هر مازیګر شپیلۍ غږوله، چې ساز به یې په لیونیو څپو نیول شوې میينې زرکې ځان ته له هره خوا راکشولې.
زرکې به د شپیلۍ تر بندېدو وروسته هم د ساز په مینه کې ډوبې وې او بیا بهد ښکاري له ډز سره په وزرو پړقولو خپلو لرېو کورونو ته په تښتېدو شوې، دا شېبه به ښکاري دوه تر ټولو ښکلې او غوښینې زر کې ویشتلې وې.
ښکاري ډېرې زرکې ښکار کړې او زرکو د شپیلې له ساز سره د مینې له وجې تر کلونو په ځان قرباني ومنله او ډېر وروسته وپوهېدې چې په زرګونو کورونه بې زرکو شوي، میندې کونډې شوې، خویندې بې وروره شوې او بچي فریادونه کوي.
له مشورې وروسته یې ښکاري نه د شپیلۍ تر لاسه کولو فیصله وکړه او د خپلو قربانیود بدل اخیستو لپاره له ساز شروع کېدو څخه مخکې په قهر غره ته راروانې شوې.
ښکاري د ناستې ځای ته رسېدو سره له نورو ورځو برعکس په زرګونو زرکې وليدې او د هغوی سترګو ته په کتو یې په نزدې ضعیفه شوې بدن لړزه پیدا شوه، لکه هغه چې پوهیدلی وي نن زرکې د مینې ساز کې له ډوبېدو مخکې بل څه کول غواړي.
هغه زر شپیلۍ ته لاس کړ په شونډو یې لا ایښې نه وه چې یو زرک يې په مښوکه شونډه ورڅېرې کړه، چې ورسره له هرې خواښکاري په څېرېدو او سوزېدو شو، د هغه د هډوکو کالبوت په ځمکه پرېوت او زرکو په خوښۍ شپیلۍ واخیسته، ډېرو پرې خپله هڅه وکړه خوله هغې یې کوم ساز راونه شو ویستی.
هغوی و پوهېدې چې یواځې د ښکاري ګوتو او شونډو د شپیلۍ له سازه هغوی ته د مینې نغمه جوړوله ، د خپل کار په نتیجې پوهېدلو سره یې په ګډه د پښیمانۍ یوه له درده ډکه چغه وکړه، د ښکاري د بدن لاندې غر په منځ وشکېده او د هغه جسد له شپیلۍ، ټوپک او ميينو زرکو سره یو ځای د غره په سینه ننوت.
وروسته له غره څخه د راوتونکې ساز په اړه دا کیسه مشهوره شوه چې ښکاري ميينې زرکې بښلي او اوس یواځې د هغوی د قربانۍ د ستاینې لپاره د غره لاندې شپیلۍ غږوي.