
پولیسي کیسه
ـ صېب! موږ په خطر کې لویدلې یو...
ـ معلومه به شي.
نور څه مې ونشو ویلی، زما وجود بې سېکه شو، پښې مې په لړزه شوې او په غورځېدو شوم.
حضرت ګل زما لور ته منډه راواخېسته، چې ورسره سم د قوي اندام پټ مخو کسانو هغه راقابو کړ او بیا زه په ځان پوی نشوم.
چا مې په مخ اوبه راوشېندلې، سترګې مې وغوړېدې، نشوم پوهېدی چېرته یم؟ کومه تیاره خونه کې یې اچولی وم، لا فکرونو کې ورک وم ، چې غږ مې واورېد؛ جېګ شه، چې ځو!
درد ناقراره کړی وم، په سختۍ مې وویل؛ چېرته.
ـ چې ورشې وبه یې وینې.
لاسونه او پښې مې تړل شوي و؛ که په اوږه مې وړې تلای شم.
د هغه غورار مې واورېد، سترګې مې شېبه په شېبه تیارې سره په اشنا کېدو وې، راوړاندې شو، په دوه پښو له کېناستو وروسته یې د پړي په خلاصېدو شروع وکړه.
ـ زما ملګری...
خبره یې راپرې کړه؛ ترې خبر نه یم.
پښې مې خلاصې شوې، په پنجو مې زور راوست ، له هغه مې د نوم پوښتنه وکړه، دادا نومېده.
له یو لاسه نیولی یې روان کړم، دروازه یې خلاصه کړه چې ورسره سم کوټې ته تته رڼا ننوته، مخ ته اوږد دهلېز تېر شوی و، دادا ته مې وروکتل، ځواني يې لا خامه وه، خو د بدمعاشۍ بې شمېره نښې یې په وجود پرتې وې، چې په لیدو به ترې د سړي بد راتله.
د دهلېز اخر ته رسېدو سره هغه مخامخ دروازه وټکوله او زه یې له ځان سره یو ځای ننویستم.
ما کوم خوب نه لیده، وکیل خپله په کوچ کې داسې ناست و، چې پیک یې له شونډو نه لرې کاوه ، رګونه مې وپړسېدل؛ بې غیرته، د پردې تر شاه د بدبختیو لامل ته وې؟
ـ هو زه وم، هغه په خندا راپورته شو، چې د قدم راخیستو سره یې د ډېرې نشې اثرات څرګند شول، په ټالیو راورسېد؛ سپیه! تا زما د لکونو ډالرو پروژه راشنډه کړه او زما ټول پلانونه دې په لته ووهل.
پوهېدم چې ورسره بحث کول کومه ګټه نه لري، باید د تېښتې لار ومومم، خو نه پوهېدم چې حضرت ګل چرته دی؟ او له دې ځایه د وتو لار هم رامعلومه نه وه، دادا دا شېبه دروازې ته کلاشینکوف په لاس ولاړ و او په خوښۍ یې له ګیلاسه تېرول.
ورغږ مې کړ؛ غواړم څښاک وکړم، راځه مرسته وکړه!.
دواړو په قهقه وخندل، وکیل چې خوله یې نه راټولېده د څټ له وېښتانو ونیولم لاندې کشولو سره یې بوتل په خوله راننویست، ما غوښتل هغوی په لوبه کې ښکېل کړم، خو پته راته ولګېده چې اوس زه په لومه کې داسې په کېوتو یم چې یواځې د ځان ویستلو چاره هم نشم پیدا کولای.
وکیلوویل؛ موږ له هر چا سره مرسته کوونکي یو، ملګری مو درته د جنت شرابو ته لېږلی او ته به ورسره ژر مل شې.
ما یې په خبره شک نشو کولای، هغه ته دا ډېره اسانه وه چې له حضرت ګل سره مې یو ځای جسد له یوې داسې طرحې سره له منځه یوسي، چې زموږ اداره به یې د لامل پلټلو ته مجبوره نشي.
زړه مې شېبه په شېبه ډوبېده، د هغه نا اشنا ښځې تیلفون ماښام ۶ بجې راغلی و او د موقعیت له معلومولو وروسته مو د هغې لور ته حرکت وکړ...
زه لا فکرونو کې عرق وم چې وکیل راغږ کړ؛ تورګله! ته پوهېږې، چې زما د نوم او شهرت اوازې ګرد خلک په ميډیا ويني او ستا لېونتوب ګوره چې زما د رسوا کولو پسې دې راخېستې ده، داسې سزا به درکړم چې پاتې ملګرو ته دې درس وګرځي...
خبره مې ورپرې کړه؛ وکیل صېب! ته اویا نقابونو کې پټ یې او ما تر اوسه درنه یو نقاب پورته کړی دی...
په شیشه یي بوتل یې د مخ په هډوکي ووهلم، چې ورسره مې په سر کې کړیکې پورته شوې او د هغه د بې رحمیو په لیدو مې د ژونده تمه په پرې کېدو شوه، چغه مې کړه؛ له ما څه غواړې؟
و یې خندل او په کوچ له کېناستو سره یې دادا ته مخ کړ؛ لاسونه یې خلاص کړه، تورګل له موږ سره یو ځای جام پورته کوي.
زړه ته مې خوښيو یو ځل بیا راوځعاستل او د ژوندي پاتې کېدو لپاره مې وړې موقعې ته سترګې نیولې وې.
دادا ځنګېدلی راروان شو، ټوپک یې په کرسۍ کېښود او د پړي په خلاصېدو یې شروع وکړه، مخ مې بد سوزېده او یواځې تقدیر ته مې سترګې نېولې وې چې څه به راپېښوي؟
لاسونو کې مې وینه په چلېدو شوه، چې ورسره مې د هوساینې احساس وکړ، وکیل راته چوکۍ کې د ناستې وویل، دادا ته مې وروکتل ګیلاسونه یې ډکول او د هغه ټوپک زما د لاس په اندازه لرې و، اوس نو زه کامیابېدم او یوه شېبه ضایع کول د چانس ختمول و، د هغې پسې مې لاس ور اوږد کړ او داشېبه د دادا او وکیل سترګې زما لور ته په راوښتو شوې.
سپينې يې وتښتېدې، ځکه زه ګوته په ماشه وم، وکیل کوشش کاوه خپل ډار له ما پټ کړي، ورته مې وویل؛ اوس به دې ټول نقابونه له مخه لرې کړم.
هغه له ځایه رامنډه کړه او له لغتې ورکولو سره مې بېرته چوکۍ کې ورسرېښ کړ، دادا لړزې نېولی و ورته مې وویل؛ ژر د هغه لاسونه وروتړه.
ـ سمه... سمه ده.
د هغوی له تسلیمولو وروسته مې فکر کاوه خوب وینم، خو زه د هغې موقعې په موندو کامیاب شوی وم چې یواځې یو ځل په لاس راتلای شوه، که څو شېبې مې نور د ټوپک په راخیستو کې ضایع کړې وی، نو اوس به دادا زما په سر ولاړ او وکیل چې اوس یې نو نشه کې تېشه وهل شوې وه، راته خپل چټیات ویلی او ما یې کله د زغملو توان لرلی شو؟
دادا د وکیل د لاسونو له تړلو وروسته په برندو برندو راکتل، پرې مې بړچ وهل؛ کېنه!.
بیا مې وکیل ته مخ کړ، بې شرمه سترګې یې په ځمکه ځښې وې؛ حضرت ګل چرته دی؟
دواړو یوه شېبه یو بل ته وکتل او زما زړه په ښوېدو شو؛ خدای مه کړه وکیل رښتیا هغه نه وي وژلی چغه مې کړه؛ هغه مو څه کړ؟
وکیل لړزېدلی لاس دادا ته ونېوه؛ ده یې په همدې کلاشینکوف چې زموږ په سرونو دې نیولی، سر وپاشه...
رنګ مې زیړ وتښتېد، د خولې مې لاړې په بادېدو شوې؛ او هغه ښځه څه شوه؟
دادا په مسخرګۍ وویل؛ هغې تاته د راز ویلو مخکې دا دنیا پرېښوه.
دادا رښتیا ویل، ځکه کله چې مې د هغې غږ واورېد، له ډار سره مل ایسیده، زه د ماښام پېښې ته یو ځل بیا سوچ یوړم؛ ډوډۍ مو خوړه، چې موبایل وچنګېده، نمبر یې راته نا اشنا و خو تڼۍ کېکاږلو سره مې د هغې وارخطا غږ واورېد؛ مامور صېب! غواړم تاته داسې څه ووایم چې ډېر اړین دي.
ما لا ځواب نه و ورکړی چې اړیکه پرې شوه او زه په یو ناڅرګند تشویش کې ولوېدم، د نیول شوې اړېکې د ځای په اړه مې معلومات وکړل، سمدلاسه مې حضرت ګل سره یو ځای حرکتوکړ، له کوچني ښار تروتو وروسته ختيځ ته یو کیلو مټر وړاندې د موټرو له تمځای نه یې ما سره اړیکه نیولې وه او هلته له رسېدو وروسته هغه څه وشول چې ما یې انګیرنه نه وه کړې.
ـ هغې غوښتل ماته د ډېر اړین څه په اړه معلومات راکړي...
وکیل مې خبرې راپرې کړې؛ رینا غوښتل د اسنادو هغه کاپۍ پر تا وپلوري چې زما د پټو کړنو نه وې او اوس هغه په ایرو بدلې شوي.
ـ زه به ستا اصلي څېره خلکو ته وروښایم.
کټ کټ یې وخندل، دادا ته مخ کولو سره یې وویل؛ نشې کوی، مامور تورګله! تا غوندې رزیلان زما د امر تابع دي، خو ستا په حال افسوس دی...... ته خبر یې چې همدا شېبه په یو تیلفون سره تا له دندې شړلی شم، که کامیاب شوې، محکمې نه د دوبۍ په یو کور باندې درې ورځو کې په قدردانۍ راوځم، ناپوهه! ته به زما کوم مخ خلکو ته وروښايئ؟، زه کوم مخ نه لرم.
د وکیل په جذباتو وپوهېدم، پروا مې یې ونه کړه؛ ځان پلورونکیه، ستا د سیوري لاندې انسانان په وینو سره دي.
- ځان مې پلورلی، ځکه داسې پوړیو ته رسېدلی یم چې څوک مې خنډ نشي جوړېدای، چا ځان نه دی پلورلی؟
یو ته پاګل یې چې ټوپک دې زما په سر نیولی، ګنې ستا د ادارې مشر مشر لا زما په کړنو ډېر ښه پوهېږي، خو څه کوی شي؟
هغوی زما لمن نیسي، چې د سپیو غوندې څه ور واچوم او ما د نورو لمن، هغوی د نورو لمن او داسې ټول یو چا سره تړلي وي، ته په دې وپوهېږه، ملامت نه یې، ته غواړې داسې یو څه وکړې، چې نوم دې لکه په ولسوالۍ کې چې وتی و ښار کې هم وباسې، خو دا ستا خیالونه دي، خیالونه.
د هغه چټیات مې نور نشو اورېدلی؛ رینا څه شوه؟
دادا په خبرو شروع وکړه؛ د هغې جسد سپیو وشکاوه او د هډوکو کالبوت مې هلکانو ته وسپاره چې سیند ته یې وغورځوي.
په خیریت کې شوم، هغه څومره په سپین سترګۍ ما سره خبرې کولې، اندېښمن شوم، هلکان به بېرته رارسېدلي وي، یا به رارسي، زه څه کوی شم؟
که ژوندي یې یوسم؟ وکیل په خپله وویل؛ چې درې ورځې وروسته په قدردانۍ سره خوشې کېږم، د رینا ستړی اواز مې بیا واورېد، د حضرت ګل څېره مې سترګو ته شوه، ماغزه مې لکه جوش چې شي، له سترګو مې اوښکې روانې شوې، نور نو د حضرت ګل په اړه د پوښتنو اړتیا نه وه، بېچاره به یې څومره په بې رحمۍ ویشتی وي؟ او بیا ما د وکیل او دادا د لیدو زغم ونشو لرلی....
***
حضرت ګل سترګې وغوړولې، وجود یې بد درد کاوه، د کېناستو سره یې لکه په سر کې چې ټکه شوې وي، سترګې يې غونجې شوې ، بیا یې ژوره ساه واخېسته، شا او خوا ته یې وکتل، و پوهېده چې ځمکتله کې دی، ناڅاپه تورګل وریاد شو، غونی یې زېږ شو ، خو بېرته د هغه خبره وریاده شوه چې؛ مبارزه ناکامي شړي، په احتیاط پورته شو.
لا یې هم سر دروند او ځان ورته بې سوره ایسیده، خو هغه باید لږه سخته نوره هم په ځان منلی وی، هر څه ته یې یو ځل بیا وکتل، ګرد دېوالونه په الماریو پوښل شوي وو، هغه شکي شو، یوه المارۍ یې پرانېسته، په خیریت کې شو، ټوله له واسکټونو ډکه وه او بیا يې یو بل پسې المارۍ و لیدلې، قسماقسم وسلې او بې شماره بمونه هلته په مهارت ځای پر ځای شوي وو، یوه تمانچه او څو ډک شاجورونه یې ترې راواخیستل او بیا د دراوزې په لټه شو.
هغه هره خوا سترګې واړولې، خو داسې ځای یې تر سترګو نشو چې سړی دې پرې د دروازې ګمان وکړي، نه پوهېده څنګه وکړي، پرته له دې بله لار نه وه چې یو څوک ددهلیدو ته راشي.
په مایوسۍ بېرته کېناست، یو بل پسې پوښتنې ورپیدا کېدې؛ دوی څوک دي؟ مامور تورګل به یې کوم ځای اچولی وي؟
که څوک دده پسې رانشي، نو ولږه او تنده به یې ووژني، له ځان سره یې د خپل مرګ منظره جوړه کړه، رګونو یې جوش وکړ او یو ځل بیا یې ددې ځایه د وتلو هڅه شروع کړه.
د برېښنا د لینونو تعقیب یې وکړ، خو په سر او بر یې نه پوهېده ، باور یې و چې یوه لار شته، خو نه پوهېده چرته؟
ناقرار قدمونه یې اخیستل وروستۍ تمه یې د چا راتلو ته وه، هغه ګوته په ماشه ایښې وه او داسې یې انګیرله چې په راتګ سره به هغه ختموي او له دې ځایه به ځان باسي او که ویې نه کړی شو، نو لاره خو به ورمعلومه شي...
په همدې فکرونو کې ورک و چې د ډزو اواز یې تر غوږ شو، څو پرلپسې نورې هم وشوې هغه چت ته وکتل پوی شو چې اول پوړ کې کومه پېښه رامنځته شوې، د مامور چالاکي یې سترګو ته شوه او یقیني شو چې هغه به د ځان د خلاصون چاره کړې وي.
اوس هغه ته څنګه خبر ورسوي چې دا دلته دی؟ تمانچه یې چت ته ونېوه، له هماغه ځایه اواز راغلی و او ګوته یې په ماشه کښېکاږله.
***
زه لا د هغوی بې روحه شویو جسدونو ته حیران پاتې وم، چې د پښو سره مخکې ځمکه مې مرمیو راسورۍ کړه، پروت مې وکړ؛ ځوا نېمرګه! وکیل او دادا تسلیم شوي دي، زما د وژلو کوښښ مه کوه.
کومې اندېښنې چې د وکیل له وژنې وروسته ماته راپیدا شوې وې، د حضرت ګل له غږ اورېدو سره و تښتېدلې، زما له ژوند سره مینه راوپارېده، خپل او د هغه سخت ژوند تېرول مې سترګو ته شول، ما هغه مړ بللی و، ځکه مې د وکیل او دادا ژوندي لیدل نشو زغملی، په یوه شپه یې زه هم وژلم او رینا خو یې لا وختي وژلې وه .
د هلیز ته ووتم، کله چې دادا دلته راوړلم، دېوال ته مې ولاړه اوسپني زینه لیدلې وه، لکه چې د همدې کار لپاره اېښودل شوې وه، راومې خېسته ، خو له دې اندېښنې سره مل چې د وکیل نور سپیان راونه رسي، د کوچ لرې کول راته په یواځې ځان ستونزمن و، د زینې په بېخ مې ځمکه ووهله، چې ورسره سم لاندې ښویه شوه.
نه پوهېدم ولې مې داسې انګیرله چې د حضرت ګل د لیدو تاب نشم لرلی، یواځې څو شېبې مخکې د هغه په بل ډول انځورولو سره زما ګوته په ماشه ټينګه شوه، هغه شېبه وروسته راووت، بیا هم په خپلو سترګو شکي وم، لر بر مې ورته وکتل، وجود یې روغ ایسیده.
ورته مې وموسل؛ زه ستا له روح سره مخ شوی یم!
بیا موږ سره په خوښۍ غاړه غړۍ شوو، د هغه سترګې له اوښکو ډکې شوې؛ تا یې کار ورکړی.
ـ هغوی ته ماته پنا شویو کې حساب کړې او ما هم ونشوه زغملی چې هغوی دې دلته و اوسي.
ویې ویل؛ لاندې د لویو وسلو ګودام دی.
نور نو وپوهېدم چې رینا ماته څه ویل او راکول غوښتل؟ ستړیا مې لرې شوه، له هغه مخکې لاندې په کېوتو شوم؛ راځه، د بمونو المارۍ راښایه.
هغه له څه ویلو پرته راکوز شو، له ما تېر شو اوختیځ دېوال ته لګېدلې المارۍ یې خلاصه کړه، دادي.
ور وړاندې شوم، دوه مې ترې راواخېستل.
حضرت ګل هم دوه لاس کې ونیول ، ترې مې واخېستل؛ وخت به ورکړو.
- څومره؟
- ۵۰۰سیکنډه.
هغه ژر ساعت ته وکتل. ما بمونه عیار کړه او د دواړو لویو دېوالونو الماريو پورې مې بند کړل.
په چټکۍ راووتو. درېم مې د دهلېز وروستي سر کې، چرته چې زه بې هوشه پروت وم او څلورم مې د وکیل کوچ پورې ونښلاوه..
نور نو دلته یوه شېبه پاتې کېدل حطر ته لبیک ویل و، حضرت ګل د کړکۍ لویه شیشه ماته کړه او لاندې یې ټوپ کړ، د پرونر په لیدو مې د دادا جېب کیلي پسې ولټاوه، ومې مونده او بیا ما هم لاندې ټوپ کړ.
د تورو ښېښو موټر ته وروختو او په مخامخ بنده دروازه له کوره ووتو، زه باوري وم چې د هغه ځای د الوتو زور به تر ډېره ځایه ورسي او ماته پکار وه چې د سرعت ستنه له سلو ښکته نشي.
تقریباً یو کیلو ميټر به تللي نه و، چې د درز غږ مو واورېد، زړه مې له ټولو غمو بې غمه شو، یواځې یو څه لا پاتې وو.
دا پټه خبره نه وه چې تر وکیله لوی سپیان به له دې هر څه خبرېدل اوپه هره لار چې وی زه به یې له خپلې مخې لرې کولم، حضرت ګل ته مې مخ کړ؛ د نن شپې تاریخ ولیکه، ځکه زما د ورکېدنې شپه ده، کومه پېښه چې رامنځ ته شوې، موږ ترې ناخبره یو..
حضرت ګل په ناپوهېدونکې انداز وویل؛ دا ته څه کوې؟ مامور صېب!
ومې خندل؛ بله لار نه لرم، مخکې داسې نه وم، خو نن راباندې خپل ژوند ګران شوی ، که ځان ورک نه کړم، زما له ژوند سر به ستا هغه هم غبس لاړ شي، موږ نه راسپارل شوې قضیه تر پایه ورسوله، که څه هم د زرګونه انسانانو او کورونو د نړېدو مخه د دوه کسانو او یو کور په منځه وړلو سره ونیول شوه، خو زما او ستا خبره هېچا ته د منلو وړ نه ده، احتیاط شرط دی، که د ادارې غړي شکي هم شي د لویو سپیانو تر غوږو یې رسوي.
څه وخت چوپ شوم، بیا مې موټر ودرولو؛ ته ښکته شه، خو ګوره سهار هېڅوک په تا شکي نه شي، کله چې درنه زما په اړه وپوښتل شو وایه؛ ماښام ۶ بجې د یوې ښځې له تیلفون راتلو وروسته وتلی او تر اوسه یې درک نشته.
هغه په ډکو ستر ګو راکتل، ورته مې وویل؛ کله چې دې زما د موندنې قضیه په غاړه واخېسته ، زه به خپل پلرني کلي کې تاته انتظار یم او وبه کړی شې په اسانۍ مې پیدا کړې.
هغه دروازه خلاصه کړه، کېوت، لاس یې راوغځوه؛ کله چې درشم اوږده دمه به کوو، ځکهچې د دمې قضیه په غاړه اخلم.
ـ سمه ده.
او بیا زه په خپل تېر ژوند کې ورک پلرني کلي ته روان شوم.