
د مرغیو چغار یې د فکر لړۍ وشلوله، شا او خوا بزګران په کارو بوخت وو، وړو ماشومانو په پستو خاورو کې ځغاستل، یو نیم ځای ښځو له پټیو د تېر فصل بېخونه ټولول، دې هر څه لیکوال سیل ته مجبور کړ؛ څومره ښکلې دنیا!
بېرته یې په تندي د خفګان اثرات راغلل؛ خو ما دردوي.
ده ډېر څه لیکلي وو او د زړه له تله یې لیکلي وو، خو هلته یې چا د اورېدو حوصله نه لرله، ده بیا هم لیکل نه پرېښودل او په تمه و چې یوه ورځ به وګړي د لیک د اورېدو سره سره د لوستو هیله هم پیدا کړي.
مګر اوس یې هغه خپل نیمګړي خیالات وګڼل، له ځایه پورته شو، لکه کومه پريکړه چې يې کړې وي .
زړه کې یې تېره شوه ؛ داسې ونه کړي، خو سم دستي په ځان غوسه شو؛ تر اوسه هېچا و نه لوستې!
کورته ورسېد، د کوټې اړخ ته کټ باندې پروت توشک یې کش کړ، خواره واره کاغذونه یې راټول کړه.
مور یې کوټې ته ورننوته، سترګې یې ډکې شوې؛ کاش زه پرې پوهېدی.
سپرلی نزدې ؤ، پاڼې غوړېدو ته لنډې شوې وې، د څپاند سینداواز يې تر غوږ شو، قرار شو، مخ یې وغوړېده، اړخ ته یې ښه ور وړاندې شو...
رڼواوبو خپله غېږه کې پاڼې واخېستې ، د لیکوال په شونډو موسکا خوره شوه، داسې لکه د سیند د څپو شور چې دده لیکنې ترنم کوي.