
د ژمي په یوې سړې شپې کې پاچا له ماڼۍ نه بهر شو، د ماڼۍ مخې ته یې یو بوډا ساتونکی ولیده چې نرۍ جامې یې په تن دي. پاچا ترې وپوښتل:
ـ هوا ډيره سړه نه ده؟
بوډا وویل:
ـ پاچا صیب! هوا سړه ده، خو زه تودې جامې نه لرم، اړ یم چې دا سړې شپې تحمل کړم.
پاچا په مهربانۍ وویل:
ـ زه همدا اوس ماڼۍ ته ورځم او تاته تودې جامې در لیږم.
بوډا خوشاله شو، له پاچا نه یې مننه وکړه. خو د جامو ژمنه د پاچا له یاده ووته.
سبا سهار پاچا خبر شو چې بوډا مړ شوی دی او پاچا ته یې په یو کاغذ کی لیکلي دی( ای زما پاچا! ما په خپلو نریو جامو د ژمې ډیرې سړې شپې تېرې کړي خو مړ نه شوم، اما ستا د تودو جامو ژمنه لکه چې ما ووژني)
ژباړن: آرش ننګیال
۱۱/۰۵/۲۰۱۵