
ناول :
لیکوال : فرانسیس پالین
ژباړن : عطا محمد میاخېل
دویم سمندري سفر :
په تېر پسې :
ما په بغداد کې د یوې مودې له پاره خوشاله ژوند کاوه، ځکه چې ډېرې پیسې، ښکلی کور او زیات دوستان مې لرل، مګر ډېر ژر خسته شوم . غوښتل مې، چې یو ځل بیا نور هېوادونه او ښارونه ووینم، غوښتل مې هلته د پېر او پلور چارې تر سره کړم . د بغداد تر ټولو غوره اجناس مې واخیستل او له نورو سوداګرو سره مې په یوه ښکلې کښتۍ کې سفر وکړ، موږ له یوه ځای څخه بل ځای او له یوه ټاپو څخه بل ټایو ته تللو، تل به د ختیځ او سویل لور ته تللو . له یوې اوږدې مودې وروسته یوه ښکلي ټاپو ته ورسېدو، دې ټاپو شنې ونې، مېوې، ګلان، ښکلی سیند او پاکې اوبه لرلې، مګر په هغه ځای کې هېڅوک نه وو .
ځینو مسافرینو د پاکو اوبه ننداره کوله او ځینې سوداګرو غوښتل، تر څو په ټاپو کې چکر ووهي . ومې ویل : زه له تاسو سره ځم ! د هغه ځای ګلان په رښتیا چې ښکلي وو، ما د ونو په منځ کې چکر واهه، تر څو ستر او ښکلي ګلان پیدا کړم، هغو ته نیږدې کېناستم، هغه ځای تود باد درلوده، زه خوب یوړم، کله چې له خوبه را ویښ شوم، ناڅاپه وډار شوم، هیڅوک، هېڅ مسافر، هیڅ سوداګر او هېڅ یو انسان هلته نه وو، ما چیغې کړې، ډېر ګنکس شوم ! بیا هم زه دلته یم، له بغداد څخه په دې لرې واټن په یوه ټاپو کې، چې هېڅ استوګن نه لري . یوې ونې ته وختم، لرې ځایونو ته مې وکتل، زما بېړۍ له هغه څخه ډېره لرې وه، ډېره کوچنۍ ښکارېده، له دې وروسته مې ښکته وکتل، یوازې ډېرې ونې مې ولیدې، بیا مې هم وکتل، هر څنګه چې وو، ځینې شیان مې په یوه لرې واټن کې ولیدل، سپین و تور او ګرد، هغه څه دي، چې پرې کورونه جوړ شوي دي ؟ له څو ساعتونو پیاده مزل څخه وروسته لمر لوېدلی وو، چې هغه ځای ته ورسېدم، ما فکر وکړ چې هغه یو کور نه دی، ځکه چې کومه دروازه یې نه لرله، نو هغه څه وو ؟ هغه یوه ډېره غټه هګۍ وه . د یوې مودې له پاره مې فکر وکړ، چې د لمر وړانګې په مخکې یو څیر وښورېده. ما چیغې کړې، چې ولې هسک ( آسمان ) تیاره شو ؟! کله مې چې پورته وکتل، د سر د پاسه مې یو ډېر ستر الوتونکی وو، په دې شېبه کې سمندري سړیو چې د دې ستر الوتونکی په اړه یې راته کیسه کړې وه را په یاد شوه . هغوی ویلي وو : په هغه ځای کې یو ستر الوتونکی وو، هغه الوتونکي د خپلو بچیانو د خوړو له پاره فیلان نیول. فکر مې وکړ، چې دا هګۍ د هماغه الوتونکي ده او اوس یې مور راغلې ده، چې پرې کېني . ما سم فکر کړی وو، ستر الوتونکی پر هګۍ کېناست او ویده شو، ما یوه ښکلې نقشه لرله، ما سوچ وکړ : کله چې الوتونکي وغوښتل، چې څه شي وخوري، نو یوې خوا ته به الوزي، کېدای شي له دې ځای څخه بل غوره ځای ته لاړ شي، هغه ځای ته په کوم کې چې خلک شتون ولري، الوتونکی کولای شي ما له ځانه سره هغه ځای ته یوسي .
یوه اندازه کالي مې د مټو او پښو شاوخوا کېښودل، وروسته مې د الوتونکي په پښه پورې وتړل، ما ډېر ورو کار کاوه، ما فکر کاوه، چې نه شم کولای الوتونکی را ویښ کړم، ځکه چې هغه به ماته زیان را ورسوي ، بله ورځ سهار، ستر الوتونکی را ویښ شو او پورته د آسمان په لور والوته، هغه نه شي کولای، چې ما وویني او ما یوه لرې ځای ته یوسي، سیندونه، ټاپو ګان، غرونه او درې پای ته ورسېدې، په یوه دره کې راښکته شولو، چې دېوالونه یې له غره څخه ستر ول. زما خطرناک سیاحت پای ته نه و رسېدلی، ستر الوتونکی د یوه ستر مار په وړاندې راښکته شو، په رښتیا چې ډېر ډار شوی وم، خپلې جامې، مې د الوتونکي له پښې څخه خلاصې کړې او په الوتونکي پسې مې د یوې غټې تیږې شاته منډې کړې .
نور بیا .....