اکرم او سارا (درېيم څپرکی)/ ناول

 
د اکرم مور دخاوند په پريکړنده ځوابونو سخته ناهيلی شوه. د نا اميدی اوښکو يی پر مخ لاری وايستی او په داسی حال کی چې د پړونی په پلو يی پوزه اوسترګی پاکولی خپل خاوند يی ځانته پريښود، اوبه يی راواخيستی لاس او مخ يی ومينځل، د ماخستن لموځ يی ادا کړ بيا يی دوه رکعته نفل ادا کړل، دواړه لاسونه يی د الله ودربارته لپه کړل، او په لوړ اواز يی داسی وويل:
يا الهی ته دمور او پلار نه مهربان يی زما بچی ته هغه څه پيښ کړه چی خيريی پکښی وی.
د اکرم پلار هم لمونځ ادا کړ اود کټ وخواته ورغی.
اکرم په پټه خوله خپلی د مور او پلار خبری واوريدی. د ژوند نه ناهيلی شو، سترګی يی د پراخه اسمان په لوری چې د څوارلسم سپوږمۍپه کی نڅا کوله او ځمکه يی د سپينی ورځی په څير رڼا کړیوه، واړولی،يوسوړ اسويلی يی وايست او، ورو يی وويل: يا د ځمکو او اسمانو ربه، ته خو هرڅه ليدلای شی، ته دزړونو مالک يی، بيله ستا له ارادی نه خو پاڼه هم نه خوځيږی، ته خو د حق او عدالت ملګری يی، زه هم غواړم يوازی ځان په حقيقت پوه کړم،يا دمور اوپلارنه مهربانه خدايه، زه ستا لمنه نيسيم او له تانه مرسته غواړم.سره ددی چې اکرم سترګی و اسمان ته نيولی  وی خو په ذهن کی يی د مور زاری او دپلار پريکړنده ځوابونه يو په بل پسیتکراريدل او په اکرم يی خوب حرام کړیو. تر سهاره په کټ کی لټ پر لټ واوښت، خوب يی له سترګو و تښتيد. په ذهن کی يی داخبره چې((څه دی کول چی پلار او نيکه دی کول)) په وار، وار، ورګرځيده او شپه يی تر سهاره د شنه اسمان په ننداره تيره کړه.
د اکرم پلار هم د زوی په سودا کی ډوب و، لار او ګودر ترينه ورک وو، نه پوهيده چی کومه لار خپله کړی، په دی سوچ کی و چی په چاباندی يو ښه زورور تعويذ ورته  وکړی. او زوی د ښوونځی نه راوګرځوی. خو داچی ټوله ورځ يی په پټی کی کار کړی وو، ستړی او ستومان و، دهمدی فکرونو سره پسله يوی شيبی، په درانده خوب ويده شو. د اکرم پلار خوب وليد: چې خپل ديوه ملګری سره دزړه خواله کوی او هغه ورته مشوره ورکوی چی، هلته په برکلی کی خورا زبر دسته کوډګر دی، هغه ته ورشه، لومړی خو يی فال وګوره او بيا ورباندی يو ښه قوی تاويز وکړه.  د اکرم پلار په همدی سوچ کی و چی بايد حرکت وکړی، چی ملا امام دالله اکبر په ويلو سره د سهار د لمانځه اذان وکړ او د اکرم پلار يی د خوبه را ويښ کړ.
د اکرم پلار دخوبه راپاڅيد، د جومات په لور، روان شو او په لاره کی يی دخپل خوب تعبير وکړ. د لمانځه د اداکولو وروسته داکرم پلار بيله دی چې څوک په ځان خبر کړی. سمدلاسه د برکلی په لور، روان شو. ګامونه يی ګړندی کړه تر څو ځان په وخت کلی ته ورسوی. لمر پر ختو و چی  برکلی ته ورسيد او سمدلاسه يی د کوډګر  د پتی پوښتنه وکړه.
کوډګر ميندل خورا اسانه وه ځکه زموږ په وطن کی خوداسی خلک خورا لوی نوم لری، او ميندل يی له بل هراچا نه اسان وی. د اکرم پلارخوشحال و چېکوډګريی په اسانی باندی ميندلی و او په همدی سوچوکی د کوډګر دروازی ته ودريد،دځان سره مسکی شواو دروازهيی  وټکول.
کوډګر همداچی دروازهيی خلاصه کړه، سترګی يی پريوچاغ ښکار ولګيدی. او داسی يی شروع وکړه: خيرخو دی وروره په دی شنه سهار کی څنګه راغلی يی؟
د اکرم پلار: ملا صاحب که می رښتيا پوښتی، نوزه د خورا لويی ستونزی سره مخيم. ټول شپه می په سوچ سبا کړه، نو خدای به کوی او ته به کوی او دی ستونزی ته به د حل لاره پيدا کوی.
کوډګر : وروره وايه ستونزه څه ده؟
د اکرم پلار: ملا صاحب، دا ښوونکی دی خدای په نس نه مړه وی، زهيو زوی لرم چی په تورو تاويزو می رالوی کړيدی. شپږ کاله مخکی د کلی ښوونکی راغله او هغه يی په ښوونځی کی شامل کړ. خير په هغه وخت کی خو زما زوی هم ماشوم و، دکار کولو نه و خو اوس چې هغه نيمچه زلمی دی، سږ کال ښوونځی خلاصوی، او زه ورته خوشحاله وم، چی تردی وروسته به زما بازواو ملاتړشی،خوده  دواړی پښی يی په يوه موزه کی کړيدی او دغه وايی: ماته اجازه راکړه چی خپل ښوونځی ته دوام ورکړم. د اکرم پلاربيا يو سوړ اسويلی وايست او زياته يی کړه: نه می پلار ښوونځی لوستی و او نه نيکه او زه نه غواړم چی خپل يوازينی زوی له ځانه پردی کړم. هر څه سوچ می وکړخو د حل لاره نه راته  معلوميده، چی رښتيا ووايم بيګاه می ته په خوب وليدی، نو ځکه دسهار د لمانځه نه وروسته  دلته راغلم.
کوډګر پوه شو، چي ښه ساده سړی يی په لاس ورغلی دی، اوس نو دهغه د حلالولو په سوچ کی شو. پوښتنه يی وکړه: د زوی نوم دی څه دی؟
داکرم پلار: دزوی نوم می اکرم دی.
کوډګر: سمدستی د رمل دانی چې په يو سيم يی يو دبل سره تړلی وی ورغړولی، بيا يی يو زوړ کتابچی سم نيمايی، يی موږکانو خوړلی و راخلاص کړ، او داسی يی شروع وکړه: کاکا، په زوی دی کوډی شويدی، او ډير قوی کوډی ورباندی شويد.
د اکرم پلار: د کوډګر دخبری په اوريدو سره سور اوشين شو، داسی يی وويل: ددوی دی د پلار کورخراب شی، ماخو چاته هم بد نه دی رسولی، نو بيا ولی دوی زما په زوی کوډی کړيدی؟
کوډګر: کاکا، زمانه ډيره خرابه ده، څوک دچا خوشحالی نشی زغملای او داکار ستاسو په تربروکی کوم چا کړيدی.
د اکرم پلار چې څه موده وړاندی يی په کلی کی د اوبو پرسر د زرغون کاکا سره لانجه کړيوه سمدلاسه يی همهغه په فکر کی ورغی او ډاډه شو چې دا کار هم هغه کړيدی. د اکرم پلار زياته کړه: ملا صاحب راته وايه چی اوس د حل لاره څه ده؟ زياته يی کړه: ماخو خپل ټول اميد تاته راوړيدی، خدای به کوی، ته به کوی او داستونزه به حلوی.
کوډ ګر:  کاکا، دوه کاره بايد ترسره شی: لومړی، بايد هغه کوډي باطلی شی، او بيا بايد يو قوی تاويز ورباندی وشی، ترڅو د هلک زړه  د ښوونځي نه بد شی او بيا د ښوونځی نوم وانخلی.
د اکرم پلاد کوډګر دخبری په اوريدو سره مسکی شو او ويی ويل: خدای دی مه خواروه ملا صاحب، خدای دی تازموږ دسره نه کموی، که ته نه وای مابه څه کوله. زياته يی کړه: شکرانه به دی پوره درکړم انشا الله.
کوډګر: کاکا، شکرانه خو به هرومرو راکوی، خو ددی کارشکرانه يو څه درنده ده، ځکه د تاويز ايستل خوراسخت کار دی، دپيريانو مسله ده،  د تور غوايی خيرات غواړي، يوازی د غوايی هډ د پيريانو مخه نيولای شی. او که داکار ونه سی نو زما و ژوند ته دمرګ خطر متوجه کيږی. اوبل دا چې دويم  تاوېز هم ډير مصرف غواړی، ځکه چې بايد په زعفرانواو دکوتری په وينو بايد وليکل شی. داکار هم لږ ترلږه دوه زره، روپۍغواړی.
د اکرم د پلار خوشحالی يودم په خپګيان بدله شوه، سپين وتښتيد او په سوچ کی لاړ: تورغوايی، دوه زره روپۍ داخو زما دکال د ګټی نه هم زيات دی، په همدی سوچ کی ډوب و چی کوډګر ورباندی غږ وکړ: کاکا پوه شوی؟ او د اکرم پلاريی د سوچونه را وايست.
د اکرم پلارپه مات زړه وويل: هو پوه شوم خو ملاصاحب دا خورا ډير څه دی اوزه ډير بی وزلی يم. خير دی لږ می لحاظ وکړه؟
کوډګر:  کاکا، زه ستا مجبوريت درکولای شم، خو دا هغه څه دی چی ټول يی ددی کارلپاره ضروری دی، ماته کی څه نه پاتيږی. نو که غواړی چې زوی دی خپل کړی، همدايی لاره ده.
د اکرم پلار ته چې زوی خورا ګران و، نه يی غوښتل دځان نه يی ليری کړی، خو دکوډګر بار هم خورا دروند و، بيا په زارو شو او ويی ويل خير دی ملا صاحب  لږ انصاف راسره وکړه.
کوډګر: مخکی می درته وويل چې زه د ځان لپاره څه نه غواړم، ځه نو داچی ډيری زاری کوی، پنځه سوه روپۍبه نوری هم کمی کړم . او يوازی تورغوايی او يوزر او پنځه سوه روپۍراوړه.
د اکرم پلار بيله دی نه بله لاره نه لرل، و يی ويل: څه وخت به تاويز راکړی؟
کوډګر: کاکا، ته لومړی غوايی راوله ترڅو زه هغه پخوانی کوډی باطلی کړم، ببا به يوه اوونی وخت راکړه ترڅو زه نوی تاويز وليکم.
د اکرم پلار وليدل چی کوډ ګر خورا سخت دی او دی هم بيله هغه بله لار نلری، نوری يی خبری را لنډی کړی، کوډ ګرته يی وويل: سمه ده زه به سباته غوايی راولم او د خدای په امان په ويلو سره يی د کلی په لوری روان شو.
داکرم پلار پر لاری ډير سوچونه ووهل، تورغوايی چې د اکرم پر پلار له ځان،  نه هم ګران و او يوزراوپنځه سوه نغدی روپۍد اکرم د پلار لپاره خورا ډيری څه وو، له بله پلوه يی زوی هم د سترګو دکسی په څير ورته ګران و، او په هيڅ ډول يی نه غوښتل چی هغه د ځان، نه پردی کړی. ټوله پړه يی په زرغون کاکا اچوله او د ځان سره يی ويل، تربوردی، غواړی ما ځانته تنها اوبی وسه کړی، خو هيڅکله به هم ودی ارمان ته ونه رسی، زه به خپله دارايی ليلام کړم خو پری به نږدم چی زوی می ښوونځی ته لاړشی، هغه  اوس پريکړه کړی وه چی کوډګر ته به روپۍورکوی، خو ځان به تربره ته نه يوازی کوی.  د اکرم پلار په دی ډاډه و چې د کوډګر تاويزونه به هرومرو کار وکړی¸ به همدی سوچ کی کلی ته راورسيد. لومړی جومات ته ولاړ، لمونځ يی اداکړ، دوه رکعته نفل يی پی ورزياد کړل، لاسونه يی د اسمان پلو لپه کړل، او په لوړ اواز يی د لوی خدای نه د بری غوښتنه وکړه.
د اکرم پلار د لمانځه داداکولو وروسته کاله ته ستون شو، او همدا چی ورسيد، سمدلاسه يی غږ کړه: اکرم مور، هو، اکرم مور؟
د اکرم مورچی دخاوند غږ واوريد، وجود يی ولړزيد او په لړزيدلی اواز يی وويل:
دا دی راغلم.
داکرم پلار: ميرمنی ته خطاب وکړ او ويی ويل: ډوډۍ راوړه.
بس يوه شيبه لا نه وه تيره چی داکرم مور د سابو ډک غاب، د شلومبو سره د خاوند مخ ته کښيښوده او داسی وويل: سړيه! خير خو و چيری تللی وی؟
د اکرم پلارپه داسی حال کی چې لويی لويی مړی يی پورته کولی، په ډکه خوله يی داسی وويل: ښځي خدای دی دابی خيره تربرونه برباد کړی،  زه سهار د برکلی کوډګر ته لاړم، هغه راته وويل، چی زموږ په زوی باندی چا کوډی کړيدی، زما خويوازی پر زرغون باندی شک راځي. د اکرم پلار ټوله کيسه په شد او مد باندی د اکرم مورته وويل، او خپله فيصله يی پی ورزياده کړه.
د اکرم مورسپينه تښتيدلی وه او نه پوهيده چی خاونده يی څه کارکوی، تورغوايی او دومره روپۍو کوډګر ته مفتی جفتی ورکوی. رنګ يی سپين الوتی و، چی د اکرم پلار باندی غږ کړه: ښځي،  چيری لاړی؟
د اکرم مورناببره و لړزيده او داسی يی وويل:  سړيه، زما خو په هيڅ هم سرنه خلاصيږی، دادومره روپۍچې و کوډګر ته ورکوی، هغه هم خدای خبر چی کار وکړی او کنه!  ولی نه پريږدی چی زوی دی سبق ووايې؟
د اکرم پلار: ښځي ته نه پوهيږی، دا د تربرو دسيسه ده، غواړی زما زوی د کلی ورک کړی، خوزه به هيڅکله هم پری نږدم چی دا ارمان يی ترسره شی.
د اکرم مور: سړيه، زه خو په هيڅ هم نه پوهيږم.
د اکرم پلار: ښځي، چرت مه وهه که خداي وکړی، هر څه به خدای سم کړی. د اکرم پلار دکار لپاره پټيو ته ووت او داکرم موريې د يو عالم سوداګانو سره يوازی پريښوده.
د اکرم پلار سهار وختی تورغوايی د موږی را خلاص کړ، لاس يی پری کش کړ او داسی يی وويل: زما دزوی بلا واخلی او بيا يی نو د برکلی لاره خپله کړه. لمرښه لوړ راغلی وو چی د کوډ ګر د کور دروازه يی و ټکول.
د کوډ ګر سترګی خو اول پر غوايی او بيا د اکرم په پلار ولګيدی، د خوشحالی نه په جاموکی نه ځاييده، خلک وچه ډوډۍ نه شی ميندلای خو کوډګر په يوه شيبه کی غوايی ميندلی و. د اکرم د پلارسره يی جوړ په خير وکړ او داسی يی وويل: کاکا راغلی؟
داکرم پلار: هو او دا هم غوايی دی اوس راته وايه چې څه وخت په تاويز پسی راشم؟
کوډ ګر چې دخوشحالی نه په جامو کی نه ځاييده داسی يی  وويل: نن خو دوشنبه ده، ته به د راتلونکی يکشنبی په ورځ په تاويز پسی راشی او زياته يی کړه، خو لومړی بايد زما يوڅو پوښتنو ته ځواب ووايی.
د اکرم پلار حيران پاته شو، زړه کی يی راوګرځيدل، نوری پوښتنی لاڅه دی، نه چې رانه نوری روپۍهم غواړی، ژر يی وويل وايه صاحبه!  نوری څه پوښتنی لری؟
کوډ ګر وويل: کاکا وارخطا کيږه مه، وايه د هلک نوم څه دی؟
د اکرم پلار وويل: پرون می درته وويل چی اکرم دی.
کوډګر: ښه کاکا وايه دمور نوم يی څه دی؟
ددی خبری په اوريدو سره د اکرم پلار سوراو شين شو، خو مخکی له دي چی  کوډ ګرته څه ووايی، کوډګر سمدلاسه پوه شو او ويی ويل: کاکا، ته مه خپه کيږه، دمور نوم دتاويز دليکلو لپاره ضروری دی.
د اکرم پلار: ښه دی ويی ليکه، بی بی وزيره.  او نوريی نو د خدای په امانی په ويلو سره کوډګر ځانته پريښوده اود کلی په خوا روان شو.