
بادار د خپل بزګر د حال پوښتنه وکړه، بزګر په ډېرې خواشینۍ وویل:
ـ زه الله پاک ډير غریب پیدا کړی یم، ټول عمر مې په کړاوونو کې تېر شو، هېڅ کله مي ګیله نه ده کړې خو له دې هرڅه سره، سره وګوره! زما د یواځیني زوی سترګې کږې دي او هرڅه ورته دوه، دوه ښکاري.
بادار یې په ځواب کې وویل:
ـ زما د زوی سترګې هم کږې دې، خو ته ډیر شکایت کوې.
بزګر وویل: باداره! زما او ستا تر منځ دا فرق دی چې ستا زوی ته ټولې نیک بختۍ دوه، دوه ښکاري خو زما زوی ته بدبختۍ.
ژباړه : آرش ننګیال