د سیند باد سمندري سفرونه / پنځمه برخه

 
ناول
لیکوال: فرانسیس پالین
ژباړن: عطا محمد میاخېل
لومړی سمندري سفر:
په تېر پسې:   
   یوه ورځ، زه له ځینې کسانو سره، یوه ټاپو ته تللی وم، هغوی غوښتل، چې د هغه ځای یو نا پېژاندی کب را وښیي، کب شتون درلود، له یوې بېړۍ څخه ستر وو، سر یې د الوتونکي په څېر وو، ما فکر وکړ، چې دا کب د هغه ټاپو له کب څخه ډېر عجیب دی، مګر له هغه څخه خطرناک نه دی .
  ما کولای شول، چې د ځینې هېوادونو له خلکو سره خبرې وکړم، کله چې پاچا دا واورېدل، نو له مایې پوښتنه وکړه : آیا ته زما د هېواد له سوداګرو او سمندري سړیو سره مرسته کوې ؟ د ورځې ډېر خلک دې ځای ته راځي .
ما ځواب ورکړ : هو ولې نه !
له دې وروسته مې هره ورځ پاچا لیده او د سوداګرو او د هغوی د سوداګریزو توکو په اړه به مې ورسره خبرې کولې، هر څه مې په یوه کتابچه کې لیکل او ورښودل مې . د هرې بېړۍ له چلوونکي څخه به مې د هغه د سفر او د خپل ښار ( بغداد ) په اړه پوښتنې کولې. یوه ورځ، یوه ستره بېړۍ له ختیځ څخه را غله. سوداګرو د خپلو مالونو خرڅول او د دې ښار د مالونو اخیستل پیل کړل . ما له بېړۍ چلوونکي سره خبرې وکړې . ومې پوښتل : آیا ستاسو په بېړۍ کې نور مالونه هم شته ؟ هغه وویل : سوداګرو مالونه د خرڅولو له پاره له موږ سره نه شته، مګر په بېړۍ کې څو بکسونه شته، چې د یو ځوان سوداګر دي، چې د سفر په پیل کې له موږ سره وو، په بکس د هغه مالونه ول، چې اوس هغه مړی شوی دی، سیند هغه له موږ څخه واخیست او پیسې به یې په بغداد کې د هغه خپلو خپلوانو ته رسوم .
کله مې چې بیا د بېړۍ چلوونکي څېرې ته وکتل، نو هغه مې وپېژانده !
ما وپوښتل : د هغه نوم څه وو ؟ د هغه ځوان سوداګر نوم څه و ؟
هغه په ځواب کې وویل : د هغه نوم سیند باد وو، په همدې نیږدې وختونو کې مو هغه له لاسه ورکړ .
ومې ویل : زه سیند باد یم او دا مالونه زما دي !
بېړۍ چلوونکي ما ته وکتل، خواشینی شو . هغه وویل : زه څه وکړم؟ ته وایې چې زه سیند باد یم، کېدای شي د دې له پاره وایې، چې د هغه مالونه خپل کړې. کله چې ټاپو وښورېده، نو هغه ډوب شو، مسافرینو او سوداګرو، چې په بېړۍ کې ناست ول هغه ولیده. ما وویل : بېړۍ چلوونکیه ! زما کیسې ته غوږ شه، بیا به پوه شې، چې زه سیند باد یم .
  ما خپله کیسه له لومړۍ کتنې، کومه چې په بصره کې مې درلوده بیان کړه .
ما وپوښتل: د کب ټاپو دې په یاد دی ؟ چې سوداګرو هلته اور بل کړی وو او په همغه وخت کې ټاپو وښورېده، زه سیند ته وغورځېدم، مګر زه په یوه بکس کې د څو ورځو له پاره هلته پاتې شوم . زما په خبرو کې را ولوېد او خندا یې پیل کړه .
هغه وویل : ته سیند باد یې !
نور سوداګر راغلل او په خوشالۍ یې له ما سره خبرې وکړې . هغوی وویل : خدای (ج) مهربان دی او موږ هم ستا له ژوندي پاتې کېدو څخه ډېر خوښ یو . له دې وروسته بېړۍ چلوونکي زما مالونه راکړل، ما هغه وپلورل او په پیسو مې یې نور ښکلي مالونه واخیستل او هغه مې مهراج پاچا ته واستول . هغه وویل : له تا څخه ډېره زیاته مننه، مګر زه پوه نه شوم، کله، چې ته دلته راغلې، هېڅ دې نه لرل، نو اوس دا ښکلي مالونه ماته راکوې، څنګه دې وکولای شول، چې دا مالونه ترلاسه او ماته یې راکړې ؟!
ما پاچا ته وویل : زما بېړۍ اوس ستا په ښار کې ده، پرون راغلې ده او زما بکسونه په بېړۍ کې ول . مهراج پاچا وویل : یا الله (ج) ! له تا څخه ډېره زیاته مننه، او هغه یوه اندازه مالونه، ماته د ډالۍ په توګه راکړل .
  بېړۍ د هغه ورځې د سبا  له پاره حرکت ته چمتو وه، ما له پاچا سره مخه ښه وکړه . هغه ته مې وویل : زه ډېر خواشینی یم، نه مې غوښتل، چې داسې ښکلی او ستر ښار، چې یو مهربان پاچا لري پرېږدم او لاړ شم، خو مجبور یم، چې د خپل ګران ښار بغداد لیدو ته لاړ شم . پاچا وویل : ډېر ښه سیند باده، تو مجبور یې، چې خپل کورته لاړ شې، زه به ستا په نه شتون کې خواشینی شم، سره له دې، د ستا له ډالۍ څخه ډېره مننه کووم. له یوه اوږد سفر وروسته زموږ بېړۍ د بصرې ښار ته ورسېده، په بغداد کې مې یوه کوچنۍ مېلمستیا جوړه کړه، کله چې دوستانو مې زه ولیدم، ډېر خوشاله شول، یو ښکلی کور مې واخیست او په هغه کور کې مې د څو کلونو له پاره شتمن او خوشاله ژوند وکړم. سبا به د خپل دویم سفر په هکله تاسو ته ووایم .
نور بیا .....