تور ګينف روسى کيسه ليکوال نوم

ژباړه او راټولونه: عبدالله الهام جمالزی
 
ایوان سرگئویچ تورگینف په ۱۸۱۸ز کال په روسيه کې نړۍ ته سترګې وغړولې، دا چې په کوچينوالي کې يې د مور په ځمکو کې په کلي کې ژوند کاوه له همدې امله يې له کرنې سره مينه زياته شوه او د داستايفسکي په خلاف يې له ښاره ليرې وليکل.
سره لدې چې دهغه کورنۍ آرامه کورنۍ نه وه خو له هماغه کوچينوالي څخه يې شعر ليکلى شو. هغه په شپاړس کلنۍ کې د مسکو پوهنتون ته ولاړ او لږ وروسته د سن پترزبورګ پوهنتون ته وليږدول شو او هلته يې د ژبپوهنې په برخه کې زده کړې وکړې. څه موده وروسته برلين ته ولاړ او هلته يې دوه کاله د فلسفې او تاريخ په برخه کې زده کړه وکړه چې پدې مهال د هګل د فلسفې او افکارو تر اغيز لاندې راغى.
تورګينف په ١٨٥٢ کال خپل لومړى اثر د يو ورزشکار خاطرې په نوم خپور کړ او بيا يې په ١٨٦١ کې خپل مهم آثار لکه پلرونه او زامن خپاره کړل.
د هغه مقالې د تزاري واکمنانو په تبه برابرې نه وې او دا چې د مشهور روسي ليکوال ګوګول په ستاينه کې مقاله وکښله بندي او بيا جلاوطن کړاى شو.
هغه لومړى غوښتل چې د فلسفې د پوهنتون استاد شي خو بيا پښېمانه شو او آزاد ليکوال پاتې شو او پدې سربېره به يې په ادبي ناستو کې هم ګډون کاوه. هغه په يوه سندرغاړې او آزاده ښځه مين شو او دهغې د کتنې لپاره پاريس ته ولاړ خو بالاخره يې ماته وخوړه او د عمر تر پايه يې واده ونه کړ.
هغه د خپل عمر وروستي کلونه په فرانسه او آلمان کې تېر کړل او په ١٨٧١ کال کې پاريس ته لاړ او هلته له سترو کيسه ليکوالو لکه موپاسان، دوده، جورج ساند او په تېره بيا فلوبر سره آشنا شو او يو ادبي محفل يې جوړ کړ.
هغه بالاخره د ١٨٨٣ کال په سپتمبر مياشت کې د ٦٥ کلنۍ په عمر ومړ.
د هغه په مشهورو کتابونو کې، سپرلنيو اوبو، زياتي سړى، د يو ښکاري يادښتونه، لومړنۍ مينه، آسيه او لومړنۍ مينه، رودن، دود، يوه حيرانوونکې کيسه، هلن، دوه ملګري، آرام ژوند، د سبا په درشل او مومو ته اشاره کولاى شو.