آزادي

 
کله چې دا دنيا
د خړې دښتې د سراب غونده دوکه وخته
راغله، لاړه، تېره شوله
نو بيا زه هم د منکسر خط غوندې مات مات شوم
او خپل دروغجن رنګ مې
د يوې کم اصلې تيکې
په څېر ډېر ژر وبايلود
بېرته خټین انسان شوم
ښکلی شوم
خپل رنګ مې واخیست
او ستا د منت پښه مې
له ستوني پورته شوله
اوس ښه يم
ډېر ښه يم
د يوې دوکې
د يوه سراب د تماشې بدله کې
د خپل وجود دوزخ کې نه سوزم
او ساه په زحمت نه اخلمه
محب الرحمن محب